ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نيمروز کې د رضاکارو ځوانانو له خوا د کرونا په اړه د پوهاوي پروګرام پیلیږي

په نيمروز کې د رضاکارو ځوانانو له خوا د کرونا په اړه د پوهاوي پروګرام پیلیږي

author avatar
1 Nov 2020 - 15:41
په نيمروز کې د رضاکارو ځوانانو له خوا د کرونا په اړه د پوهاوي پروګرام پیلیږي
author avatar
1 Nov 2020 - 15:41

زرنج (پژواک، ١١ لړم ٩٩): په نیمروز کې سلګونو رضاکارو ځوانانو چې د کرونا ويروس د خپرېدو پرمهال یې د دغه ویروس په اړه خلکو ته پوهای ورکړی و، یو ځل بیا د پوهاوي دغه پروګرام پیلوي.

دغه رضاکاران چې شمېر یې ۷۲۷ (۴۱۰ نارينه او ۳۱۷ مېرمنو) ته رسیږي، په نیمروز کې د افغاني سرې میاشتې د ټولنې غړي دي.

د یادولو ده چې په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو په لومړي پړاو کې، دوی په څلور کسیزو ګروپونو وېشل شوي وو، کلیو او د نیمروز ولسوالیو ته تلل، د دې ترڅنګ چې خلکو ته به یې د هغوی د کورونو په دروازو کې د کرونا ویروس په اړه او له هغه څخه د مخنیوي د لارو چارو او نورو اړوند مسایلو په اړه معلومات ورکول، یوه اندازه مکروب ضد توکي او صابون یې هم ورته وېشه.

د قرنطین دورې له پای ته رسېدو او د دغه ویروس د مثبتو پېښو له را کمېدو سره، د یاد ویروس په اړه د دغو ځوانانو د پوهاوي پروګرام هم پای ته ورسېد.

خو هغوی وایي چې اوس هوا سړه شوې او د دغه ویروس د دویمې څپې خطر موجود دی، دوی چمتو دي څو د پوهاوي پروګرام له سر پیل کړي.

په نیمروز کې د دغو رضاکارانو له ډلې د محمود په نوم يو کس پژواک خبري اژانس ته وویل: «په لومړي پړاو کې چې کرونا خپره شوې وه، د خلکو دروازو ته ورتلو، سلګونو کسانو ته مو د کرونا او د  ګواښونو په اړه يې پوهاوی ورکاوه، د عامې روغتیا سپارښتنې مو ورته تشريح کولې او یو څه د مکروب ضد توکي مو هم ورته وېشل، ډېر خوښ وم چې په دغه ډول پروګرام کې مې ګډون درلود.»

هغه زیاته کړه چې اوس هوا سړه شوې او د افغانستان په ګډون په یوشمېر هېوادونو کې د کرونا ويروس مثبتې پېښې ډېرې شوې دي، باید د پوهاي پروګرامونه پیل شي.

نوموړي وویل چې له همکارانو سره یې چمتو دی چې بیا د پوهاوي پروګرامونه پیل کړي او د دغه ويروس ګواښونو ته د خلکو پام ور واړوي.

هغه په نیمروز او نورو ولایتونو کې له نورو ځوانانو وغوښتل چې په دغه ډول رضاکارانه پروګرامونو کې برخه واخلي او خلک دې د کرونا وېروس له ګواښونو خبر کړي.

د نیمروز ولایت یوه بل رضا کار محمد ظریف یوسف زي وویل: «کله چې په نیمروز کې د کرونا څپې خپرې شوې، ما خپله او نورو ښځو او نارينه وو د زرنج ښار په مرکز کې د ولسوالیو په ګډون په ډېرو لرې پرتو کلیو کې خلکو ته پوهاوی ورکړ؛ څو خلک لومړني او لازم تدابیر په سم ډول ترسره کړي.»  

هغه چې د کرونا د دویمې څپې په اړه اندېښنه وښوده، وویل چې تیار دی له نورو همکارانو سره یو ځل بیا د دغه ولایت تر ټولو لرې کلیو او ولسوالیو ته لاړ شوي او خلکو ته د دغه ویروس د ګواښونو په اړه پوهاوی ورکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د کرونا ویروس له خپرېدو تر مخه یې هم په رضاکارانه کارونو لکه د طبیعي پېښو پر مهال له ټپیانو سره مرسته، له سېلاب ځپلو سره مرسته او نورو کې هم برخه اخیستې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.