ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا د ټاکنو په تړاو د افغانانو له مسخرو او شوخیو ډک پوسټونه

د امریکا د ټاکنو په تړاو د افغانانو له مسخرو او شوخیو ډک پوسټونه

author avatar
5 Nov 2020 - 16:25
د امریکا د ټاکنو په تړاو د افغانانو له مسخرو او شوخیو ډک پوسټونه
author avatar
5 Nov 2020 - 16:25

کابل (پژواک، ١٥ لړم ٩٩): يو شمېرافغانانو په ټولنيزو شبکو، په ځانګړې توګه فېسبوک کې د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه د سياسي تبصرو ترڅنګ د شوخۍ او مسخرو پوسټونه هم کړي دي.

د امريکا ولسمشرۍ ټاکنۍ د پخواني مرستیال ولسمشر جوبايډن او اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ پرون ترسره شوې خو د تمې خلاف يې د وروستيو پايلو اعلان ځنډېدلی دی.

د امريکا د ټاکنو د قوانينو له مخې، کوم کانديد چې له ٥٣٨ کالج رايو څخه ٢٧٠ ترلاسه کړې، هغه د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکى اعلانېږي، خو د راپورونو له مخې، بايډن ٢٦٣ او ټرمپ ٢١٤ رايې ګټلې دي.

ټرمپ د ټاکنو د پايلو په اړه لا له مخکې خپلې اندېښنې څرګندې کړې وې، په يو شمېر ولايتونو کې يې د رايو د بياشمېرنې غوښتنې ترڅنګ يې ويلي چې ډېر ژر به سترې محکمې ته مراجعه وکړي.

د امريکا په ټاکنو کې رامنځته شوو ستونزو ته په کتو کې يو شمېر افغانانو په ټولنيزو کې دا ټاکنې د افغانستان له تېرو ټاکنو سره پرتله کړې او يو شمېر له مسخرو او شوخیو ډک پوسټونه يې کړي دي.

د بشير غفارزي په نوم يوه کس فېسبوک کې د افغانستان تېرو ټاکنو ته په اشارې سره ليکلي چې ټرمپ به ډېر ژر په امريکا کې يو موازي حکومت اعلان کړي.

هغه زياته کړې: ((هغه به د لوړې جلا مراسم نيسي، خو بيا وروسته به د معاملې په صورت کې له بايډن سره ګډ حکومت جوړوي.))

خوشال بيا ليکلي، په امریکا کې د سپینې ماڼۍ کیلي له کلفورنیا سره ده، لکه دلته چې ننګرهار د ارګ کیلي ده. د کلفورنیا ایالت رایې جوبایډن ګټلې دي.

فيض الله ساپى ليکلي: ((د بهرنيو چارو وزير اتمر دې ورشي او امريکا کې دې څلور منزله حکومت جوړ کړي، امريکا خو موږ ته دوه منزله حکومت جوړ کړى دى.))

د يادونې ده، د ٢٠١٤ کال د افغانستان د ولسمشريز ټاکنو پر مهال د امريکا د هغه مهال د بهرنيو چارو وزير جان کيري کابل ته د سفر پر مهال شخړه هواره کړې وه.

د اسحق ايوبي په نوم يوه بل کس په فېسبوک کې ليکلي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشره هوا علم نورستان او د درالانشاء پخوانى رييس ضياءالحق امرخېل سره ټيلېفوني خبرې کړې او له دوى يې د جنجال په هوارولو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

په امريکا کې مېشت افغان عزت الله شمسزي د امريکا ټاکنيزو جنجالو ته په کتو په فېسبوک کې ليکلي: ((ګل مرجان يې نه مني، ټرمپ د شپې دوه نيمې بجې کنفرانس ورکړ، لکه چې د امريکا ټاکنې جنجالي شي، رسمي نتايج لا نه دي اعلان شوي خو دى وايي، ما انتخابات وګټل، نورې رايې دې نه شمېرل کېږي.))

صادق ترابزي د امريکا د ولسمشر ټرمپ او د هغه د مېرمنې منيلا ټرمپ د رایې اچونې مهال هغه عکس خپور کړى چې ټرمپ خپلې مېرمنې ته په ځير ځير ګوري.

هغه ليکلي: ((ټرمپ لکه پر خپله ښځه چې باور نه لري، چې رایه به ورکړي کنه.))

د سيداحمد شاه سادات په نوم بل افغان فېسبوک کې ليکلي، داسې ښکاري چه بایډن وګټله اما ټرمپ یې نه مني.
د پښتون لالا په نوم بل کس فېسبوک کې ليکلي: ((زموڔ خيراوې چې ټرمپ سره وي،
له ميلانيا ټرمپ به يې هم الله خلاص کړي دا خو لا سپينه ماڼۍ ده.))

