Pajhwok Afghan News

هلمند کې پر ملي اردو د موټربم چاودنه شوې

لښکرګاه (پژواک، ٣٠ لېندۍ ٩٩): د هلمند د امنيې قوماندانۍ مسوولين وايي چې په ناوې ولسوالۍ کې د ملي اردو پر کتار د موټربم بريد شوى دى.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ له لوري د لېندۍ په ٣٠مه په يوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د ناوې ولسوالۍ د دژصاحب په سيمه کې د ملي اردو پر کتار د موټربم بريد شوى دى.

خو يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې په سيمه کې دا مهال سخته جګړه روانه ده او د موټربم بريد مرګ ژوبله نه لري.

په ورته وخت کې هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار د ناوې ولسوالۍ په مومن خان سيمه کې يو موټربم موخې ته تر رسېدو وړاندې له منځه وړل شوى دى.

سرچينه وايي: ((وسله والو طالبانو پلان درلوده څو د ناوې ولسوالۍ په مومن خان سيمه کې د ملي اردو ځواکونو پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړي. ملي اردو ځواکونو د وسله والو طالبانو موټربم تر پېژندنې وروسته په نښه کړی او هدف ته تر رسېدو وړاندې له منځه يوړل شوى.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په دې اړه به نور جزييات وروسته خپاره شي.

Views: 14

Exit mobile version