هرات ښار (پژواک، ١١ لړم ٩٩): په هرات ښار کې په یوه امنیتي پوسته کې د چاودنې له امله درې پولیس وژل شوي او د یوه ملکي کس په ګډون دوه تنه ټپیان دي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزي د لړم په ١١مه پژواک ته وویل، یاده چاودنه نن سهار د هرات ښار اړوند پایان اب سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، په دې چاودنه کې درې پولیس وژل شوي او دوه کسان ټپیان دي، چې ټپیان د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده ددې پېښې په تایید پژواک ته وویل، نن سهار شپږ بجې د هرات ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند «پایان اب» سیمه کې په يوه امنیتي پوسته کې د چاودنې له امله درې پولیس وژل شوي او د یوه ملکي وګړي په ګډون دوه کسان ټپیان دي.
هغه زیاته کړه، سیمې ته کشفي او استخباراتي سرتېري لېږل شوي او د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.
نوموړي د چاودنې د نوعیت په اړه جزيیات نه دي ورکړي.
په ورته وخت کې عیني شاهدان وايي، چاودنه دومره قوي وه چې امنیتي پوسته یې په بشپړ ډول ویجاړه کړې ده.
د فهیم په نوم د سیمې یوه اوسېدونکي پژواک ته وویل، د قوي چاودنې له امله په یاده سیمه کې د ټولو کورونو ښيښې ماتې شوې دي.
د یادې چاودنې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن