ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
12 Dec 2020 - 19:59
author avatar
12 Dec 2020 - 19:59

جلغوزي په چين کې ستر بازار او مينه وال لري؛ د چين په شمال ختيځ کې دې ته ورته يو بل ډول جلغوزي هم شته، خو پوسټکی يې سخت دی او د خوړلو په وخت کې په اسانه نه ماتېږي. د چيني مشتريانو په نظر د افغانستان جلغوزيو پوستکی نازک دی او په اسانه لرې کېدلی شي، مغز یې هم لوی او خوند يې هم ښه دی. همدارنګه دغه جلغوزي له ونو له ټولولو، پاکولو او بېرياني کولو پورې يوازې مالګين خوند په کې لږ څه زياتېږي چې هېڅ کيمياوي مواد په کې نشته. نو دغه خوندور او د روغتيا له اړخه ډاډمن جلغوزي د چيني مشتريانو ډېر د خوښې وړ دي.

که څه هم د افغانستان جلغوزي ډېر ښه کيفيت لري، خو مخکې چين ته په مستقيم ډول نه شوای صادرېدای؛ پخوا د افغانستان جلغوزي د سوداګريز محدوديت له امله يوازې په ټيټې بيې لومړی پاکستان ته صادرېدل او د پاکستان په نوم بيا په چين کې پلورل کېدل.

له نېکه مرغه يو کمربند او يوې لارې چين ته د افغانستان د جلغوزو د صادراتو لپاره يوه دروازه خلاصه کړې ده. د ۲۰۱۸ کال په جون کې چين ته د افغانستان د جلغوزيو صادرولو تړون لاسليک شو او د همدغه کال په نومبر مياشت کې د الوتکو ځانګړو پروازونو په وسيله له افغانستانه چين ته د جلغوزو صادرولو پروژه پيل شوه. له هغه وخت وروسته د چين له پسرلني اختر مخکې په څلورو مياشتو کې په ۶۴ مستقيمو الوتنو کې جلغوزي له افغانستان څخه چين ته ورسېدل چې څه باندې زر ټنه جلغوزي له افغانستانه چين ته صادر شوي او عمومي ارزښت يې څه باندې پنځلس ميليونه ډالرو ته رسېده. په ۲۰۱۹ کال کې دې سوداګرۍ په عادي ډول دوام درلوده.

په دې هکله چيني سوداګر هم ډېر خوشحاله او خوښ دي. د چين يو شرکت چې له څه باندې شلو کلونو راهيسې د جلغوزيو تجارت کړی او کوي يې، روان کال له اکتوبر څخه د افغانستان د جلغوزيو په تجارت پيل کړی او اوس کار ډېر مصروف او ښه روان دی. د دغه شرکت مالک شوی جيان جونګ په دې اړه ډېر خوښ او ښه احساسات لري او ويې ويل، زموږ په فابريکه کې ټول جلغوزي له افغانستانه راغلي دي، پخوا دغه جلغوزي په عمده توګه د پاکستان د سوداګرو له خوا چين ته صادرېدل، خو کله چې دوه کاله مخکې د يو کمربند او يوې لارې پلان په رڼا کې له افغانستانه چين ته د الوتکو په وسيله د جلغوزيو د لېږدولو تړون لاسليک شو، له افغانستانه زموږ فابريکو ته د جلغوزيو د رسېدو لپاره يوازې دوو يا درېيو ورځو ته اړتيا شته؛ دا ډېر مهم پرمختګ دی چې د ليږدولو په وخت لنډون راغلی او دا د جلغوزيو ښه کيفيت تامينولی شي.

ويلی شو چې په چين کې له هرې يوې دانې افغان جلغوزيو سره د ډېرو کسانو هيلې او د دواړو هېوادونو پاملرنې دي. په چين کې هم د دولت او خلکو په کچه د جلغوزيو تجارت ته په درنه سترګه کتل کېږي. د ۲۰۱۹ کال د چين په دويم نړيوال وارداتي نندارتون کې چيني تصدۍ د جلغوزيو اخيستلو لپاره څه باندې پنځه څلوېښت ميليونه ډالرو په اندازه قرارداد لاسليک کړ. په همدغه کال کې د چين اړوندې تصدۍ له افغانستان سره يو بل تړون لاسليک کړ چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به له افغانستانه د څه باندې ۶۲زرو ټنو په اندازه جلغوزي وارد کړي. د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر مياشت کې د جيانګ سو ولايت د های أن په نوم د ګمرکي بهير داخلې او وتلو د مرکز د افغانستان له اړوند شرکت سره د همکارۍ هغه تړون لاسليک کړی چې له افغانستانه به درې زره ټنه جلغوزي وارد کړي. له دې څرګندېږي چې د چين مشتريان جلغوزيو ته لېوالتيا او تقاضا یې لري او د جلغوزیو ستر بازار یې بللی شو.

