Pajhwok Afghan News

ننګرهار کې د فزيکي بيارغونې مرکز ودانۍ جوړه شوه

ننګرهار کې د فزیکۍ بیا رغونې ودانۍ

جلال اباد (پژواک ۲۷ لېندۍ ۹۹): د ننګرهار په ۶ سوه بستریز روغتون کې د ۶۳ میلیونه افغانیو په لګښت د معلولو وګړو د فزیکي بیارغونې مرکز ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

چارواکي وايي، دغه ودانۍ د پوسټ کوډ لاټري او د سويډن پراختيايي ادارې په مالي همکارۍ جوړه شوې ده.

د ودانۍ پرانيسته د لېندۍ په ۲۷مه د ننګرهار د والي او څو نورو مسوولينو له لوري وشوه چې عملاً يې ځينو معلولينو ته د بدن مصنوعي غړو جوړولو چاره هم پيل کړه.

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وویل، یاده ودانۍ د دوو کلونو په موده کې د پوسټ کوډ لاټري او د سویډن پراختیایي ادارې له لوري د ۶۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې چې ۱۸ اطاقونه، درې هالونه، د اورتوپیدي، فزیوتراپي او کمپونټ ورکشاپ برخې لرې.

امرخېل له ډاکټرانو وغوښتل چې له خلکو سره په ښه چلند سره روحي بیارغونه هم ترسره کړي، همداراز یې د فساد پر ضد مبارزه، د خپل وطن د ابادۍ لپاره یو ساعت ډېر کار کول او له ناچاره وګړو سره مرسته کول د ټولو افغانانو مسوولیت او دنده په ګوته کړل.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نصيراحمد دراني وويل، دغه مرکز تر دې وړاندې د جلال اباد حوزوي روغتون په انګړې کې په يوه کوچني ځای کې جوړ شوی و چې هلته يې کارونه له ستونزو سره مخ و.

نوموړي دا هم وويل چې د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به د دغه مرکز کارونه پراخه او هم به يې د ځای ستونزه حل شي.

د ننګرهار ۶۰۰ بستريز روغتون چې د ښار د شپږمې ناحيې اړوند مولوي خالص فاميليو سيمه کې موقعيت لري.

چارواکي وايي، د ټولو برخو په رغېدو سره به يې د ختيځ په کچه د خلکو روغتيايي ستونزې تر يوې کچې حل کړي.

Views: 9

Exit mobile version