Pajhwok Afghan News

خليلزاد د افغانستان په اړه له ازبکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي

کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۹۹): زلمي خليلزاد له ازبکستاني چارواکو سره د سولې د اهميت، په افغانستان کې د تاوتريخوالي د کمولو او په سيمه کې يې پر اقتصادي ودې او اتصال د مثبت اغېز په اړه خبرې کړې دي. 

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې په  واشنګټن کې يې د ازبکستان د بهرنيو چارو له وزير عبدالعزیز کاملوف خبرې کړې دي.

هغه زياته کړې، په دې ملاقات کې چې د امريکا او کاناډا لپاره د ازبکستان سفير جاولان واخابوف (Javlon Vakhabov ) هم ګډون درلود، د افغانستان د سولې پروسې او په هېواد کې په بېړنۍ توګه د تاوتريخوالي د کمښت په اړه خبرې شوې دي.

خليلزاد زياته کړې، په دغې ناسته کې د افغانستان د سولې په برخه کې د سيمې د مرستې او همدارنکه د سيمې د د اتصال په اړه د افغانستان د سولې په اهميت، د سوداګرۍ د ودې ،چې افغانستان او پاکستان ترې ډېره ګټه وړي، بحث او خبرې وشوې.

دده په خبره، دوى انتظار باسي چې ژر د سيمه ييزې پانګونې صندوق او د امريکا، ازبکستان، پاکستان او افانستان د استازو په ګډون يوه ناسته د اتصال، ابتکار او پرختيا د بحث په موخه اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې خبرې څه باندې دوه مياشتې مخکې په دوحه کې پيل شوي، خو ورسره په افغانستان کې جګړو زور اخيستى دى.

له تېرې ورځې راهيسې داسې راپورنه خپاره شوي چې په دوحه کې د سولې خبرو طرالعمل نهايي شوى دى.

Views: 0

Exit mobile version