ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د بلخ د ۹ ولسوالیو ولسوالان خپلې چارې د دغه ولایت له مرکزه پر مخ بیايي”

21 Nov 2020 - 09:01
21 Nov 2020 - 09:01

مزارشريف (پژواک، ۲۹ لړم ۹۹): د بلخ ځیني اوسېدونکي، وکيلان او مدني فعالان وايي چې د دغه ولايت د نهو ولسواليو ولسوالان خپلو دفترونو ته نه شي تلای او د ولسوالۍ چارې له مرکز مزارشريف ښاره پر مخ بيايي.

چمتال، چهاربولک، دولت اباد، شولګر، بلخ، کشنده، زارع، شورتېپه او کالدار د بلخ هغه ولسوالۍ دي چې د امنيتي ستونزو له امله يې ولسوالان خپلو دفترونو ته نه شي ورتلای.

په ولسي جرګه او ولايتي شورا کې د بلخ د خلکو استازي وايي چې خپلو کارځايونو ته د ولسوالانو نه ورتګ، د ولسواليو په کچه حکومتولي سخته ځپلې ده.

خو بلخ ولايت مقام بيا وايي چې يواځې د درېیو ولسواليو ولسوالان د امنيتي ننګونو له امله ولسواليو ته سفر نه شي کولى او د پاتې ۱۱ ولسواليو ولسوالان په عادي ډول خپلې چارې ترسره کوي.

په شمالي ولايت بلخ کې سرچينې وايي چې د نږدې نهو ولسواليو ولسوالان د امنيتي ستونزو، په لارو کې د ماينونو او جګړو له امله خپلو دفترونو ته نه شي تللی.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي ګلرحمان همدرد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بلخ په شاوخوا نهو ولسواليو کې سيمه ييزه ملکي اداره کابو د نشت برابر ده.

هغه زياته کړه چې د بلخ ډېری ولسوالان په ښار کې اوسېږي او په وينا يې چې د نا امنۍ له امله په ولسواليو کې خپلو کارځايونو ته نشي ورتللی.

همدرد وويل: ((يو محدود شمېر ولسوالان د سختو امنيتي تدابيرو په نيولو سره په څو اونيو کې يو ځل خپلې اړوندې ولسوالۍ ته ځي؛ نور د نهو ولسواليو ولسوالان خو هېڅ نشي تللی او په مزارښار کې اوسېږي.))

د همدرد په وينا، حکومت بايد دا ستونزه ډېره جدي وګڼي او په ولسواليو کې دې خپلې ملکي ادارې بېرته فعالې کړي.

د ولسي جرګې دغه غړی اندېښنه لري چې د شته نا امن وضعيت په دوام سره به بلخ کې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن نور هم زيات شي.

د بلخ د زارع ولسوالۍ اوسېدونکي محمد رحيم پژواک ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې يې په ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده.

هغه زياته کړه چې کله هم امنيتي قوه د عملياتو په موخه يادې ولسوالۍ ته ورځي، نو ولسوال هم ورسره وي او په خبره يې چې پرته له دې ولسوال خپل کار ځای ته نه شي ورتللی.

رحيم وايي: ((ولسوال به څنګه راشي، لاره نا امنه ده، کلي نا امن دي، وزرونه خو نلري چې پرواز وکړي، همالته مزار ښار کې اوسېږي او ښار دننه يې يو دفتر خلاص کړی دی، کله چې موږ په ولسوالۍ کې تذکره اخلو نو مزار ته ورځو او خپلې عريضې پرې ټاپه کوو.))

د هغه په خبره، که احياناُ ولسوال د امنيتي ځواک په مرسته ولسوالۍ ته ور هم شي؛ نو خلک د طالبانو له وېرې ولسوالۍ ته مراجعه نه کوي.

د چمتال ولسوالۍ د عرب مزاري کلي اوسېدونکي سردار ولي پژواک ته وويل چې د دوی د سيمې ډېری خلک حتی نه پوهېږي چې دولت په خپل تشکيل کې د دوی د ولسوالۍ لپاره ولسوال لري که نه.

هغه زياتوي چې نږدې دوه کاله شول چې د چمتال ولسوالۍ ولسوال خپل کار ځای ته نشي تللی او په مزارښار کې مېشت دی.

