Pajhwok Afghan News

باورغورځنګ د فساد او بې عدالتیو پرضد مبارزه پیل کړه

جلال اباد (پژواک ۲۹ لړم ۹۹): د باورغورځنګ مشر نجيب الله ازاد وايي، چې د امر الله صالح په مشرۍ د فسادضد مبارزه نمايشي ده او يوازې د جينوا کنفرانس لپاره حکومت اسناد برابروي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امرالله صالح په مشرۍ له فساد سره د مبارزې په موخه رامنځته شوې ډلې تېره شپه ننګرهار کې د فساد په تور د ګمرک ۳۰ کارکوونکي ونيول.

ولسمشر اشرف غني څو ورځې مخکې لومړي مرستيال امر الله صالح ته د فساد پر ضد د مبارزې مسووليت هم وسپاره.

د باور غورځنګ سلګونه پلويانو نن د لړم په ۲۹مه جلال اباد ښار کې د عدم تشدد د مبارز پاچا خان مقبرې ته څېرمه د فساد پر وړاندې د مبارزې د پيل اعلان وکړ.

ددې غورځنګ مشر نجيب الله ازاد وويل، که حکومت رښتيا هم له فساد سره د مبارزې نيت لري نو د رسنيو او په ځانګړي توګه د فساد په اړه د پژواک اژانس له لوري د ترسره شويو څېړنيزو راپورونو په اړه دې ملت ته وضاحت ورکړي.

هغه زياته کړه، د حکومت، سياسيونو، مافيا، طالبانو او د داعش د ظلمونو او فساد پر وړاندې به مبارزه کوي او ولس به له دغو بدبختيو خلاصوي.

د ياد غورځنګ غړو دغه راز په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو او د ډيورنډ فرضي کرښې پر سر د دوی په خبره د معاملې پر وړاندې به هم ولس بيداروي.

نجيب الله ازاد وويل، حکومت نه له فساد سره د مبارزې، نه هم د ښې حکومتولۍ او نه هم ولس ته د يو ډول خدمت کولو اراده لري، يوازې د خپلو شخصي ګټو او شخصي جيبونو لپاره برنامې او دسيسې جوړوي.

هغه زياته کړه، که رښتيا هم حکومت د فساد د مخنيوي نيت درلودای نو اوس يې بايد د يادو راپورونو نشروونکي د راپور د ناسم والي په خاطر محاکمه کړی وای او يا يې هم بايد په دغو مسايلو کې ښکيل چارواکي څارنوالۍ ته لېږلي وای.

نوموړی تېره شپه په تورخم کې د ګمرک د کارکوونکو نيولو ته په اشارې سره وويل چې دا ټولې هڅې يوازې د جينوا کنفرانس لپاره دي او په حکومت کې له فساد سره د مبارزې هېڅ اراده موجود نه ده.

دی وايي، د حکومت دويم مرستيال او د دفتر ټول کارمندان يې د ايران په قم کې استوګن ځايونه لري، مهم وزيران له بهرنيو هېوادونو دلته راغلي او يوازې د فساد پيسې راټولوي او هره مياشت يې بهرنيو هېوادونو ته لېږي.

دی وايي: ((موږ د چا پر تابعيت او دوه تابعيته کېدو اعتراض نه لرو، دلته دې عرب راولي او مقرر دي کړي چې زما د بچو او هېواد لپاره کار کوي زه يې لاسونه ښکلوم، خو که ته زما د کور هم يې، که ته د پکتيا يې د بهسودو يې، ځاځی يې، احمدزی يې که د کامې يې، تاجک يې ازبک يې، هزاره يې نور رانه غلا نه شې کولی.))

نجيب ازاد د حکومت د يو شمېر مقرريو او نويو ادارو په رامځته کېدو هم نيوکه وکړه چې په خبره يې د پوهنې او کورنيو چارو وزيران او د ملي دفاع وزارت لوی درستيز يې غير مسلکي کسان ټاکلي چې هم د پوهنې برخه کې ستونزې رامنځته شوي او ورځ تر بلې جګړه هم زور اخلي.

خو دی وايي، د جګړې زياتوالی د نشه يي توکو او کانونو د قاچاق لپاره دی ځکه که د ننګرهار په حصارک او شېرزادو کې جنګ دی هلته د شوکاڼي کانونه دي او که په هلمند کې جګړه ده نو هلته په پراخه کچه کوکنار کېږي او د نشه يي توکو د توليد کارخانې موجودې دي.

ده زياته کړه، په دغو جګړو کې د ولسوالۍ له امنيه قوماندانانو نيولې، تر واليانو او وزارتونو پورې خلک لاس لري ځکه يې پر وخت غم نه خوړل کېږي.

هغه وويل، د حکومت د دغو ټولو ګډوډيو، د داعش او طالب وسله والو د بې رحمانه جګړې، افغان سياسيونو ناسمو مبارزو او په افغانستان کې به د پاکستان پر وړاندې يو شان مبارزه کوي چې پيل يې له ننګرهار وکړ او د هېواد په ټولو ولايتونو کې به همداسې غونډې جوړوي.

د غونډې ګډونوالو هم د باور غورځنګ له پيل شوې مبارزې ملاتړ وکړ او ټينګار يې وکړ چې نور به د خپلو حقونو غوښتنه په خپله کوي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ډاکټر ناصر کاموال وويل، دا غورځنګ د ولس د بيدارۍ او حقونو د غوښتنې لپاره دی او ټول ولس يې ملاتړ کوي.

د باور غورځنګ د رهبرۍ غړي اميد حيران وويل، چې د راټولېدو موخه يې په هېواد کې د نا امنۍ، فساد، ګډوډيو او ناانډيوالۍ د ډېروالي پر وړاندې مبارزه کول دي.

دغه راز د دغه غورځنګ بل غړي عبيدالله قانع وويل، چې دوی به په ټولو ولايتونو کې د دا راز غونډو پر جوړېدو سربېره خلک سره منسجم کوي او د هغوی د ستونزو د حل لپاره به په ګډه کار کوي.

هغه پر وسله والو طالبانو هم غږ وکړ چې په هېواد کې د جګړو د درېدو لپاره دې اوربند وکړي او نور دې له جګړو لاس واخلي.

ټاکل شوې د افغانستان په تړاو د جينوا کنفرانس چې افغان حکومت، ملګرو ملتونو او فنلينډ هېواد يې د جوړېدو تابيه نيولې د روانې نومبر مياشتې په ۲۳مه او ۲۴مه نېټه د ملګرو ملتونو په مقر کې جوړ شي.

په دې کنفرانس کې افغان حکومت هڅه کوي چې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د نړيوالو مرستې جلب کړي، خو دوی اړ دي چې د فساد پر وړاندې د مبارزې او نورو برخو کې د شويو ژمنو د عملي کولو ډاډ د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړي.

Views: 1

Exit mobile version