ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينه: د دولت مرکچي پلاوی د سولې خبرو طرزالعمل په اړه طالبانو ته نوې طرحه سپاري

سرچينه: د دولت مرکچي پلاوی د سولې خبرو طرزالعمل په اړه طالبانو ته نوې طرحه سپاري

author avatar
9 Nov 2020 - 16:58
سرچينه: د دولت مرکچي پلاوی د سولې خبرو طرزالعمل په اړه طالبانو ته نوې طرحه سپاري
author avatar
9 Nov 2020 - 16:58

کابل (پژواک، ١٩ لړم ٩٩): په قطر کې يوه باوري سرچينه وايي چې د دولت د مرکچي پلاوي له خوا د سولې خبرو د طرزالعمل د نهايي کېدو په اړه يوه معقوله طرحه چمتو شوې او د قطريانو په وسيله به طالبانو ته وسپارل شي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې يوې باوري سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د لړم په ١٩مه پژواک اژانس ته وويل، د سولې خبرو د اصل په اړه چې طالبان يې له امريکا سره د دوحې تړون بولي، خو د افغانستان دولت مرکچي پلاوى هغه تړون د خبرو اصل (مبنا) نه ګڼي او څو نورې طرحې طالبانو ته لېږل شوې دي، خو لا هم ستونزه نه ده حل شوې او په دې اړه اختلاف په خپل ځاى دى.

سرچينې زياته کړې، دغه طرحې د قطريانو په وسيله چې اوس د تسهيل کوونکي رول لوبوي، د دواړو خواوو (د افغانستان دولت او طالبانو) ترمنځ تبادله شوې دي او په دې طرحو کې يوڅه معقوليت رامنځته شوى دى.

د ده په خبره، مخکې د خبرو اساس يواځې د دوحې تړون و، خو اوس درې نور ټکي هم په کې اضافه شوي، خو سرچينې د دغو ټکو په اړه جزئيات ورنه کړل.

سرچينې وويل چې تېرې دوه ورځې د دواړو لورو ترمنځ ناستې نه وې، خو نن او يا سبا به ناسته ترسره شي.

هغه وويل چې د دولتي ټېم له خوا يوه معقوله طرحه قطريانو ته سپارل کېږي چې هغوى به يې بيا طالبانو ته وسپاري.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې د طالبانو په دريځ کې يو څه نرمښت رامنځته شوى دى.

په قطر کې د دولتي مرکچي پلاوي يوه غړي چې نه يې غوښتل په راپور کې يې نوم خپور شي، پژواک ته ومنله چې دغه نوې طرحه د دوى لوري چمتو شوې او د قطريانو په وسيله چې د اسانتيا برابرونکي دي، طالبانو ته وسپاري.

هغه وويل، دوى په دې باندې بحث لري چې د خبرو اصل يواځې د دوحې تړون نه، بلکې درې نور اصله هم واوسي چې په هغه کې د دواړو لوريو ژمنتيا ده چې دواړه لوري دې سولې ته ژمن وي، همدارنګه هغه تعهدات چې ملګروملتونو تاييد کړي دي او داسې نور.

ده زياته کړه چې د دوى لوري په خبرو کې ډېرنرمښت ښکاره کړى او له مقابل لوري هم غواړي چې نرمښت وښيي او دې ته هيله من دي.

خو په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې، شاوخوا دوه مياشتې مخکې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د دولت او د طالبانو د مرکچي پلاوي ترمنځ رسماً د سولې خبرې پيل شوې، په دغو مراسمو کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مايک پومپيو په ګډون د يو زيات شمېر د بهرنيو چارو وزيرانو او په قطر کې مېشتو سفيرانو برخه درلوده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.