ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښاروال: ځينې کمپنۍ کابل ته د هېواد له شماله د ګاز د را انتقال مخه نیسي

9 Nov 2020 - 04:54
9 Nov 2020 - 04:54

کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۹۹): د کابل ښاروال وايي چې د افغانستان له طبیعي ګازه استفاده په کابل کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره یوه ګزینه ده، خو دغه طرحه ځکه نه ده عملي شوې چې د افغانستان د انرژیکي سیستم انحصاروونکو کمپنیو یې مخه نیولې ده.

دغه راز د کابل ښاروال په ښار کې د خپل سرو لوړپوړو ودانیو د قانوني کولو لپاره د طرحې جوړېدو ترڅنګ وویل، د لاسي پلورونکو د تنظیم مقرره یې جوړه کړې؛ ځکه اوس یوه کس د پیسو په مقابل کې پر لاسي پلورونکو تر ۱۰۰۰ کراچۍ وېشلې او ان یو شمېر چارواکو ته یې هم ګټه رسېږي.

مشرانو جرګې نن د کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوی او د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال عزت الله صدیقي د هوا د ککړتیا، خپلسرو لوړپوړو ودانیو جوړولو او په کابل کې د لاسي پلورونکو د شکایت په اړه دغې جرګې ته راغوښتي وو.

سلطانزوی وايي چې تر دې دمه د کابل ښاروالۍ د هوا د ککړتیا د مخنیوي مسوولیت نه لري؛ خو بیا یې هم اقدامات ترسره کړي چې ځینو لوړ پوړو ودانیو د سون توکو د فلتر کولو الې نصب کړې او یو شمېر نورو ته خبر ورکړل شوی څو دغه فلټرونه ولګوي.

د معلوماتو له مخې، د هغو څېړنو پر اساس چې په ۱۳۴۳ کال کې ترسره شوې، یوازې په جوزجان ولایت کې شاوخوا یو ميلیارد متر مکعب طبیعي ګاز شتون لري چې دا مهال د ۳۶  څاګانو له لارې د هغه استخراج دوام لري.

یوې سرچینې پژواک ته وویل چې په ټوله کې په جوزجان کې د نفتو ۱۳۶  څاګانې موجودې دي چې سل یې غیر فعالې دي او که د هغو پر استخراج پانګونه وشي، دغه ولایت کولای شي د افغانستان د طبیعي ګازو اړتیاوې پوره کړي.

سلطانزوی وویل: «د فلټرونو د نصب سربېره، د هوا له ککړتیا د مخنیوي لپاره باید له نورو ګزینو کار واخیستل شي او د لوګي کوونکو توکو لکه د ډبرو سکرو پر ځای د افغانستان له طبیعي ګازو ګټه اخیستل کولای شي له موږ سره د هوا د ککړ تیا په مخنیوي کې مرسته وکړي، کله چې د ولسي جرګې له لارې د خلکو په خدمت کې وم، یوه طرحه مې حکومت ته وړاندې کړه چې د ۳۰۰ میليونو ډالرو په پانګونه کولای شو د پایپ له لارې د افغانستان طبیعي ګاز له کابل سره ونښلوو؛ خو له بده مرغه چې زموږ د انرژۍ سیستم د څو کمپنیو په انحصار کې دی او دغه کار یې په ګټه نه و، د دغه کار مانع شول. موږ کافي طبیعي ګاز لرو چې کولای شي له موږ سره د هوا د ککړتیا په مخنیوي کې مرسته وکړي.»

سلطانزوی د کومې کمپنۍ نوم وانه خیست چې د هغه په خبره د یادې طرحې د عملي کولو پر وړاندې درېدلې ده.

هغه له ​​جرګې وغوښتل څو د قانون جوړوونکي بنسټ په توګه د هېواد له شماله کابل ته د طبیعي ګازو د لېږد پر طرحه کار وکړي او د عملي کولو لپاره یې حکومت ته وړاندې کړي څو د هېواد له طبیعي سرچینو په استفاده، په کابل ښار کې د ککړې هوا مخنیوی وشي.

د کابل ښاروال د دغه ښار په کچه د لاسي پلورونکو راټولولو په اړه وویل: «کراچۍ او لاسي پلورونکي له ښاره نه لرې کوو، یوازې نوعیت یې بدلوو، څو نه یوازې دا چې لاسي پلورونکي د ګڼې ګوڼې سبب نه شي، هغوی په ښار کې د ننه څوک ونه ځوروي.»

