ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مُحب: د سولې خبرو نور پړاوونه دې د هېواد دننه ترسره شي

مُحب: د سولې خبرو نور پړاوونه دې د هېواد دننه ترسره شي

author avatar
12 Dec 2020 - 14:27
مُحب: د سولې خبرو نور پړاوونه دې د هېواد دننه ترسره شي
author avatar
12 Dec 2020 - 14:27

کابل  (پژواک، ٢٢ لېندۍ ٩٩): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، د بين الافغاني مذاکراتو راتلونکي پړاوونه بايد په افغانستان کې دننه وي او دولت چمتو دى چې د هېواد هره سيمه چې طالبان پيشنهادوي، هلته خبرې پر مخ يوسي.

نوموړي دغه څرګندونې د لېندۍ په ٢۲مه وروسته له هغه په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلې چې ټاکل شوې ده په قطر کې د بين الافغاني مذاکراتو پلاوي د درېیو اوونيو لپاره رخصت وکړي.

د ملي امنيت سلاکار ويلي، د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پاتې پړاوونه باید د هېواد دننه تعقيب شي.

هغه زياته کړې، دولت د ځای په اړه ځانګړې ملاحظه نه لري او چمتو دی د هېواد هره سيمه چې طالبان پيشنهادوي، هلته د تاسیساتو جوړولو په شمول، بشپړه اماده ګي ونيسي او خبرې پر مخ يوسي.

مُحب وايي، د افغانستان دننه د سولې خبرې به ټولو ته د باور وړ ځانګړې امنیتي ساحه رامنځته او افغان ولس ته پر سوله او مذاکراتو د مالکيت او نظارت توان ورکړي.

ده زياته کړې: “مذاکره‌ کوونکي به د خپلو هېوادوالو له کړاوونو او غوښتنو له نږدې او په بهتره توګه اګاه وي او په دې پروسه کې به د اضافي لګښتونو مخنیوی وشي.”

د ملي امنيت سلاکار وايي، د افغانانو ترمنځ خبرو کې اړینه ده چې را روان پړاوونه یې په افغانستان کې وي، څو سوله د بهرنیو شرایطو پر ځای د افغاني ټولنې له واقعیتونو متاثره، سراسري او دایمي وي.

د مُحب په وينا، په بهر کې سوله او سوله‌ کوونکي له بهرني شرایطو متاثره وي او تجربو ښودلې چې دا ډول سوله افغاني ګټي نه تامینوي.

له دې مخکې په قطر کې د افغان دولت مرکچي پلاوي يوه غړي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته ويلي وو چې د روانې اوونۍ په اوږدو کې به د افغان دولت مرکچي د کابل پر لور وخوځېږي.

سرچينې زياته کړه، دا چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د پلاوي ډېرى غړي خپلو کورونو ته نه دي تللي، نو دواړو لورو په مذاکراتو کې د يوې وقفې پرېکړه وکړه.

په قطر کې يوې بلې ډيپلوماتيکې سرچينې هم پژواک اژانس ته ومنله چې مرکچي پلاوي په دې اوونۍ کې رخصتېږي او دولتي مرکچي پلاوي غړي به په يوه ځانګړې الوتکه کې کابل ته ولاړ شي.

بلخوا په کابل کې د ملي روغې جوړې عالي شورا يوې سرچينې هم پژواک اژانس ته ومنله چې دواړو لورو په مذاکراتو کې د وقفې کولو په اړه سلا مشورې کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې دواړو لورو پر وقفې موافقه کړې، خو تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د یادونې ده، شاوخوا درې میاشتې مخکې په لومړي ځل په قطر کې د افغانستان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ په رسمي توګه د سولې خبرې پیل شوې.

د دې خبرو د پرانيستې په مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د بهرنیو چارو شل وزیرانو او نورو چارواکو ګډون کړی و.

همدارنګه په دغو مراسمو کې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر هم برخه درلوده.

د رسمي خبرو له پیل وروسته د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو له غړو د تماس ډله وټاکل شوه څو د سولې خبرو د اجنډا او نورو غونډو لپاره طرزالعمل نهایي کړي.

پر طرز العمل د خبرو په پيل کې ځيني اختلافات رامنځته شول چې بالاخره تېره اوونۍ دواړو لورو پر ٢١ ماده ييز طرزالعمل موافقه وکړه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.