ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې يوه ١٨ مياشتنۍ ماشومه له تښتوونکو ژغورل شوې ده

په خوست کې يوه ١٨ مياشتنۍ ماشومه له تښتوونکو ژغورل شوې ده

author avatar
26 Oct 2020 - 17:31
په خوست کې يوه ١٨ مياشتنۍ ماشومه له تښتوونکو ژغورل شوې ده
author avatar
26 Oct 2020 - 17:31

خوست ښار (پژواک، ۵ لړم ۹۹): د خوست د امنيه قوماندانۍ چارواکي وايي چې يوه ۱۸ میاشتنۍ ماشومه يې د انسان تښوونکو له منګولو ژغورلې ده.

د اقرا په نوم دغه کوچنۍ ماشومه چې وړمه ورځ د مرکز متون اړوند له ورغه کلي څخه تښتول شوې وه، نن خپلې کورنۍ ته وسپارل شوه.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال غلام داوود تره خېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادې ماشومې د تښتونې په تور يې شپږ کسان نيولي دي.

هغه وويل، په نيول شويو کسانو کې دوه مېرمنې، درې نارينه او يوه ماشومه شامله ده، چې دا مهال تر څېړنو لاندې دي.

ده زياته کړه: ((موږ پرون یوولس بجې دقیق معلومات ترلاسه کړل او په دې وتوانېدو چې اقرا نومې ماشومه راخلاصه کړو. تراوسه ددې انګیزه نه ده معلومه چې دوی ولې داسې کار کړی، خو پوښتنې ترې روانې دي.))

د جمیل الماس په نوم د تښتول شوې ماشومې د کورنۍ يوه غړي له پژواک اژانس سره د خبرو پرمهال د پولیسو دا اقدام وستايه او ويې ويل چې په کم وخت کې يې ورته ماشومه پیدا کړه او تورن کسان هم ونیول شول.

 

هغه وایي: ((په اختطاف چیانو کې درې نفره د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ دي او پاتې د خوست دي. له امنیتي ځواکونو مننه کوم چې زموږ د ماشومې په راخلاصېدو کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې.))

د يادې تښتول شوې ماشومې په تور يوه نيول شوې مېرمن وایي، چې دا کار يې د خواخوږۍ له مخې کړی، ځکه له سيمې څخه د یادې ماشومې کورنۍ د کډه کېدو ورته ويل شوي و.

هغه وايي: ((موږ ته ویل شوي وو چې ددې ماشومې کورنۍ کډه کوم بل ځای ته ځي، ځکه موږ ترې راوړه، چې خبر شوو چې په دې پسې خلک ګرځي بېرته مو حکومت ته خپله راوړه.)))

خو امنيتي چارواکي بيا وايي چې نور جزئیات به له څېړنو وروسته په ډاګه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.