ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د شیخ زاید روغتون د ناروغانو پایوازان د روغتون په انګړ کې شپې تېروي

کابل کې د شیخ زاید روغتون د ناروغانو پایوازان د روغتون په انګړ کې شپې تېروي

author avatar
1 Nov 2020 - 19:01
کابل کې د شیخ زاید روغتون د ناروغانو پایوازان د روغتون په انګړ کې شپې تېروي
author avatar
1 Nov 2020 - 19:01

کابل(پژواک،۱۱ لړم ۹۹): په کابل کې د شیخ زاید دولتي روغتون د ناروغانو د پایوازانو پاتې کېدو لپاره دوه ۴۰ کسیزه خونې لري، خو په دغه روغتون کې د ناروغانو ځیني پايوازان وايي چې دوی د روغتون په انګړ کې شپې تېروي.

د شیخ زاید روغتون یوې باوري سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه روغتون د پایوازانو لپاره دوه خونې لري چې یوه یې د نارینو او بله یې د ښځینو ده خو له دوه، درېیو میاشتو راهیسې په دې پلمه تړل شوې دي چې د عامې روغتیا وزیر یې پرانیستې ته ورځي.

دی وايي، له دغې مودې وړاندې پایوازانو له یادو خونو ګټه اخیسته، خو له بیارغونې وروسته د بیا پرانیستې لپاره چې ګواکې وزیر ورځي تړل شوې دي او پایوازان په دې یخه هوا کې د روغتون په انګړ کې اوسیږي.

په دغه روغتون کې د یوه ناروغ پايواز محمد نن د (لړم په ۱۱مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې له دوو ورځو راهیسې یې دغه روغتون ته ناروغ راوستلی او ده ورته یوه شپه د روغتون په جومات کې تېره کړې ده.

دی وايي:"له پایواز خونې هيڅ خبر نه یم چې دا روغتون پایوازخونه لري؛ تېره شپه مې یو څو نفره ولیدل چې بیرون یې شپه وه؛ زه چې تېره شپه په جومات کې وم زما یخ وشو، نو هغوی به څنګه شپه تېره کړې وي."

د روغتون یوې صفاکارې وویل، دا روغتون د ښځینه پايوازانو لپاره ځای نه لري چې شپه په کې تېره کړي.

هغه وايي چې له یوې خوا یخې هوا خلک له ستونزو سره مخ کړي او له بلې خوا د شیخ زاید روغتون پايوازان بیرون شپې سبا کوي.

د پژواک خبریال له دغې صفا کارې وپوښتل چې ولې د پايوازانو لپاره جوړې شوې پایوازخونې نه پرانیستل کېږي؟ دې وویل چې دا ستونزه باید روغتیا وزارت حل کړي.

د دغه روغتون د مسوولینو له خوا د پژواک کامرې ته اجازه ورنه کړل شوه، ترڅو روغتون کې د پايوازانو د ځایونو انځورونه واخلي او له ځینو پايوازانو سره خبرې هم وکړي.

د پژواک خبریال هم نن ماښام له دغه روغتون څخه د لیدنې پر مهال لسګونه تنه ولیدل چې د روغتون په انګړ کې یې ځایونه د شپې تېرولو لپاره جوړ کړي وو.

پژواک د شیخ زاید روغتون له سرپرست رییس رحمت الله اوریاخېل سره اړیکه ټینګه کړه، خو هغه وویل چې د مرکو اخیستلو لپاره باید له وزارت څخه مکتوب ور وړل شي.

ده وویل چې د پایوازانو لپاره پايوازخونې پرانیستې دي، خو په اړه یې نور جزئیات ور نه کړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.