ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت په سوېلي ولايتونو کې د لسګونو طالبانو د وژلو خبر ورکړ

حکومت په سوېلي ولايتونو کې د لسګونو طالبانو د وژلو خبر ورکړ

author avatar
1 Nov 2020 - 14:58
حکومت په سوېلي ولايتونو کې د لسګونو طالبانو د وژلو خبر ورکړ
author avatar
1 Nov 2020 - 14:58

کندهار (پژواک، ١١ لړم ٩٩) : امنيتي مسوولينو د هېواد په سوېلي ولايتونو کې د ځمکنيو او هوايي عملياتو پر مهال د لسګونو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړى دى.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال تادين خان وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کي د ژېړۍ ولسوالۍ په نهر کارېز سیمه کي ٢٧ وسله وال طالبان په هوايي بريدونو او ځمکنيو عملياتو کې وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.

هغه زياته کړې، بلخوا د ارغنداب ولسوالۍ د کوهک او ناګهان په سیمو کي هم د افغان امنیتي ځواکونو د هوايي عملياتو پر مهال ٦٤ وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٠ تنه يې ټپيان دي.

تادين خان ويلي، په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري وسله والو طالبانو ته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړل شوی، چې پر مهال يې ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

بلخوا په هلمند ولايت کې د ميوند قول اردو وايي چې د ولايت مرکز لښکرګاه اړوند بشران سيمه کې ۱۰  وسله وال طالبان وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې دغو طالبانو پر امنيتي پوستو د ډله ییزو بريدونو پلان درلود، چې دولتي ځواکونو پرې عمليات ترسره کړل.

بلخوا د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي چې د اروزګان ولایت په هراوود او ګیزاب ولسوالیو کې یې پر طالب وسله والو هغه مهال هوايي بریدونه کړي چې کله طالبانو پر دولتي ځواکونو بریدونه وکړل چې په پایله کې يې ۱۲ طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي.

د يادو عملياتو په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.