ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينه: دوحې ته د خلیلزاد د سفر موخه د طرزالعمل په اړه د اختلافي موضوعاتو هواری دی

سرچينه: دوحې ته د خلیلزاد د سفر موخه د طرزالعمل په اړه د اختلافي موضوعاتو هواری دی

author avatar
31 Oct 2020 - 15:34
سرچينه: دوحې ته د خلیلزاد د سفر موخه د طرزالعمل په اړه د اختلافي موضوعاتو هواری دی
author avatar
31 Oct 2020 - 15:34

کابل (پژواک، ١٠ لړم ۹۹): په قطر کې یوه باوري سرچینه وایي چې دوحې ته د زلمي خلیلزاد د راتګ هدف د سولې خبرو د طرزالعمل په اړه د رامنځته شوي اختلاف د ژر حل او د خبرو اجنډا ته داخلېدل دي.

یادې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم يې واخیستل شي، د لړم په ۱۰مه پژواک اژانس ته وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تېرې چهارشنبې په ورځ دوحې ته راغلی، له طالبانو، قطري چارواکو او د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي له يوشمېر استازو سره د سولې د پیل شوو خبرو په اړه خبرې کړې دې.

سرچینه وایي چې خلیلزاد په دغو ليدنو کې له طالبانو او دولتي پلاوي هیله کړې چې د سولې خبرو د طرزالعمل د ځینو مادو په اړه رامنځته شوی اختلاف ژر حل کړي، څو د خبرو اجنډا ته داخل او د سولې د اصلي خبرو په اړه بحث پیل شي.

هغه زیاته کړه چې خلیلزاد به دوه ورځې نور هم په دوحه کې وي او بیا ټاکل شوې چې ازبکستان ته ولاړ شي.

له تېرو دوو ورځو راهیسې داسې ویل کېږي چې قطر ته تازه د درېيمګړي رول ورکړل شوی، خو یادې سرچینې وویل چې د درېيمګړي نه، بلکې د تسهیل کوونکي رول په اړه خبرې شوې دي.

دغې سرچینې په دې برخه کې د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې قطري تسهیل کوونکی ټېم حق نه لري چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو د خبرو خونې ته ورشي، خو د پلاوي غړي کولی شي چې د خبرو پر مهال د اختلاف او یا سختوالي پر مهال د دغه تسهیل کوونکي ټېم ځای ته د سلا مشورو په موخه ورشي او په دې برخه کې د مرستې کولو غوښتنه ترې وکړي.

د دولت مرکچي پلاوي يوه غړي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته تاييد کړه چې د دوى د مرکچي پلاوي يو شمېرغړو له خليلزاد سره ليدلي او دوى له هغه سره د تېرو پنځوس ورځو خپل کاري ګزارش چې ولې کار مخې ته نه ځي، څه مشکلات وو، شريک کړ او له خليلزاده يې په دې برخه کې مرسته وغوښته چې د اوربند يا د تاوتريخوالي د کمښت په برخه کې همکاري وکړي.

یادې سرچينې دا هم تاييد کړه چې قطر ته د تسهيل کوونکي د رول ورکولو موضوع شته، خو د درېيمګړي موضوع حقيقت نه لري؛ ځکه چې درېيمګړى خو بيا واک اخلي او د پرېکړې صلاحيت پيدا کوي.

هغه وايي چې لا هم د تسهيل کوونکي په اړه دواړه لوري (د افغانستان دولت او طالبان) توافق ته نه دي رسېدلي، خو ډېر امکانات شته چې توافق ته ورسېږي.

منبع وايي، که قطر د تسهيل کوونکي په توګه ومنل شي، نو تسهيل کوونکي غړي به د دواړو لورو د مجلسونو له خونې بهر ناست وي، دوى د مجلس په خونه کې د کېناستو حق نه لري، د نظر ورکولو حق نه لري، د مداخلې حق نه لري او د پرېکړې کولو حق نه لري.

سرچينه وايي: ((لا هم د خبرو طرزالعمل نه دى نهايي شوى او کار ته اړتيا لري، هغه څه چې موږ يې ليکو او طالبانو ته يې ور لېږو، هغوى يې نه مني، هغه څه چې هغوى ليکي او موږ ته يې رالېږي موږ يې نه منو.))

خو د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکتر نعيم وردګ نن ويلي چې په بين الافغاني مذاکراتو کې د منځګړي په حيث څوک نشته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.