ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د سون توکو بیې اووه سلنه لوېدلې دي

په کابل کې د سون توکو بیې اووه سلنه لوېدلې دي

author avatar
12 Dec 2020 - 17:09
په کابل کې د سون توکو بیې اووه سلنه لوېدلې دي
author avatar
12 Dec 2020 - 17:09

کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ٩٩): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د سون توکو بیې ټيټې شوې خو د عربي سرو زرو بیه لوړه شوې ده.

د کابل ښار د شهید څلورلارې په سیمه کې یوه لرګي پلورونکي قدرت الله پژواک ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ټن ډبرو سکرو بیه له ٧٦٠٠ څخه ۶۵۰۰ افغانۍ، د یو خروار سرې ارچې بیه له ۹۰۰۰ څخه ۷۸۰۰ افغانۍ او د یو خروار بې پوسته بلوط لرګیو بیه له ۹۰۰۰ څخه ۸۸۰۰ افغانۍ ته ټيټې شوې دي.

د نوموړي په خبره، د خلکو د تقاضا د کمښت له امله د یادو توکو بیې ټيټې شوې دي.

د تېلو او مایع ګاز بیو تغییر نه دی کړی.

د کابل ښار د تایمني څلورلارې د هاشمي د تېلو ټانک یوه کارکوونکي د معلوماتو له مخې، نن هم لکه د تېرې اوونۍ په څېر یو لېتر ډېزل په ٣٨ او یو لېتر پټرول په ۳٧ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې نن هم لکه د تېرې شنبې په څېر د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه ۵۵ افغانۍ ده.

خو د عربي سرو زرو بیه لوړه شوې ده.

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له  ٣٧٠٠ افغانیو۳۸۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د هغه په وینا، په کابل ښار کې د سرو زرو بیو بدلون په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیې له بدلون سره تړاو لري.

نوموړي زیاته کړه، نن هم د تېرې شنبې په څېر د یوه ګرام ٥٨٥ عیاره روسي سرو زرو بیه ۳۱۰۰ افغانۍ ده.

د خوراکي توکو بیې هم پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار په منډوي بازار کې یوه پرچون پلورونکي محمد امېد حسین پژواک ته وویل چې نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۷۲۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په٢۲۷٠ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ٢٤٠٠ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۴۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ٣٠٠ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ٣۲٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه عمده پلورونکي حامد صوفي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۸۰۰افغانۍ، ۵۰ کیلوګرامه هندي بوره په٢٣٠٠ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ٢٤٥٠ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۵۰۰افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۲۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو بیه یو څه لوړه شوې ده.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ٧۷ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې ٤٧٩ افغانۍ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د لیندۍ په ۱۵ مه د یوه امریکايي ډالر بیه ٧٦،٨٠ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په٤٧٩  تبادله کېدې.

Visits: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.