ګڼ شمېر افغانانو د ټرمپ او بايډن د ټويټر فوټوشاپ شوي اکاونټونه جوړ کړي او د ټاکنو په تړاو يې په کې پوسټونه او کمېنټونه کړي دي.

د بايډن پر يوه فوټو شاپ شوي پوسټ کې ليکل شوي: ((که ولسمشر شوم، له طالبانو سره به کار لرم، هغوى د ټرمپ لپاره دعا ګانې کړې دي.))

بل کس بيا د ټرمپ له يوه فوټوشاپ شوي عکس سره خپل پوسټ کې ویلي: ((که د طالبانو دعاګانې راته قبولې نه شوې، ټول وژنم.))

دغه راز یوه بل کس بیا د ټرمپ له فوټوشاپ شوي عکس سره خپل پوسټ کې لیکلي: ((که ټوټه ټوټه هم شم، د ټاکنو پايلې نه منم.))

د ټرمپ په يو بل فوټوشاپ شوي پوسټ کې له افغانانو غوښتل چې د امريکا په ټاکنو کې دې لاسوهنې نه کوي.

يو شمېر افغانانو بيا د امريکا پر ولسمشرۍ ټاکنو سياسي تبصرې هم کړې دي.

د ولسمشر سلاکار شاه حسين مرتضوي په فېسبوک او ټويټر کې ليکلي چې د بايډن د بريا په صورت کې به د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى خپل کور ته ځي او د افغانستان په اړه د خپلو خاطرو کتاب ((د افغانستان د سولې ماموريت بنسټ) به ليکي.

نوموړي د دغه کس نوم نه دى په ډاګه کړى، خو هدف يې زلمى خليلزاد دى.

مرتضوي دغه راز زياته کړې چې په قطر کې د افغانستان مرکچي پلاوى به له فرصته په ګټې اخيستو بېرته په کابل کې له خپلو کورنيو سره يو ځاى شي.

هغه دغه راز ليکلي چې طالبان به په دوحه کې د مذاکراتو پر طرزالعمل فکر کوي.

د لغمان او فراه ولايتونو پخواني والي اصف ننګ ليکلي، د امریکا عمده پالیسۍ د نهادونو د پرېکړو پر اساس ترسره کېږي نو که هر څوک ریاست ته راځي، دریځ به یې له قانوني نهادونو تايیدېږي، مهمه دا ده چې جوبایډن به د ټرمپ نه، بلکې د امریکا د حکومتي سیستم دوام وي، نه نوی پيل.

هغه زياته کړې، د افغانستان د قضایاوو په هکله د ډیموکراتانو (جوبایډن) دریځ نسبتاً پر سنجیده گی، احتیاط، د بشری حقونو د رعایت او عاقبت اندېشې استوار دی، د ټرمپ بل تداوم کېدای شي ډېر متفاوت وي، کوم چې له انتخاباتو مخکې و، د افغانستان په هکله یې اکثریت دریځونه د انتخاباتي مصرف لپاره وو.

د سياسي چارو شنونکى مشتاق رحيم بيا د امريکا ټاکنو ته په اشارې سره يوه اوږده تبصره کړې ده.

هغه ليکلي، د امریکا لومړي ولسمشر جارج واشنګټن په ١٧٩٧ کې د خپلې کاري دورې د پای وینا کې ویلي وو، د یو ځانګړي ملت په مقابل کې کله هم دایمي دښمني مه پالئ او نه هم د نورو سره دایمي عاطفي اړیکه. د باندنۍ نړۍ له دایمي ملګرتیا څخه هم ځان لرې وساتئ.

د نجيب ننګيال په نوم يوه کس ليکلي: ((زموږ د ځينو کارپوهانو جنجال دا دی چې يا له خېټې غږېږي، يا هېڅ زحمت نه وباسي او په يوه سورس اکتفا کوي.‌ په ټاکنو کې د امريکا رسنۍ له يوې دوو پرته یې چې هغه هم ډېرې بې طرفه نه وې،‌ ټولې رسنيو د يوه نه يوه کانديد په ګټه کمپاين وکړ. د هماغه رسنيو تر تبليغاتو لاندې چې هر څوک راشي، غلط تحليل به ارايه کوي.))

هغه زياته کړې، پر دې ټولو حقيقتونو سربېره وخت راغلی چې د افغانستان حکومت د متحده ايالتونو پر وړاندې خپله ملي‌ ستراتيژي له ژورو بحثونو وروسته نهايي کړي او مالومې کرښې وټاکي. خپل اهداف واضح او د نتايجو لاسته راوړلو لپاره په موجودو لارو بحث وکړای شي.

د محبوب الله خان په نوم بل کس ليکلي، ټرمپ تصميم نيوونکی دی، ډراماتيک سياست کوي، ښايي افغان شخړې ته د حل په برخه کې جدي شي. بايډن بيا نرم مزاجه دی خو پر افغانانو ډېر باور نه لري، پاکستان ته ډېر ارزښت ورکوي.

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.