ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد ښاروالۍ د تېلو په قرارداد کې نږدې شپږ میلیونه افغانۍ اختلاس شوی

د جلال اباد ښاروالۍ د تېلو په قرارداد کې نږدې شپږ میلیونه افغانۍ اختلاس شوی

author avatar
28 Oct 2020 - 16:37
د جلال اباد ښاروالۍ د تېلو په قرارداد کې نږدې شپږ میلیونه افغانۍ اختلاس شوی
author avatar
28 Oct 2020 - 16:37

جلال اباد (پژواک، ٧ لړم ۹۹): پژواک خبري اژانس داسې اسناد ترلاسه کړي چې د جلال اباد ښاروالۍ د تېلو په قرارداد کې د یو لېتر تېلو بیه د ښار له نرخه ۲۰ افغانۍ لوړه نیولې چې له دغه حسابه په یو کال کې پنځه ميليونه او ۸۲۰زره افغانۍ اختلاس شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو مياشتو راهيسې په جلال اباد کې د لېتر په حساب د ډېزل او پټرول تېلو نرخونه له ۳۶ افغانيو پورته نه دي خو دغې ادارې له يوه شرکت سره لېتر په ۵۴ افغانۍ يو کلن قراداد کړی دی.

د ښاروالۍ او عمر سبحان لوجستيکي شرکت ترمنځ د دغه يو کلن قرارداد له مخې، د ۱۳۹۹ لمريز کال د زمري له لومړۍ نېټې د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ تر ۳۱مې نېټې پورې به دغه شرکت ښاروالۍ ته ۲۶۰زره لېتره ډېزل او ۶۰زره لېتره پټرول ورکوي.

که څه هم دوو نورو شرکتونو د دغه قرارداد ترلاسه کولو لپاره ښاروالۍ ته خپل وړانديزونه لېږلي وو خو د جلال اباد ښاروالۍ ورته خبر نه دی ورکړی او له درېيم شرکت سره يې قرارداد په پټه ترسره کړی دی.

په جلال اباد ښار کې د تېلو بيې:

پژواک خبري اژانس له بېلابېلو موثقو سرچينو د اطلاعاتو راټولولو له لارې دې پايلې ته ورسېد چې د قرارداد د لاسليک په وخت کې (۱۳۹۹/۰۴/۳۱) په جلال اباد ښار کې د يو لېتر پټرولو بيه ۳۵ افغانۍ او د يو لېتر ډېزلو بيه ۳۶ افغانۍ وه.

دغه راز د راپور د ليکلو پر مهال د ۱۳۹۹ کال د لړم په ۵ مه نېټه هم پژواک معلومات ترلاسه کړل چې په جلال اباد ښار کې د يو لېتر پټرولو بيه ۳۵ افغانۍ او د يو لېتر ډېزلو بيه ۳۶ افغانۍ ده. دغه معلومات د نفتي توکو له مديريته رسماً اخيستل شوي دي.

له نرخ څخه لوړ قرارداد:

خو د جلال اباد ښاروالۍ د ۱۳۹۹ لمريز کال لپاره د تېلو په قرارادادونو کې ډېزل ۱۸ افغانۍ او پټرول ۱۹ افغانۍ په لوړه بيه قرارداد کړي دي.

پژواک د دغه قرارداد يوه کاپي ترلاسه کړې چې له مخې يې د في لېتر ‌ډېزل او پټرولو قرارداد په ۵۴ افغانۍ شوی دی.

د قراداد په سر کې راغلي:” د جلال اباد ښاروالۍ د ۱۳۹۹ کال د وسايطو د اړتيا وړ د ډېزل او پټرولو تېلو قرارداد چې د جلال اباد ښاروالۍ رياست او رحمن الله ولد امان الله د عمر سبحان لوجستيکي شرکت ترمنځ چې د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د دولتزو سيمې اوسېدونکی دی، شوی چې د ۱۳۹۹ کال د زمري له لومړۍ نېټې د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ تر ۳۱مې نېټې پورې (۱۷۲۸۰۰۰۰۹) اوولس ميليونه، دوه سوه اتيا زره افغانۍ کېږي چې لاندې جدول کې ترتيب شوي دي.”

شمېره

د جنس نوم

د اړتيا وړ اندازه

د في ليټر بيه

مجموعي قيمت

۱

ډيزل تېل

۲۶۰۰۰۰ ليټره

۵۴ افغانۍ

۱۴۰۴۰۰۰۰

۲

د پټرول تيل

۶۰۰۰۰ ليټره

۵۴ افغانۍ

۳۲۴۰۰۰۰

ټوټل

 

 

 

۱۷۲۸۰۰۰۰۹

 

 

 

 

 

 

دغه قرارداد چې د جلال اباد ښاروالۍ مخکني سرپرست ښاروال روح الامين حسن له لوري د عمر سبحان لوجستيکي شرکت له رييس حاجي رحمن الله سره شوی، د ننګرهار والي چې هغه مهال مخکنی مرستيال والي تميم عارف مومند سرپرست و، منظور او لاسليک کړی دی.

په جلال اباد ښار کې د تېلو بیه او قرارداد نرخ ته په کتو د پټرولو له درکه يو ميليون او ۱۴۰زره افغانۍ او ډېزلو کې څلور ميليونه او ۶۸۰زره افغانۍ اختلاس شوی چې ټولې پنځه ميليونه او ۸۲۰زره افغانۍ کېږي.

شمېره

د جنس نوم

د اړتيا وړ اندازه

د بازار نرخ في ليټر

مجموعي قيمت

پخوانی قيمت

۱

ډيزل تېل

۲۶۰۰۰۰ ليټره

۳۶ افغانۍ

۹۳۶۰۰۰۰

۱۴۰۴۰۰۰۰

۲

د پټرول تيل

۶۰۰۰۰ ليټره

۳۵ افغانۍ

۲۱۰۰۰۰۰

۳۲۴۰۰۰۰

ټوټل

 

 

 

۱۱۴۶۰۰۰۰

۱۷۲۸۰۰۰۰۹

 

 

نورو شرکتونو ته خبر نه دی ورکړل شوی

پژواک خبري اژانس داسې اسناد هم ترلاسه کړل چې دوو نورو شرکتونو د جلال اباد ښاروالۍ په پخواني سرپرست ښاروال روح الامين حسن باندې د ننګرهار استیناف څارنوالۍ ته له دې امله عريضه کړې چې ګواکې دوی ته يې د داوطلبۍ په وخت کې خبر نه دی ورکړی.

يو شمېر نور شرکتونه هم د دغه قرارداد ترلاسه کولو لپاره ښاروالۍ ته عارض شوي خو هغوی لومړی په يوه او بله بهانه غولول شوي او وروسته ترې په پټه له بل شرکت سره قرارداد شوی دی.

د ځلاند خپلواک وطن لوجستيکي خدماتي شرکت يوه عرض پاڼه چې پژواک ترلاسه کړې، په کې يادونه شوې چې دوی هم د دغه قرارداد ترلاسه کولو لپاره ښاروالۍ ته وړانديز کړی خو هغوی له داوطلبۍ پرته په پټه دغه قرارداد لاسليک کړی دی.

په دې غوښتنپاڼه کې ليکل شوي:” له پرله پسې اړيکو او هڅو وروسته د ۱۳۹۹ کال د څلورمې میاشتې په نهمه نېټه باندې د ذکر شوو اقلامو شرطنامې ترلاسه کړئ چې په دواړو شرطنامو کې د ضرب الاجل نېټې نه وې ليکل شوې، له مربوطه تصمیم نه دی نيول شوی، د شعبې له لوري راته وويل شول چې د ضرب الاجل نېټې ټاکلو په اړوند تاسې ته په دې اړوند له تصميم نيولو وروسته احوال درکوو، خو موږ په دې بیا هم اکتفا ونه کړه او په روزمره ډوله به مو د ښاروالۍ د قراردادونو له مديريته د ضرب الاجل پوښتنه په فزيکي ډول کوله، متاسفانه د ۱۳۹۹لمریز کال د څلورمې میاشتې په ۲۰ نېټه مو خبر ترلاسه کړ چې د ذکر شوو اقلامو داوطلبي د ټولو درخواست کوونکو شرکتونو څخه په غيابت کې او ترې په مخفي ډول انجام شوې ده.”

دغه راز د حکمت رحيمي لوجيستيکي او تجارتي شرکت هم ښاروالۍ ته د تېلو د دغه قرارداد ترلاسه کولو لپاره وړانديز کړی و خو دوی هم د قرارداد داوطلبۍ ته نه وو غوښتل شوي.

دغه شرکت هم څارنوالۍ ته په يو غوښتنپاڼه کې ليکلي:” نوموړې اداره د خپلې شخصي ګټې په نظر نيولو سره له څو کلونو را په دېخوا د خپلې خوښې او نظر وړ له شرکت سره د دولت ګټې په ضد سازښت په پټه د افر پرانيستې غونډه دايره کړې او قرارداد په لوړ قيمت طی مراحل او منظور شوی دی.”

دغه شرکتونه وايي، دوی د پټرول او ډېزلو لپاره خپل افرونه يا وړانديزونه هم چمتو کړي و چې د بازار نرخ او ماليې ته په کتو يې نرخونه هم ټاکلي وو خو ښاروالۍ ورته خبر ورنه کړ.

د ځلاند خپلواک وطن لوجستيکي او خدماتي شرکت وړانديزپاڼه چې پژواک ترلاسه کړې، په کې ۳۸.۵ افغانۍ پټرول او ۳۸ افغانۍ د ډېزلو نرخ ورکړل شوی دی.

د څارنوالۍ له لوري د مسوولينو جلب

پژواک خبري اژانس د ننګرهار استناف څارنوالۍ يو د جلب قرار هم تر لاسه کړی چې په کې د ننګرهار له پوليسو څخه، څارنوالۍ ته د پخواني سرپرست ښاروال روح الامين حسن او د ښاروالۍ د قراردادونو د مديريت مسوولينو د جلب په برخه کې د اجرااتو غوښتنه شوې ده.

د ننګرهار د استيناف څارنوالۍ رييس پوهيالي محمد عارف مبشر هم پژواک ته ومنله چې ياده قضيه دوی ته راغلې او تر تعقيب لاندې ده.

د خلکو نيوکې

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي، په ولايتي شورا او ولسي جرګه کې د دغه ولایت د خلکو استازي نيوکه کوي چې دلته د ډېرو ادارو قراردادونه همداسې په پټه ترسره کېږي.

د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال اجمل عمر پژواک اژانس ته وويل، دوی ته يادو شرکتونو شکايت کړی و چې دوی دغه قضیه ولايت مقام او بيا د هغوی له طريقه څارنوالۍ ته لېږلې ده.

خو نوموړی نيوکه کوي چې ستونزه ټوله له مرکز څخه ده؛ ځکه روح الامين حسن د ۱۱ مياشتو لپاره دلته سرپرست پاتې شوی و چې په دې موده کې يې ځينې نورې تختۍ هم کړې دي.

د ملي يووالي مدني ټولنې مرستيال عبدالرحمن معاون وايي، قراردادونه زياتره زورواکي کوي، برخې ورکوي او زياتره يې په شخصي حويليو او د شپې له خوا ترسره کېږي چې اصلي مستحق کسان ترې نه خبرېږي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی عبداالرووف شپون هم نيوکه کوي چې په افغانستان کې ډېری چارواکي دندې ته ژمنتيا نه لري او يوازې د خپلو شخصي ګټو لپاره کار کوي او که د دغه اختلاس په اړه راپور ورسره شريک شي، نو حتماً به په ولسي جرګه کې پرې بحث وکړي.

د ښاروالۍ او قراردادي شرکت غبرګون

پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د جلال اباد ښاروالۍ د پخواني سرپرست ښاروال روح الامين حسن نظر هم له ځان سره ولري، خو ورسره په اړيکه نيولو کې بريالی نه شو.

دغه راز پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د جلال اباد ښاروالۍ د مسوولينو نظر هم واخلي خو هغوی په دې تړاو له څه ويلو په دې پلمه ډډه وکړه چې دوی نوي راغلي او قرارداد پخوانيو مسوولينو کړی دی.

خو د عمر سبحان لوجستيکي شرکت مشر رحمن الله دولتزي پژواک اژانس ته وويل چې دغه قرارداد د يوې ورځې لپاره نه دی شوی، يو کلن دی او د کال په اوږدو کې د تېلو نرخ ثابت نه پاتې کېږي.

هغه دا هم وويل چې دوی ته پيسې هم ژر نه ورکول کېږي او د تېر کال ۲۵ میليونه افغانۍ هم پرې پاتې دي نو ځکه يې قرارداد په لوړه بيه کړی دی.

د ولايتي مسوولينو غبرګون

د ننګرهار پخوانی مرستيال والي تميم عارف مومند چې دغه قرارداد يې منظور کړی وايي، قرارداد ځکه په لوړه بيه شوی چې دغه يو کلن قرارداد دی او د کال په اوږدو کې د تېلو نرخ کله لوړ او کله ټيټېږي.

هغه پژواک ته وويل، بله ستونزه دا ده چې شرکت بايد په دغه نرخ کې درې سلنه ماليه هم ورکړي او شل سلنه د مستوفيت ټيکس چې هغه هم په دې نرخ کې حسابېږي؛ نو ځکه قراراداد په لوړه بيه شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې ولايتي ادارې د دې موضوع په اړه څېړنې پيل کړې چې ډېر ژر به يې پايلې له خلکو سره شريکې شي.

جلال اباد ښاروالي په داسې حال کې د تېلو دغه قرارداد په لوړ بیه کړی چې همدا تېر کال دا اداره له بازار او شرکتونو څخه ۴۲۵ ميليونه افغانۍ پوروړې ده.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په  مالي مرسته دا پور برابر کړی دی.

Visits: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.