کابل (پژواک، ١١ لړم ٩٩) : ولسمشر اشرف غني د هرات والي ته سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره د هرات د مصلى د پنځم منار د وضعیت ارزونه وکړي او د بیارغونې لپاره دې ترتیبات ونیول شي.
له ارګ څخه د لړم په ١١مه، پژواک اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني نن د هرات مصلی پنځم منار د بیارغونې په اړه د هرات والي عبدالوحيد قتالي سره ټيلېفوني خبرې وکړې.
سرچينې زياته کړې، ولسمشر د هرات والي ته لارښوونه وکړه چې یو تخنیکي ګروپ دې ژر تر ژره د مصلی پنځم منار د وضعیت ارزونه وکړي او د بیارغونې لپاره دې ترتیبات ونیول شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د هرات والي سید عبدالوحید قتالي ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ چې د یاد څلي د بیارغونې په موخه به د ترسره کېدونکې ارزونې موندنې او پایله د ولسمشرۍ ماڼۍ مقام سره شریکه کړي.
د یادونې ده چې د هرات مصلی منارونه د تیموریانو په دوره کې جوړ شوي او د طبیعي پېښو له امله د پنځم منار وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی چې د ولسمشر په لارښوونه به یې حکومت د بیارغونې اقدامات کوي.
د هرات ځايي مسوولين وايي، په مصلی کې پنځه مناره دي چې د تیموریانو په وخت کې جوړ شوي، خو د یوه منار وضعیت ښه نه و او کوږ شوی او د رالوېدو له ګواښ سره مخامخ دی.
په ۱۳۹۸ لمريز کال کې د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې په هرات کې د مصلی او د ګوهرشاد ګنبد جوړوي. د دې تاریخي ځایونو جوړونه د جمهوري ریاست د عملیاتو او پراختیايي ادارې په غاړه اخیستې ده.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، اوسمهال د دې ولایت د مصلی پر ځینو برخو کار روان دی.
د شاهرخ میرزا (د امیر تیمور زوی، د تیموریانو دورې د یوه پاچا) مېرمن ګوهرشاد بېګم د سیمې یوه له مشهورو ښځو څخه ده.
د افغانستان په هرات کې د ګوهرشاد منار او د ایران په مشهد کې د امام رضا (د شیعه ګانو اتم امام) زیارت ترڅنګ د ګوهرشاد جومات د دې له لویو یادګارونو دي.
د جګړو په وخت کې د هرات مصلی ویجاړه شوه او یوازې څلور ګنبدونه یې پاتې شول چې هغه هم سخت زیانمن شوي.
د شارخ میرزا مېرمنې ګوهرشاد بېګم قبر هم د هرات د مصلی خواته دی. دا ګنبدونه د تیموریانو د وخت له مهمو معماریو حسابېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن