کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۹۹): د څارنې او ارزونې اداره (مېک) وایي، د عامه تدارکاتو سیستم کې د اداري فساد د له منځه وړو له ۳۷ سپارښتونو څخه د عامه تدارکاتو سکتور د څارنې او ارزونې کمېټې د ۲۲ سپارښتونو په پلې کولو کې پرمختګ کړی.
د پژواک خبري اژانس د یوه بل خبر له مخې، مېک ادارې د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۱۱مه نېټه د عامه تدارکاتو سیستم کې د اداري فساد د زیانمننو ارزونې په اړه یو راپور خپور کړ.
په دغه راپور کې د تدارکاتو قانون د ۵۱مې مادې نه پلې کېدل، د تفتیش نه شتون، د شرکتونو د محرومولو بهیر ځنډول او غیر رقابتي ګومارنې د لویو زیانمننو په توګه یادې کړې وې او د یادو زیانمننو د له منځه وړو او یا د سمون په موخه یې ۳۷ مشخصې او د تطبیق وړ سپارښتې وړاندې کړې وې.
مېک د اداري فساد پر وړاندې مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمېټې په عامه تدارکاتي سیستم کې د سپارښتنو پلې کولو په تړاو نن (د لړم ١٩مه) خپل لومړی څارنیز راپور خپور کړ.
د مېک د دارالانشاء رییس میوند روحاني په یوه خبري ناسته کې وویل، دغه سپارښتنې د عامه تدارکاتو څلورو مهمو برخو (قانوني، حقوقي او پالیسوي چوکاټ، ظرفیت لوړونه او ادارې پرمختیا، د تدارکاتو پړاوونه او اجراات او په تدارکاتو کې رونټیا) ته وړاندې شوې وې.
ده زیاته کړه، د څارنې او ارزونې کمېټې (میک) تخنیکي ټېم د لومړي څارنیز لپاره د معلوماتو ټولولو پر مهال ۱۲ انفرادي مرکې، د پروسو ۷ مستقیمې ارزونې، دوه ډله يیز بحثونه او ۱۵۰۰ مخه اړوند اسناد او معلومات مطالعه کړي دي.
روحاني وویل چې د ټولو ۳۷ سپارښتنو له ډلې په ۲۲ سپارښتونو کې بشپړ او قسمي پرمختګ څرګندوي او ترې دمه ۴ سپارښتنې په بشپړ ډول، ۷ سپارښتنې تر ۷۵ سلنې، ۷ سپارښتنې تر ۵۰ سلنې او ۴ نورې سپارښتنې تر ۵۰ سلنې کمې پلې شوې دي.
د ده په وینا چې د پاتې ۱۵ سپارښتونو پلې کولو وضعیت به په راتلونکي څارنیز راپور کې وڅارل شي.
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن