ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د سون لرګيو بیه تر ۱۴ سلنې ډېره لوړه شوې ده

21 Nov 2020 - 13:57
21 Nov 2020 - 13:57

کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ٩٩): د تېرې اوونۍ په پرتله، نن په کابل ښار کې د سون لرګیو، بورې، غوړیو، قزاقي اوړو، روسي سروزور بیې لوړې شوې؛ خو د نورو لومړنیو اړینو توکو بیې پر خپل ځای پاتې دي.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه عمده پلورونکي حامد صوفي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۵۰ کیلوګرامه عمده هندۍ بورې بیه له ۲۲۷۰ څخه ٢٣٠٠ افغانیو، د ۱۶ د لېتره مالیزیایي غوړو بیه له ۱۳۵۰ نه ١٤٠٠افغانیو او د ۴۹ کیلو ګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۷۳۰ څخه  ١٧٥٠ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د یادو توکو بیې د واردوونکو هېوادنو په بازارونو کې د هغو د بیو له لوړالي سره په کابل ښار کې هم لوړې شوې دي.

خو د ده په وینا،  نن هم لکه تېره شنبې، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ۲۳۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۲۰ افغانۍ او یو کیلوګرام شین اندونیزیايي چای په٣٠۰  افغانۍ پلورل کېږي

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو مواردو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په منډوي بازار کې یوه پرچون پلورونکي محمد امېد حسین پژواک ته وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو د پلور بیه ١٨٠٠ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په۲۳۲۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې ٢٤٠٠ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ١٤٠٠ افغانۍ، یو کیلو ګرام شین اندونیزیایي چای په ۳۲۰ افغانی او یو کیلو ګرام افریقایي تور چای په ٣٥٠ افغانیو پلورل کېږي.

د روسي سرو زرو بیه لوړه شوې ده.

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو پلورونکی محمد جاوېد پژواک ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله، د یو ګرام ۷۵۰ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۰۰۰ افغانیو څخه ٣٢٥٠ افغانیو ته لوړه شوې ده.

خو نومړي زیاته کړه چې نن هم لکه تېره شنبې، یو ګرام ٥٨٥ عیار عربي  سره زر په ۳۷٥۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د هغه په وینا، په کابل ښار کې د سرو زور بیو بدلون په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیې له بدلون سره تړاو لري.

په دې اوونۍ کې د لرګیو بیه لوړه شوې ده.

عبدالحکیم چې د کابل ښار په شهید څلور لارې سیمه کې د لرګیو پلورنځی لري پژواک ته وویل چې د تېرې شنبې په نسبت نن د یو خروار بې پوسته بلوط لرګيو بیه له ۷۵۰۰ څخه ٩٠٠٠ افغانیو، د یو خروار سرې ارچې لرګيو بیه له  ۷۸۰۰ څخه ٨٥٠٠ افغانیو او د یو خروار ډبرو سکرو بیه له ٦٤٠٠ افغانیو ٦٨٠٠ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د هوا سړوالي پر تعقیب، د لرګيو د وارداتو کموالي او هغو ته د تقاضا د ډېروالي له امله یې بیه لوړه شوې ده.

خو د تېلو بیې پر خپل ځای پاتې دي.

د کابل ښار د تایمني پر سړک د هاشمي د تېلو ټانک یوه کارکوونکی د معلوماتو له مخې، نن هم لکه د تېرې اوونۍ په څېر یو لېتر ډېزل په ۳۸ او یو لېتر پټرول په ۳۵ افغانۍ پلورل کېږي.

د ګاز بیې هم بدلون نه دی کړی.

د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې نن هم لکه د تېرې شنبې په څېر د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه ۶۰ افغانۍ ده.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین وویل د تېرې شنبې په نسبت نن د یوه امریکایي ډالر د پلور بیه ۷۶،۹۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې ٤٧٣ افغانۍ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د لړم په ٢٤مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ٧٦.٩٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٤٧٩  افغانۍ بدلېږي.

Hits: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.