د چين د جه جيانګ ولايت په فو يانګ ښار کې د افغانستان د جلغوزيو يو لوی شرکت شته چې مالک يې لو جيان جونګ يو پنځه اويا کلن سړی دی. هغه له پنځه ويشتو کلونو مخکې د چين په شينجيانګ کې په لومړي ځل د افغانستان جلغوزي ليدلي او خوړلي يې دي. په هغه وخت کې د پاکستان سوداګر د شينجيانګ کاشغر ته دغه جلغوزي راوړي او پلورلي دي. نو هغه پنځه ويشت کلونه مخکې هيله درلوده چې يوه ورځ د افغانستان جلغوزي په مستقيمه ډول چين ته صادر شي او دغه هيله په ۲۰۱۸ کال کې رښتینې شوه. هغه په خوشحالۍ سره وويل، کله چې ما واورېدل چې له افغانستانه په مستقيمه توګه چين ته د جلغوزيو د صادراتو په هکله تړون لاسليک شوی، زه ډېر خوشحاله شوم، پخوا هغه پروسه چې د افغانستان جلغوزي د پاکستان او د شينجيانګ د ارومچي له لارې موږ ته رسېدل، نوره ختمه شوه. دا ډېره مهمه ده چې د جلغوزيو د لېږد وخت ډېر لنډ شوی او په لاره کې د دغو جلغوزيو حالت او ښه خوند په خپل حال ساتل کېږي. ويلی شو چې د لېږد رالېږد تر ټولو سخته ستونزه اوس حل شوې ده.

په څه باندې شلو کلونو کې ښاغلي لو جيان جونګ يوازې د افغانستان د جلغوزيو سوداګرۍ ته ځانګړې پاملرنه کړې او کوي يې؛ ځکه چې هغه ورسره د زړه له کومې مينه لري. نو هغه هره ورځ په فابريکه کې ګرځي او د جلغوزيو د چمتو کېدو بهير ټول پړاويزونو کارونه په خپله ګوري او څاري. د ده په نظر د افغانستان جلغوزي ډېر خوندور دي او دا هرومرو په ښه توګه تأمينوي چې بازار ته پاک، سالم او خوندور جلغوزي برابر او وړاندې کړي، څو چينايي مشتريان د افغانستان جلغوزي خوښ کړي او ترې خوند واخلي. هغه وويل، په څه باندې شلو کلونو کې مو د جلغوزيو د کيفيت تأمينولو په برخه کې ډېر جدي کارونه ترسره کړي دي. هغه افغان سوداګر چې له ما سره همکاري کوي، ټول پر دې ښه پوهېږي چې زه يوازې باکيفيته جلغوزي غواړم. وروسته موږ په چين کې د جلغوزيو چمتو کولو په بهير کې د جلغوزيو رنګ، خوند او څېرې، ټولو ته پاملرنه کوو.

په چين کې د جلغوزيو پروسس او بسته بندي په شرکتونو کې د چمتو کېدو پروسه څو پړاوونه لري: جلغوزي لومړۍ د ماشينونو په وسيله مينځل کېږي او پخېږي، د جلغوزيو پخېدو له پروسې وروسته د ماشين په وسيله سوځېدلي جلغوزي جلا کېږي او غورځول کېږي او وروسته کارګران په لاسونو باندې جلغوزي د کيفيت له مخې سره جلا کوي. دغه ډول جلغوزي اوس د چين د وچو مېوو په بازارونو کې ډېر د هرکلي وړ خوراک دی.

اوسمهال د الوتکو په وسيله په مستقيمه توګه له افغانستانه چين ته د جلغوزيو د صادراتو کار په دې وروستيو دوو کلونو کې شروع شوی؛ د دواړو هېوادونو د جلغوزيو سوداګرو ترمنځ تګ راتګ لا د پياوړتيا په لاره کې دی، په دې برخه کې چيني او افغان سوداګرو دواړو ډېرې هلې ځلې کوي چې لا زيات جلغوزي چين ته صادر شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني مخکې ویلي وو چې د الوتکې له لارې چين ته د افغانستان جلغوزيو لېږدول ستر اهميت لري او د يو کمربند او يوې لارې تر پلان لاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او نړيوال بازار ته د افغانستان د توليداتو د صادراتو لپاره هم ګټې لري. اوسمهال چين ته د الوتکو په وسيله د افغانستان د توليداتو د لېږدولو کارونه لا هم د پيل په پړاو کې دي، که لا زيات چيني او افغان تصدۍ په دې تجارتي تګ راتګ کې ګډون وکړي، نو د جلغوزيو په شان به د افغانستان لا زيات ډول وچې، تازه مېوې، لاسي صنايع او کاني مواد چين ته د صادرېدو ښه فرصت ولري.

Visits: 49

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.