هغه زیاته کړه چې ښاروالۍ یوه مقرره جوړه کړې او د تصویب لپاره یې عدلیې وزارت ته لېږلی ده چې له مخې یې ټول لاسي پلورونکي او د کراچیو چلوونکي ثبت او بایومیټریک کېږي او هغوی ټول اړ دي چې د کار د جواز او دولت ته د مالیې ورکولو په بدل کې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

د نوموړي په ​​وینا، د دې مقررې له مخې ټولو لاسي پلورونکو ته په خپلو سیمو کې بې ټایرونو کراچۍ ورکول کېږي چې دغه ثابتې کراچۍ نه یوازې د ګڼې ګوڼې سبب نه شي، له یوه ځایه بل ځای ته هم انتقال نه شي.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، په کابل ښار کې داسې کسان شته چې ۱۰۰۰ کراچۍ یې لاسي پلورونکو ته وېشلې دي چې له هغو څخه ان یو شمېر «چارواکي» هم ګټه اخلي.

سلطانزوی زیاته کړه چې د دې مقررې په پلي کولو سره به د ښاروالۍ د عوایدو پر زیاتوالي سربېره، په ښار کې د ګڼې ګوڼې او لاسي پلورونکو له تیت او پرک کېدو هم مخه ونیول شي.

هغه په کابل ښار کې د خپلسرو لوړپورو ودانیو د ویجاړولو په اړه وویل: «څو چې امکان لري او زه په دې اداره کې شته یم، هڅه کوم قانون پر ټولو یو شان تطبیق شي، موږ یوازې د نظارت صلاحیت لرو؛ خو پولیس د قانو پلي کولو مسوولیت لري؛ خو سره له دې هم هڅه کوو.»

د نوموړي په ​​وینا، د لوړپوړو ودانیو قانوني کولو لپاره پر طرحه کار روان دی او وروسته له دې یوازې د هغو لوړپوړو ودانیو رغولو لپاره اجازه ورکول کېږي چې منل شوي معیارونه یې عملي کړي وي.

د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال عزیزالله صدیقي وویل چې د دې ادارې د څېړنو له مخې، د لوګي ککړتیا د تېر کال د لړم میاشتې په پرتله د زیاتېدو په حال کې ده؛  خو که چېرې په دې برخه کې بنسټیز کار ترسره شي، نو په راتلونکو لسو کلونو کې به په کابل کې د هوا د ککړتیا ستونزه حل شي.

هغه زیاته کړه: “هیله لرو چې د سږ کال چمتووالی به وکولای شي د هوا ککړتیا د کمېدو سبب شي که هغه وړاندیزونو ته چې دغې ادارې ترسره کړي، پاملرنه وشي، نو په ژمی کې به د هوا د ککړتیا ستونزه د تېر کال په پرتله کمه شي.”

هغه د لوګي کوونکو موټرو د تګ او راتګ مخنیوی، په لوړ پوړو ودانیو کې د لوګي د تصفیه کوونکو فلټرونو لګول، دغه راز د صنعت کارانو له خوا تولید په فابریکو کې د فلټرونو لګول او د کابل هوا د ککړتیا راټیټوالي لپاره د ټایرونو او پلاستیک د نه سوځولو غوښتنه وکړه.

د نوموړي په خبره، د کورنیو له خوا د ډبرو سکاره ۳۰ سلنه، نقلیه وسایط ۲۵ سلنه، فابریکې ۲۰ سلنه، هوټلونه او حمامونه ۱۵ سلنه او نور عوامل لس سلنه د کابل ښار هوا د ککړتیا سبب شوي دي.

صدیقي د خپلو خبرو په دوام وویل چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره دغې ادارې دوه کاله مخکې یوه پنځه کلنه طرحه جوړه کړې ده چې د کابینې له خوا هم تایید شوې؛ خو  په داسې حال کې چې ۲۲ وزارتونه د هغه په پلي کولو کې مسوول وو، تر اوسه په دې اړه بنسټیز کار نه دی ترسره شوی.

هغه پر ټولو په یوه ډول د قانون د پلي کولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دغه اداره یوه پالیسي جوړوونکې اداره ده او باید نورې مرستندویې ادارې د خپلو مسوولیتونو په پلي کولو کې رښتینې هڅې وکړي.

هغه په دې اړه جزئیات وړاندې نه کړل؛ خو د جرګې غړو ته یې وویل چې د پنځه کلن پلان بشپړ راپور یې برابر کړی چې یوه کاپي کې د اداري پلاوي په واک کې ورکوي.

Hits: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.