ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې د روان نیمایي کال بودجه تایید کړه

ولسي جرګې د روان نیمایي کال بودجه تایید کړه

author avatar
28 Nov 2020 - 17:46
ولسي جرګې د روان نیمایي کال بودجه تایید کړه
author avatar
28 Nov 2020 - 17:46

کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۹۹): ولسي جرګې د ۱۳۹۹ نیمایي کال بودجه چې مخکې یې رد کړې وه، له ځینو بدلونونو وروسته نن د رایو په اکثریت تایید کړه.

دغې جرګې د ۱۳۹۹ نیمایي کال بودجه د روان کال د لړم په ۱۹مه له دې امله چې د نیمایي کال په بودجه کې له شاملو ۱۱ میلیارده افغانو مخکې ۷.۵ میلیارده افغانۍ د ولسمشرۍ عملیاتي واحد ته ځانګړې شوې وه، رد کړه او ویلي یې وو چې دغه اداره له  ولسي جرګې سره رسمیت نه لري.

دغه راز د دغې جرګې د مالي او بودجوي کمېسیون ځینو غړو ویلي وو چې د کمېسیون او مالیې وزارت ترمنځ یو د نظر اختلاف داد دی چې دغه وزارت ۸.۴ میلیارده افغانۍ پور هم د کال د منځنۍ بودجې له سند سره ضمیمه او وړاندیز کړی دی، چې دغه کار مخينه نه درلوده او د پور سند باید جلا یادې جرګې ته وړاندې کېدای.

د ولسي جرګې د مالي او بودجوي کمېسیون رییس میرافغان صافي په نننۍ ناسته کې وویل: «له هغې وروسته چې د ولسي جرګې له خوا د نیمایي کال بودجه رد شوه بیا وڅېړل شوه او په هغه کې د پام وړ اصلاحات راوړل شول؛ د داخلي امنیت له کمېسیون پرته د نورو کمېسیونونو په ګډه غونډه کې، ټولو مثبه رایه درلوده؛ هیله ده نن دغه بودجه تصویب شي.»

هغه له جزیاتو پرته وویل چې تعدیلاتي کمېسیون په عادي او پراختیایي برخو کې د نیمایي کال بودجه راوړې ده.

د دې جرګې بل غړي عبدالرووف انعامي وویل: «مالیې وزارت د نیمایي کال له ۱۱ میلیارده افغانیو، مخکې ۷.۵ میلیارده افغانۍ د عملیاتي واحد لپاره په پام کې نیولې وې او لږ لږ یې په نورو ادارو وېشلې وې؛ خو اوس د دغې ادارې لپاره له پنځه میلیارده ډېرې افغانۍ په پام کې نیول شوې دي او پاتې هغه یې نورو دولتي ادارو ته ورډېرې شوې دي.»

هغه د مالیې وزارت د چارواکو له قوله ویلي چې په دغه سند کې د درج شوو موضوعاتو عملي ګامونه مخکې ترسره شوي دي.

خو د ولسي جرګې د داخلي امنیت رییس خان اقا رضایي په دې ناسته کې وویل: «زه لومړی په خپله پر مالي او بودجوي کمېسیون اعتراض لرم، یو ځل راغلل او ویې ویل چې د کال د نیمایي په دې بودجه کې ظلم شوی او د اساسي قانون خلاف پنځه اعشاریه څو میلیارده افغانۍ عملیاتي واحد ته ورکړل شوې دي چې پارلمان ته د حساب ورکولو هېڅ مسوولیت نه لري، پیسې یې لګولې، هغه قراردادونه چې بیه یې یو پر درېیمه لوړه ده، مصرف کړې؛ دلته ډېر پراخ میلیاردي فساد دی چې باید پوښتنه وشي.»

نوموړي زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزارت ۵۰ میلیونه افغانۍ غوښتې، په بودجه کې ورته ۸۳۰ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې، «دا حاتم بخشي چا کړی؟ مالي او بودجوي کمېسیون دغه پیسې له کومه ځایه ورکړې دي؟»

هغه وویل: «بله دا چې امنیت شورا ته یو میلیارد افغانۍ ورکړل شوې، د امنیت شورا چې یوازې د ولسمشرۍ د مشاوریت د بحث کار کوي، دوی له کومه ځایه موږ ته حساب راکوي چې پیسې چېرته لګوي، سبا یو لېست راوړي او بیا هم پر موږ تورونه لګوي؛ زما نظر دا دی چې بودجه رد شي او په څو مواردو کې تعدیل راوړل شي.»

خو د ولسي جرګې د مالي او بودجوي کمېسیون رییس نن د ولسې جرګې پر وړاندې د عملیاتي واحد د رسمیت درلودو او نه درلودو په اړه څه ونه ویل او د رضایي په ځواب کې یې څرګنده کړه او ویې ویل، کله چې د عملیاتي واحد له پیسو کمې شوې، دغه کمې شوې پیسې نورو ادارو ته اضافه کېږي؛ خو په دغه سند کې د ملي امنیت شورا ته کومه بودجه په پام کې نه ده نیول شوې.

په پای کې د ولسي جرګې دویم مرستیال عباس ابراهیم زاده  چې د جرګې د نننۍ غونډې مشري یې کوله، د نیمایي کال د بودجې سند رایې اچونې ته وړاندې کړ چې په جرګه کې د ډېری حاضرو غړو د رایو په اکثریت تایید شو.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.