ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشرغني ديوشمېر ادارو د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې د طرحو څرنګوالی وارزاوه

ولسمشرغني ديوشمېر ادارو د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې د طرحو څرنګوالی وارزاوه

author avatar
1 Nov 2020 - 17:56
ولسمشرغني ديوشمېر ادارو د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې د طرحو څرنګوالی وارزاوه
author avatar
1 Nov 2020 - 17:56

کابل (پژواک، ١١ لړم ٩٩) : ولسمشر غني د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجې طرحې د څرنګوالي او وړاندیزونو په اړه له یو شمېر وزارتونو او خپلواکو ادارو سره خبرې وکړې.

له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له  غرمې مخکې په جلا غونډو کې په دې اړه له یو شمېر وزارتونو او خپلواکو ادارو سره خبرې وکړې.

سرچينه وايي چې د فواید عامې وزارت، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت، ملي دفاع وزارت، برېښنا شرکت، باختر افغان الوتنې شرکت او د مالیې وزارت مسوولینو د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجې د تخصیص او خپلو برنامو په اړه طرحې او راپورونه ولسمشر  ته وړاندې کړل.

ولسمشر  وویل، د فواید عامې وزارت باید د ساختماني پروژو د ښه تطبیق لپاره ظرفیتونه پیدا او یاد وزارت دې خپل اصلي مسوولیت ته چې د لویو ملي پروژو عملي کول دي، ور وګرځي او د افغانستان حلقوي سړک، د غور سړک او جلال اباد سړک ته دې لومړیتوب ورکړل شي .

هغه یاد وزارت ته لارښوونه وکړه چې لویې ملي پروژې باید د یو څو شرکتونو له انحصار څخه چې په کارونو کې پاتې راغلي، د شفافیت تضمین نه شي ورکولی او د خلکو پیسې یې ضایع کړي، واېستل شي او محروم دې شي.

ولسمشر وویل، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت ټول تمرکز باید په کور جوړولو، د پنځو لویو ښارونو د انکشافي پلان په عملي کولو او د کیفیت ښه کېدو لپاره په ولایتونو کې د خپلو ریاستونو په ارزونې وي چې د بودجې په لګښت کې اغېز نور هم زیات شي.

ده  ټینګار  وکړ چې برېښنا شرکت باید د امنیتي او دفاعي ځواکونو تاسیساتو ته د اړتیا وړ برېښنا په اړه چې څنګه او کله یې برابرولی شي، له ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره یوه طرحه شریکه کړي.  

ولسمشر په ټینګار سره وویل، دولتي بنسټونه باید په باختر افغان الوتنې شرکت پانګونه وکړي.

محمداشرف غني د عوایدو راټولولو او په ګمرکونو کې د عوایدو د ضایع کېدو مخنیوي او فساد سره د جدي مبارزې په اړه مالیې وزارت ته لازمې لارښوونې او د سیستمونو د اصلاح کولوټینګار وکړ.

ولسمشر په پای کې وویل، د عوایدو د زیاتوالي او د ځان بسیاینې لپاره دې د کانونو امنیت او د هوایي ډګرونو عوایدو او صنعتي پارکونو ته جدي پاملرنه  او په ولایتونو کې د انکشافي زونونو په تاسیساتو اساسي کار وشي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.