ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي روغې جوړې شورا مرستيال حاجي دين محمد له يوه وسله وال بريده روغ وتلى دى

د ملي روغې جوړې شورا مرستيال حاجي دين محمد له يوه وسله وال بريده روغ وتلى دى

author avatar
1 Nov 2020 - 10:47
د ملي روغې جوړې شورا مرستيال حاجي دين محمد له يوه وسله وال بريده روغ وتلى دى
author avatar
1 Nov 2020 - 10:47

کابل (پژواک، ١١ لړم ٩٩) : د ملي روغې جوړې شورا مرستيال حاجي دين محمد له يوه وسله وال بريده روغ وتلى، خو د هغه يو ساتونکى وژل شوى دى.

د حاجي دين محمد وراره او د ننګرهار د ولايتي شورا غړي عبدالقهار قدير په فيسبوک کې ليکلي چې دا بريد پرون مازيګر ناوخته د کابل- جلال اباد پر لويه لاره د سروبي په ورېښمين تنګي کې شوى دى.

هغه زياته کړه، چې له دې وسله وال بريده حاجي دين محمد روغ وتلى، خو له بده مرغه يو ساتونکى يې وژل شوى او بل ساتونکى يې ټپي شوى دى.

د يادونې ده چې حاجي دين محمد تر دې مخکې د سولې شورا غړى او له هغه مخکې د ننګرهار د والي په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.