Pajhwok Afghan News

ډاکتر عبدالله جوماتونو ته د ښوونځیو د لومړیو ټولګیو انتقال ناسم وباله

کابل(پژواک، ۱۸ لېندۍ ۹۹): د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله جوماتونو ته د ښوونځیو د لومړیو ټولګیو د انتقال په اړه د پوهنې وزارت پرېکړه ناسمه وبلله او ويې ویل چې د دې خبر اورېدو نوموړی «ګنګس» کړی دی.

د پوهنې وزارت د لېندۍ په ۱۶مه اعلان وکړ چې د یوې پرېکړې له مخې به د ښوونځیو له لومړي تر درېیم ټولګیو ټولو زده کوونکو ته په جوماتونو کې زده کړې ورکول کېږي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله نن په کابل کې په یوه ناسته کې د پوهنې وزارت یادې پرېکړه ته غبرګون وښود.

ده ټینګار وکړ چې دا پرېکړه، «بشپړه او له بنسټه ناسمه» ده او د هغه د ناسموالي لپاه هم لسګونه دلایل شته.

هغه وویل چې له دې پرېکړې د رسنیو له لارې خبر شوی او له اورېدو راهیسې یې «تراوسه ګنګس دی چې څه خبره ده.»

عبدالله چې نن یې د سولې، رسنیو او مدني ټولنې په ملي ناسته کې خبرې کولې، د رسنیو او مدني ټولنې له فعالانو یې وغوښتل چې نوموړی د دې خبر له جزيیاتو خبر کړي.

هغه زیاته کړه چې ده کلکه ژمن کړې چې د حکومت په ورځنیو کارونو کې به لاس نه وهي؛ خو دا ډول پرېکړه، د حکومت ورځنی کار نه دی او یوه لویه پرېکړه ده.

د پوهنې په وزارت کې د (اسلامي زده کړو د څانګې» له منځه وړلو په اړه د دې وزرات له خوا د اعلامیې پر خپرولو له نیوکو وروسته، دې وزارت جوماتونو ته د ښوونځیو د لومړنيو ټولګیو د لېږد پرېکړې په تړاو لیکلي و چې خپل جوړښت یې بدل کړی؛ څو اسلام د تعلیم او تربیې په سیستم کې محوري ځای ولري.

سرچینې لیکلي و چې د پوهنې وزارت؛ عمومي زده کړې، دارالحفاظونه او مدرسې د اسلامي زده کړو تر عمومي ریاست لاندې راوستي، په داسې حال کې چې مخکې د اسلامي زده کړو ریاست د جوړښت له مخې یو معینیت و، خو د محتوا (صلاحیتونو او مسوولیتونو) له مخې یوه کوچینۍ اداره وه او یوازې پر دارالحفاظونو او مدرسو یې تمرکز درلود.

Views: 1

Exit mobile version