ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

واک؛ د افغان وینې او وژنې په ارزښت!

د غرمې شاوخوا ۱۱ بجې دي. کابل پوهنتون کې څو ډزې واورېدل شوې. ټولو ټولګیوالو فکر وکړ چې له پوهنتون بیرون نښته شوې. استاد وویل چې افغانستان دی، بیا به کوم ځای برید شوی وي. د هغه لا خبرې ختمې نه وې چې څو پرلپسې ډزونه بیا واورېدل شو. په ټولګي کې چغې شوې، وپوهېدو چې موږ هدف یو. خدای شته، کلیمې مو تېرې کړې؛ رنګونه مو والوتل. استاد د ټولګي د کړکۍ جالۍ په ګوتو وشکوله او بیرون یې ټوپ کړ. غږ یې کړ چې هلی ژر شئ، ځانونه را واچوئ. ملګرو نجونو ټولګیوالو ته وویل چې لومړې دې دوی ووځي. کومه یوه واوښته او کنه نور پر ځان نه یم پوهیدلی چې څه وشول. دا خبرې د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز د یوه زده کړیال دي چې له پېښې وروسته یې راته کېسه وکړه.

د دغه مرکز یوه استاد وویل، د مرکز د دروازې په کیڼ اړخ کې د ناستو تالار دروازې له لارې څو بریدګر راننوتل، لومړی یې یو ساتونکی وویشت او وروسته یې پر محصلینو ډزې وکړې. ان ځینو ټولګیو ته یې لاسي بمونه ور وغورځول چې په یوه ټولګي کې تر ۱۴ تنو پورې ووژل شول.

دغه ودانۍ له لرې نارې سوري وهي چې وحشت په کې شوی. موږ له ودانې د لیدنې پر مهال حس کړه چې په دغه ځای کې خدای له بریدګرو انسانیت اخیستی و. دېوالوانه سکور ګرځېدلي وو. یو خوا او بله خوا سوځېدلې کتابونه پراته وو. د هلکانو بکسو او د نجونو دستکولونو ته په کتو د قیامت ورځ سترګو ته نیغه را ولاړه وه.

جالبه دا وه چې په یوه ټولګي کې مخامخ په سپین دېوال، د لګېدلو مرمیو نښو ترڅنګ لیکل شوي و چې “شهادت وروستی وخت” او “امارت زنده باد”. اخوا له کړکې د اسلامي امارت سپین رنګه بیرغ چې لا الا الله محمد الرسول الله کلمه هم پرې وه، په وینو لت پت ځړېدلی و.

طالبانو په رسمي ډول په دغه پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي او داعش ډلې د دو بریګرو انځورونو خپرولو ترڅنګ ویلي چې یاده پېښه دوی پلان کړې وه. خو د ولسمشر دویم مرستیال امرالله صالح وايي چې د دغې پېښې مسوولین طالبان دي او پر هغوی نفرت استوي.

په دغسې پېښو کې ملامت او سلامت مهمه موضوع نه ده. پر کابل پوهنتون خونړی برید لومړی نه دی او نه هم ممکن وروستی وي. اصلي بحث د ګټو او نړیوال ته د خپلو حقوقي شخصیتونو باور ور ښودل دي خو د سولې روانو مذاکراتو په درشل کې په ځینو عادي مسایلو د طالبانو او حکومت ټینګار دا را جوتوي چې دوی د واک تندې اخیستې دي. ولس ته او هغوی ورځ تر بلې په خونړیو پېښو کې وژل کېږي؛ نه یې غږ څوک اوري او نه ورسره خواخوږي کېږي.

دواړه لوري هڅه کوي چې خپل تعقل خلکو ته په یو نا یو ډول څرګند کړي او وښيي چې دوی سولې ته ژمن دي خو خلک له دواړو خواوو تر سپږمو رسېدلي دي. اوس په دې هر څوک پوهېږي چې غوا توره او شیدې یې سپینې. افغانانو څلور لسیزې په بېلابېلو نومونو جګړې تجربه کړې. ډېرې لوړې او ژورې یې ولیدلې خو افسوس دا چې ولس بې چاره دی، په لاس کې هېڅ نه لري او حتی غږ یې خپ دی.

د هېڅ نظام پایښت د خلکو د وینې او وژنو په ارزښت منطقي نه دی او نه هم څوک ورته دیني او انساني توجیه ورکولی شي. جنګ مردود دی. خدای دې ورک کړي او د واکمنو په زړونو دې رب د ترحم اوبه وڅڅوي. موږ ته همدا دعا راپاتې، نور هر شی ظالمانو اخیستي او هڅه کوي چې بیا پر موږ واک وچلوي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Hits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.