Pajhwok Afghan News

 په کابل ښار کې يو څارنوال ووژل شو

کابل (پژواک، ۲۳ ليند ۹۹): د کابل امنيه قومانداني وايي چې ناپېژاندو وسله وال نن سهار د دغه ښار د اتمې حوزې اړوند سيمه کې د حبيب الله په نوم يو څارنوال وواژه.

د کابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز وويل چې دغه پېښه نن سهار څه باندې اته بجې د رحمن مېنې (کارته نو) سيمه کې رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د کابل ښار د ١٥ حوزې اړوند ساحه کې د مقناطیسي ماين د چاودنې له امله دوه کسان ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

تراوسه ددغو پېښو مسووليت کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

Views: 2

Exit mobile version