ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې لس نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه

ولسي جرګې لس نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه

author avatar
22 Nov 2020 - 10:24
ولسي جرګې لس نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه
author avatar
22 Nov 2020 - 10:24

کابل (پژواک، د لېندۍ میاشتې لومړۍ نېټه ۹۹): لسو نوماند وزیرانو چې تېره اوونۍ یې خپل کاري پروګرامونه ولسي جرګې ته وړاندې کړي وو، نن له دې جرګې د باور رایې ترلاسه کړې.

د ولسي جرګې د رییسانو کمېټې د پرېکړې له مخې، یادې جرګې نن هغو لسو نوماند وزیرانو ته د رایو صندقونه کېښودل چې تېره اوونۍ یې خپل پروګرامونه ولسي جرګې ته وړاندې کړي وو.

ولسمشر غني د روان کال د تلې په ۳۰مه ۲۲ نوماند وزیران او د دوو خپلواکو ریاستونو نوماند رییسان د باور رایو ترلاسه کېدو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړل.

ولسي جرګې نن اسدالله خالد، محمد حنیف اتمر، عبدالهادي ارغندیوال، فضل احمد معنوي، عباس بصیر، نثاراحمد غوریاني، معصومه خاورې، بشیراحمد تینج او محمد قاسم حلیمي ته د رایو صندقونه کېښودل.

په ټوله کې د نوماند وزیرانو د رایو په بهیر کې د ولسي جرګې ۲۴۶ غړو ګډون کړی و هر نوماند د ۱۲۴ رایو په اخیستو ګټونکی شمېرل کېده.

د رایو په پایله کې فضل احمد معنوي د ۲۲۰ باور رایو په ترلاسه کولو د عدليې، مسعود اندرابي د ۲۱۴ باور رایو په اخیستو د کورنیو چارو، نثاراحمد غوریاني د ۲۱۳ باور رایو په اخیستو د صنعت او سوداګرۍ، اسدالله خالد د ۲۰۶ رایو په ترلاسه کولو د ملي دفاع او عبدالهادي ارغندیوال د ۲۰۵ رایو په اخیستو د مالیې وزیر په توګه وټاکل شول.

دغه راز محمد حنیف اتمر د ۱۹۷ رایو په اخیستو د بهرنیو چارو، عباس بصیر د ۱۹۷ باور رایو په ترلاسه کولو د لوړو زده کړو، بشیراحمد تینج د ۱۹۰ رایو په اخیستو د کار او ټولنیزو چارو، معصومه خاورې د ۱۵۴ رایو په اخیستو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او محمد قاسم حلیمي د ۱۴۸ رایو په اخیستو د ارشاد، حج او اوقافو د وزیر په توګه وټاکل شو.

نوماند وزیرانو ته د رایو بهیر نن سهار ۹ بجې پیل شو چې دغه بهیر له شور ماشور سره مل شو.

د پژواک خبریال راپور ورکوي چې څو اداري پلاوي څو ځلې یو شمېر وکیلان د ټاکنو پر مهال نوماند وزیرانو ته پر کمپاین تورن کړل او یو ځینو وکیلانو د رایو پر مهال خپل رای پاڼې نورو وکیلانو ته ورښکاره کولې.

د ولسي جرګې دویم نایب عباس ابراهیم زاده د جرګې غړو ته په خطاب وویل: ((یو ډول کمپاین روان دی چې ان ټاکل شوې موږ هم صندوق ته واچوي.))

نوموړي د ولسي جرګې له غړو وغوښتل چې رایې علني نه کړي، پرته له دې به یې رایې باطلې شي خو د دې جرګې هېڅ غړي د اداري پلاوي خبرو ته توجه نه درلوده.

د کابل د خلکو استازي انوخان اوریاخېل رای پاڼه د ولسي جرګې د رییس په مېز کېښوده او د خپلې خوښې نوماندانو ته یې رایه ورکړه او صندوق ته د رای پاڼې تر اچولو مخکې یې د جرګې یو شمېر غړو ته ښکاره کړه او ان د کابل د خلکو بل استازي خان اغا رضايي یې ټنډه ښکل کړه.

میر رحمان رحماني د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته د نوماند وزیرانو د باور رایې اخیستو ته په اشاره وویل، دغه جرګه نن سلیقو او د ملي یوالي تمثیل ته له توجه پرته پای ته ورسېده.

هغه زیاته کړه چې یادې جرګې د حکومت نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکړې څو د حکومت کابینه تکمیل او حکومتي نهاد تقویه شي.

هغه ټولو نوماندانو ته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

ټاکل شوې نن د رییسانو کمېټه د ۱۲ وزارتونو او دوو خپلواکو ریاستونو د نوماندانو په اړه تصمیم ونیسي چې څه وخت د جرګې په جنډا کې شامل شي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.