Pajhwok Afghan News

په خوست کې شپږو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

خوست ښار (پژواک، ٢٩ لړم ٩٩) : امنيتي سرچينې وايي چې د‌ وسله والو طالبانو په يوه برید کې خوست کې د‌ ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

ځايي امنيتي سرچينې وايي، چې دغه برید تېره شپه د ياد ولايت په صبريو ولسوالۍ د يعقوبيو په سيمه کې د ملي اردو پر يوه پوسته شوى دى.

په  خوست کې د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا مطبوعاتي مسوولين يواځې د برید پخلۍ کوي او خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې خبر نه مني.

خو ددغه ولايت يوې بلې امنيتي سرچينې بيا د نوم نه اخيستو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو په ياد برید کې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

سرچينې زياته کړه چې په ځوابي ډزو کې مقابل لوري ته هم تلفات اوښتي، خو دقیق شمېر يې تراوسه نه دی معلوم.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د برید مسوولیت منلی او ويلي يې دي، چې تېره شپه د دوی کسانو د صبریو ولسوالۍ د يعقوبيو په سيمه کې د ملي اردو پر يوه پوسته برید کړی، چې په ترڅ کې يې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي دي.

Views: 0

Exit mobile version