نوموړي د پژواک وويل: ((خلک مجبور دي چې خپلې حقوقي دعواوې او جنجالونه په طالبانو حل کړي، ځکه بله چاره ورسره نشته.))

د چمتال ولسوالۍ دغه اوسېدونکي حکومت پر ناغېړۍ تورن کړ او زياته يې کړه چې حتی د خپلې ولسوالۍ د ودانۍ امنيت نشي ټينګولی.

په ورته مهال د بلخ ولايتي شورا وايي چې ولسواليو ته د ولسوالانو نه ورتګ سيمه ييزه حکومتولي سخته ځپلې ده.

د ولايتي شورا رييس افضل حديد پژواک ته وويل: ((طبيعي خبره ده چې کوم ځای کې حکومت او د حکومت استازي نه وي؛ نو هلته به طالبان او د هغوی پلويان واکمن وي او خپل اوامر به پلي کوي.))

حديد زياته کړه، خلک هغه مهال له حکومت څخه ناهيلي کېږي چې کله وګوري دوی دپاره هېڅ ډول خدمات نه وړاندې کېږي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس هم وويل چې د بلخ په يو شمېر ولسواليو کې د حکومتدارۍ سيستم په بشپړ ډول ګډوډ شوی دی.

د حديد په وينا، که څه هم د بلخ سيمه ييزه اداره هڅه کوي چې د نظامي عملياتو له لارې وضعيت کابو کړي او په ولسواليو کې خلکو ته د خدماتو وړاندې کېدو زمينه برابره کړي؛ خو په خبره يې دغې موخې ته په اسانه رسېدل ګران کار دی.

نوموړی زياتوي چې د بلخ په يو شمېر ولسواليو کې د ولسوال د نشتون  تر څنګ عدلي او قضايي ارګانونه هم فلج دي.

هغه له حکومته وغوښتل چې د دولت او خلکو تر منځ د واټن کمېدو لپاره اړتيا ده چې خلکو ته غوره خدمات وړاندې شي او تر څنګ يې سيمه ييزه حکومتولي پياوړې شي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د ولسوالانو نظرونه هم واخلي؛ خو هغوی خبرو کولو ته حاضر نه شول.

له دې سره بلخ ولايت مقام تائيدوی چې يواځې درې ولسواليو ته د امنيتي ستونزو له امله د دوی ولسوالان نه شي ورتللی.

د بلخ والي وياند منير فرهاد پژواک ته وويل چې د بلخ د څوارلس ولسواليو له ډلې ۱۱ هغو ته يې ولسوالان په عادي ډول تګ راتګ کوي؛ خو په وينا يې چې پاتې درې ولسواليو ته بيا مسوولين نه شي ورتللی.

د فرهاد په خبره، په بلخ کې ۷ ولسوالۍ له لوړو امنيتي ننګونو سره مخ دي چې دمګړی پوځي عمليات هم پکې روان دي.

وياند زياتوي: ((زموږ درې ولسواليو ته ولسوالان نه شي تللی؛ خو دا په دې مانا نه ده چې هلته دولتي خدمات په بشپړ ډول قطع دي؛ نه داسې نه ده خلک کوی شي چې د اړتيا پر مهال ګاونډ ولسوالۍ ته مراجعه وکړي او خپلې ستونزې حل کړي.))

منير فرهاد وايي د بلخ سيمه ييزه اداره هڅه کوي؛ څو امنيتي حالت ته مثبت بدلون ورکړي څو وکولی شي چې په ټولو ولسواليو کې يو شان خدمات وړاندې کړي.

د امنيتي ستونزو له امله ولسواليو ته د ولسوالانو د نه ورتګ موضوع په داسې مهال مطرح کېږي چې تازه سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ويلي چې له دې وروسته به د ولسوالانو د تقرر پروسه نيمه انتخابي شکل ولري.

خو دلته بلخ کې يو شمېر خلک او مدني فعالان وايي چې حکومت دې لومړی د ولسواليو امنيت ټينګ کړي او له هغه وروسته دې بيا ولسوالان ورته وټاکي.

Hits: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.