هرات (پژواک، ٢٠ لړم ٩٩): پاشدان بند ته د شته ګواښونو په تړاو د پژواک راپور له خپرېدو وروسته د هرات والي له یو شمېر نورو سیمه ییزو مسوولینو سره د دغه بند د کار له بهیره د لیدنې په موخه د دغه ولایت د کرخ ولسوالۍ د پاشدان کلي ته ولاړ.
د هرات والي سید وحید قتالي نن (د لړم ۲۰مه) د پاشدان بند په کاري سیمه کې په یوه خبري ناست کې د دغه بند د ۶۰ سلنه چارو له بشپړېدو خبر ورکړ.
هغه روښانه کړه چې د دغه بند د ۶۰ سلنه کار بشپړېدل د یاد بند عمده برخه ده او د پاتې ۴۰ سلنه چارو بشپړېدو لپاره یې په شدت کار روان دی.
نوموړي د پاشدان بند د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د دغه بند پر وړاندې موجود هر ګواښ به له منځه یوسي.
د هرات والي وروسته له هغه ګواښ کوي چې طالبانو په دې وروستیو کې د پاشدان بند مسوولینو ته ویلي چې له دوی سره د دغه بند د پروژې قرارداد نه دی شوی؛ نو ځکه یې باید کار ودرول شي.
په دغه مکتوب کې د کرخ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي ولسوال په حواله لیکل شوي، که د دوی امر ونه منل شي، د پاشدان بند سرتېري، موټر چلوونکي او انجنیران به خوندي نه وي.
د پژواک د نورو ترلاسه شوو اسنادو له مخې، طالبانو وروسته له هغه د پاشدان بند کارکوونکو ته ګواښ کړی چې دې ډلې د پاشدان بند له مسوولینو د «ده یک» حق غوښتنه کړې او کله چې د یاد بند مسوولینو د طالبانو دغه غوښتنه رد کړې، نو طالبانو د بند کارکوونکو ته ګواښ کړی دی.
په یادو اسنادو کې راغلي چې له څو ورځو راهیسې طالبان د پاشدان بند په نږدې کلیو کې ((چهار برجک، ابګرمک، مورچه خوان، خیراباد، سرخ رود، چغماق، عنبر جنده خوان، علي افغان، رباط سرخ، صالح اباد، دیزک) تحرکات پیل کړي څو د یاد بند پر امنیتي سرتېرو فشار راوړي.
خو د هرات والي ټينګار کوي چې امنیتي ځواکونه به چاته د دغه بند کار بندېدو اجازه ورنه کړي او په دې برخه کې قربانۍ ته چمتو دي.
هغه زیاته کړه، ځينې ډلې او کړۍ هڅه کوي د اوازو او تبلیغاتو خپرولو له لارې د پاشدان بند چارې ټکنۍ کړي.
د پاشدان بند پروژې مدیر محمد حامد صمد هم د دغه بند د ۶۰ سلنه چارو د بشپړېدو په اړه وویل، د بند دېوال د دغه بند د کار ډېره برخه وه او اوس بشپړ شوی دی.
د صمد په خبره، د پاشدان بند دېوال د بحر له سطحې په ۱۱۵۶ متره طول او ۴۰ متره لوړوالي جوړ شوی دی.
نوموړي د دې په روښانولو چې که د پاشدان بند د کار پر وړاند ستونزې رامنځته نه شي، د ۲۰۲۱ کال تر وروستیو به یې چارې بشپړې شي. نوموړي زیاته کړه چې دغه بند د ۱۱۷ میلیونه ډالرو په لګښت جوړېږي.
د پاشدان بند د هرات ښار ختیځې برخې ته په شل کیلومترۍ کې په کرخ ولسوالۍ کې موقعیت لري، د د رغولو چارې یې په ۱۳۹۰ کال کې پیل شوې او ټاکل شوې وه په شاوخوا درېیو کلونو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي؛ خو په تېرو کلونو کې د بېلا بېلو لاملونه له امله د هغه د جوړولو چارې څو ځلې ودرېدې او ټکنۍ روانې وې.
د ځایی چارواکو په وینا، پاشدان بند چې د درېیو سیندونو (کرخ، سیاه اب او سېراب) په تقاطع کې جوړېږي؛ د ۵۴ میلیون متر مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري چې له ګټې اخیستنې وروسته به د ۱۳ زره هکتاره ځمکې خړوبولو او ۲ مېګاواټه برېښنا د تولید سربېره، د هرات اوسېدونکو لپاره د ساتېرۍ مناسب ځای هم برابر کړي.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن