ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار والي: د پچير اګام ولسوالۍ خلکو امنيت راوستى، خو کار ورته نه دى شوى

د ننګرهار والي: د پچير اګام ولسوالۍ خلکو امنيت راوستى، خو کار ورته نه دى شوى

author avatar
1 Nov 2020 - 17:08
د ننګرهار والي: د پچير اګام ولسوالۍ خلکو امنيت راوستى، خو کار ورته نه دى شوى
author avatar
1 Nov 2020 - 17:08

جلال اباد (پژواک، ۱۱ لړم ۹۹): د ننګرهار ولايت د پچيراګام ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، خپلې سيمې يې په خپله امن کړي، خو شکايت کوي چې ولايتي اداره ورته پاملرنه نه کوي.

دوی وايي، د داعش پر وړاندې يې پاڅون وکړ، وسله واله مبارزه يې پيل کړه خو تراوسه يې دغلته د بيارغونې پروژې ونه ليدلې او نه هم ورسره په نورو برخو کې همکاري شوې ده.

بلخوا د ننګرهار والي او نورو چارواکو دغې ولسوالۍ ته د سفر پرمهال له ځايي خلکو سره ژمنه وکړه چې د امکاناتو په نظر کې نيولو به ورسره مرستې کوي او دغه راز د بيارغونې پروژو کې به ورته ځانګړې پاملرنه کېږي.

د ننګرهار والي او نورو مسوولينو د لړم په ۱۱مه پچيراګام ولسوالۍ ته سفر کړی و چې هلته د خلکو ستونزې واوري او په اړه يې د حل ډاډ ورکړي.

په يوه ولسي غونډه کې خلکو شکايت وکړ چې حکومت سره په ګډه همکارۍ يې سیمې امن کړي، خو د ابادۍ او اسانتیاوو برابرولو برخه کې ورسره چارواکو په کړو ژمنو عمل نه دی کړی.

د پچيراګام ولسوالۍ قومي مشر ملک سيد ګلاب وويل چې پچیراګام په ډېرو برخو کې د حکومت مرستې ته اړتيا لري او وایي، د دې ولسوالۍ له طبعي زېرمو دې ګټه واخیستل شي او د معارف، روغتیا او ټولګټو پروژو په برخو کې دې ورته پاملرنه وکړي.

دغه راز بل قومي مشر ملک شاه ولي وويل، ولس قرباني ورکړه خو حکومت او په ځانګړې توګه ولايتي ادارې ورته پوره پاملرنه ونه کړه.

دی زياتوي: ((اوس هم زموږ سړکونه خراب دي، کلينيکونه زياتره يې غير فعال دي، ښوونځي ودانۍ نه لري، نورې رغنيزې پروژې نشته، که ځوانان همداسې بې روزګاره پاتې شي نو اخر به له مجبورۍ وسله والو ته ځان رسوي او بيا به دا ولسوالۍ نا امن کېږي؛ نو غوښتنه مو دا ده چې موږ ته د کار پيدا کولو، تعليم، صحت او نورو برخو کې مرستې وکړئ.))

د غونډې برخوالو نیوکه وکړه چې تېر کې هم ډېر کله چارواکي ورغلي او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړی خو وایي، هغه شان چې په کار وه مرسته یې نه ده کړې.

هغوى وویل، حکومت دې دوى په تشو ژمنو نه تېرباسي او هغه ستونزې دې ورحل کړي چې دا اوس ورسره لاس او ګریوان دي.

د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل هم مني، چې تېر کې دې ولسوالۍ ته پام نه دی شوی خو زياته يې کړه، هغه امکانات چې حکومت يې لري په مرسته به یې په دغې ولسوالۍ کې ټولګټې پروژې پلې شي.

امرخېل له خلکو وغوښتل، چې د سیمو د امن ساتلو په برخه کې دې له حکومت سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.