ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تاج بي بي: که طالبان سوله وکړي، د وژل شوو درېیو مېړونو وینه مې وربښم

تاج بي بي: که طالبان سوله وکړي، د وژل شوو درېیو مېړونو وینه مې وربښم

author avatar
18 Nov 2020 - 09:13
تاج بي بي: که طالبان سوله وکړي، د وژل شوو درېیو مېړونو وینه مې وربښم
author avatar
18 Nov 2020 - 09:13

اسعداباد (پژواک، ٢۸ لړم ٩٩): د کونړ ولایت يوه اوسېدونکې تاج بي بي وايي، که وسله وال طالبان سولې ته غاړه کېږدي، نو دا چمتو ده چې د هغوى له خوا د وژل شوو درېیو خاوندانو وينه ورته وبښي.

د کونړ د مرورې ولسوالۍ د اوسېدونکې تاج بي بي خاوند چې د ملي اردو په ليکو کې يې دنده لرله، له وژل کېدو وروسته یې له خپل لېوره سره او دغه راز د هغه له وژل کېدو وروسته یې دویم او درېیم مېړونه هم وژل شوي او اوس یې له بل لېوره سره واده کړی دی.

تاج بي بي په یوه کور کې د کلتوري دود له مخې د یوه خاوند له وژل کېدو وروسته بل ته او بیا بل ته په نکاح شوې چې د درېیم هغه تر وژل کېدو وروسته اوس د څلورم ورور په نکاح ناسته ده چې دی هم د پوځ سرتېری دی.

هغه وایي، ډېر دردونه یي ګاللي او پر نورو یې د جګړې ترخه پېرزو نه شي؛ ځکه خو د دولت له وسله والو مخالفینو غواړي چې نوره دې جګړه پای ته ورسوي چې نه نورې خویندې سرتورې، نه يې بچي یتیمان شي او نه وژړول شي.

تاج بي بي له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل:”که وسله وال طالبان نور له جګړې لاس واخلي او سوله وکړي نو زه به د خپلو درېيو وژل شوو خاوندانو وینه چې د دوی په ګولیو وژل شوي ورته وبښم.”

د تاج بي بي لومړی خاوند فاتح الرحمن نومېده، د مور او پلار په خوښه يې ورسره واده وکړ؛ خو ۲۰۱۱ زېږديز کال کې د پوځ په ليکو کې د دندې پر مهال د طالبانو يوه وسله وال بريد کې ووژل شو او يو کلن زوی يې يتيم پاتې شو.

نوموړې وويل چې د لومړي خاوند له مړينې وروسته يې په خپله خوښه له لېوره رحیم الله سره نکاح وکړه چې هغه هم د ځانګړو ځواکونو سرتېری و او په ۲۰۱۳ زېږديز کال کې د طالبانو له لوري د وطن د دفاع په حالت کې ووژل شو.

هغې زياته کړه: “له دویم مېړه نه راته دوه لوڼې پاتې شوې. بيا مې له بل لېوره محب الله سره نکاح وشوه، هغه هم ۲۰۱۷ زېږديز کال کې له طالبانو سره په جګړه کې شهيد شو چې له هغه هم راته دوه لورګانې پاتې دي.”

تاج بي بي وايي، د دې لپاره چې پنځه اولادونه يې بې سرپرسته پاتې نه شي او خواښې او خسر يې هم د درېيو زامنو د مړينې درد کم کړی وي، له خپل بل لېوره سره یې چې امين الله نومېږي، کوژده وکړه.

تاج بي بي وايي، څلورم خاوند يې هم د اردو سرتېری دی او تل په دې وېره کې ده چې دا به يې هم د روانې جګړې قرباني شي.

نوموړې زیاته کړه: ” تر اوسه یو زوی لرم چې هغه هم لس کلن دی، که ده ته الله ج ژوند ورکړ او را زلمی شو، دی به هم ملي پوځ ته لېږم، څو د خپل پلار په څېر د خپلې خاورې نه دفاع وکړي، دا زموږ وطن دی او ساتنه يې پر موږ فرض ده. ”

د تاج بي بي د دريېو خاوندانو سربېره يې يو بل لېور یې هم د اردو سرتېری و چې بمي چاودنې يې سترګې ړندې کړې او اوس په کور ناست دی.

هغه وايي: ” موږ د خپلې خاورې د ساتنې په موخه او د دې حکومت لپاره تر بل هر چا ډېره قرباني ورکړې ده، افغان ملي پوځ کې مې درې خاوندان شهیدان شوي، یو لېور مې چې هغه هم په ملي پوځ کې سرتېری و، په یوه بمي چاودنه کې يې دواړه سترګې د لاسه ورکړې او اوس په کور ناست دی، د یوې سترګې علاج يې شونی دی خو موږ ډېر بې وسه او پوروړي یو؛ ځکه چې د دغه لېور په درملنه موږ ډېر زیات پوروړي شوي یو چې اوس هم راباندې د خلکو پورونه پاتي دي. ”

د تاج بي بي د معلوماتو له مخې، په دواړو سترګو ړوند شوي لېوره ته يې حکومت ۱۸ مياشتې په کور معاش ورکړی خو اوس دا دوه کاله کېږي چې دغه معاش يې هم بند دی، که حکومت يې دا معاش هم ورکړي، نو د هغه د سترګو درملنه پرې کېدلی شي.

د هغې په وينا، د دوی د کورنۍ له دې قربانیو سره سره بیا هم د حکومت ورته هېڅ پاملرنه نشته او يوازې د شهیدانو حقونه ورکړل شوي دي.

دې غوښتنه وکړه چې حکومت دې د دې د یتیمانو لپاره د زده کړو زمینه برابر کړي څو دوی بې زده کړو پاتې نه شي.

تاج بي بي زیاته کړه، د طالبانو د ګواښونو او وېرې له امله خپله سیمه چې د مرورې ولسوالۍ د بچي سیمه ده، پرېیښې او د دې ولسوالۍ د حصارې کلي ته راکډه شوې او په یوه سوالي کور کې ژوند کوي.

تاج بي بي د سولې خبرو ته هيله منه ده او وايي: ” خدای دې د سولې خبرې کامیابې کړي، څو به جګړې روانې وي، تر څو به ماشومان يتيمان کېږي او تر څو به تور سرې کونډېږي.”

نوموړې وايي، د خسرګنۍ سربېره يې د پلار کورنۍ هم زياتره په پوځ کې دندې لري او د طالبانو له ګواښونو سره سره بيا هم دوی له پوځ څخه د وتلو اراده نه لري او د وطن لپاره قربانۍ ته حاضر دي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.