ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان میرمنې او کرکټ

افغانستان د هغو هېوادونو څخه دی چې په ډېرو برخو کې یې د میرمنو د کار او فعالیت زمینه محدوده او یا هیڅ نشته. د افغان میرمنو د پرمختګ په مخ کې ډېر خنډونه موجود دي چې یو یې هم د ښځې د کلیمې د مانا او مفهوم دقیق تفسیر نشتون والی دی او همدارنګه دا فکر چې ښځه باید یوازې د کور میرمن، ډاکټره او ښوونکې واوسي له هغې پرته نور څه نشي ترسره کولای.

ورزش یا سپورټ له هغو فعالیتونو څخه دی چې هېواد کې یې د ښځو شمیر ډېر کم یا حتا په نشت کې حساب دی. دې برخې او مسلک ته کمې میرمنې زړه ښه کوي او بیا یې له بې شمیرو ستونزو سره پر مخ وړي.

نن سبا په نړیواله کچې د افغانستان د کرکټ ټیم د پیژندل شويو ټیمونو څخه دی چې د هلکانو او نرانو سربیره په افغانستان کې ګڼ شمېر میرمنې هم د دې لوبې سره مینه لري او لیواله دي چې یوه ورځ دوی هم د خپلو وروڼو په شان همدې لوبه کې ولوبېږي او ویاړ راوړي.

ډېر خلک د کرکټ لوبه په یو خاص قوم پورې منسوبوي چې په حقیقت کې داسې نه ده؛ خو دې چارې د پښتنو میرمنو ګډون د کرکټ په لوبو کې هم خنډ جوړ کړی چې په اسانۍ په دې لوبه کې نه شي لوبیدلی او زړه نه ورته ښه کوي.

باور دا دی چې ورزش د انسان د سلامتیا لپاره اړین دی او له ګڼو مرضونو څخه یې ساتي. که چېرې یوه میرمن د ورزش په ډګر کې په سمبول بدله شي؛ نو ایا نورې میرمنې به په کورونو کې د خپل صحت او سلامتیا لپاره په ورزش پیل ونکړي؟ که چېرې ورزش د هر انسان (نر او ښځې) د صحت لپاره ګټور دی، نو بیا ولې موږ ته د خپلو میرمنو صحت او ژوند ننګ او غیرت ښکاري؟  

له دوو لسیزو را پدېخوا په افغانستان کې د میرمنو د کرکټ شتون لري او لا میرمنې په دې برخه کې سره له ټولو ستونزو ګډون کوي؛ خو هیچا یې په اړه تر اوسه نه مطالعه وکړه او نه یې هم کوم ملاتړ پیدا کړ.

د کورنۍ، خلکو، رسنیو، دولت او نړیوالو ټولنو نه ملاتړ، دې برخې ته د دولت او رسنیو پام نه کول او همدا ډول سنتي ټولنه د هغو ستونزو له ډلې دي چې نن د میرمنو کرکټ نه یوازې پرمختګ نه دی کړی، بلکې همدا ستونزې یې خنډ هم ګرځيدلې او ډېرو پیغلو پر خپلو خوبونو او هیلو خاورې وشیندې.

خو نن بیا هم سره له ټولو ستونزو، پیغلې او کورنۍ دا جرات کوي چې راووځي او د میرمنو کرکټ ژوندی وساتي او په دې هیله خپلو هڅو ته دوام ورکړې چې یوه ورځ به د راشد خان، نبي عیسی خیل او نورو تکړه لوبغاړو غوندې یوه تکړه میرمن لوبغاړې ولرو. د دوی کورنۍ د خپلو لورګانو د خوبونو لپاره دوی ته اجازه ورکوي او په پوره هوډ او همت د دوی څخه ملاتړ کوي چې دا د ډېرې خوښۍ ځای دی.

د کرکټ دا لوبغاړې به یو ورځ خپلو هیلو ته رسېږي او د هېواد نوم او بیرغ به په نړۍ کې لوړ کړي او نړۍ ته به وښيي چې افغانستان د ملالې غوندې پیغلې لري او په نوم به یې هر انسان او هر افغان ویاړ کوي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Hits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.