ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لودین: حکومت دې د سولې مرکچي پلاوي ته د دولت سیاست اساسي کرښې وټاکي

22 Dec 2020 - 11:18
22 Dec 2020 - 11:18

کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۹۹): د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي غړي یاد ټېم ته د افغان دولت  سیاست د اساسي کرښو ټاکلو غوښتنه کړې او د سولې خبرو د دویم پړاو د دوام لپاره یې د دې کرښو ټاکل مهم وبلل.

د یادونې ده، د افغان دولت او طالبانو مذاکراتي پلاوي تر ۸۰ ورځو خبرو وروسته د سولې خبرو پر طرزالعمل توافق وکړ او د راپورونو له مخې، دواړو لورو د دویم پړاو خبرو لپاره خپلې اجنډاوې هم له یو او بل سره شریکې کړې دي. دواړو مذاکراتي ټېمونو د سولې خبرې د مشورو په موخه درې اوونۍ وځنډولې او ټاکل شوې د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ په پنځمه د بین افغاني خبرو دوم پړاو پیل شي.

د افغان دولت مرکچي پلاوی او د مشرانو جرګې غړي مولوي عطاءالله لودین د دې جرګې په نننۍ ناسته کې په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغان دولت د سیاست د اساسي کرښو پر نه ټاکلو د نیوکې ترڅنګ وویل: ((که حکومت په دې موده [د سولې خبرو د دویم پړاو لپاره په پاتې دوو اونیو] کې د دولت د سیاست اساسي کرښې نه شي ترتیب کولای باید د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې مرکچي پلاوی ته د دولت سیاست اساسي کرښې وټاکي، چې له مخې یې د مذاکرتو دویم پړاو ترسره شي، د دغه ډول کرښو د نه موجودیت په صورت کې پلاوی نه شي کولای خپل نظر وړاندې او پر مقابل لوري یې تحمیل کړي.))

هغه زیاته کړه، د سولې په خبرو کې یې د افغانستان د خلکو له غوښتنو کلکه دفاع کړې او د طالبانو د تصور خلاف چې فکر یې کولو یاد پلاوی تیت او پرک کېږي په یووالي د سولې خبرې ترسره کړې دي.

د نوموړي په خبره، طالبانو په لومړیو کې ټینګار درلود چې د سولې خبرو اساس باید د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون وي خو د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوي له دغه نظر سره مخالفت وکړ.

هغه زیاته کړه: ((موږ د احادیثو پر اساس وړاندیز وکړ چې د الله (ج) کتاب او د رسول الله ص سنت دې د خبرو اساس وټاکل شي چې دوی قبول نه کړل… د سولې خبرو د دوام لپاره د خلکو غوښتنو اساس ټاکلو په برخه کې د طالبانو استدلال دا و چې دوی د افغانستان دولت په رسمیت نه پېژني او د مشورتي جرګې وړاندیزونه باید د خبرو اساس ونه ټاکل شي. وروسته دیني بحثونه پیل شول او له دوو میاشتو وروسته طالبانو حکومت په رسمیت و پېژانده او موافقه وشوه چې څلور موضوعات (د دوحې تړون، د افغانستان د خلکو غوښتنې، د ملګرونو ملتونو د سازمان تړونونه او د سولې د ټینګښت لپاره دوه طرفه ژومنه) د سولې د خبرو د دوام لپاره اساس وټاکل شي.))

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر اوسه د افغان حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د لودین په خبره، د افغان دولت مذاکراتي پلاوی هغه موضوعات چې طالبانو د اجنډا لپاره وړاندې کړي کابل ته د سفر پر مهال له حکومت، د مصالحې له عالي شورا، ملي شورا او د ټولنې له نورو قشرونو سره شریکوي.

لودین د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، د طالبانو له خوا وړاندې شوې اجنډا شپږ موارد لري چې په هغو کې هم جزئیات نه دي موجود، خو افغان دولت پنځه موارد لرونکې اجنډا (امنیت، سیاست، پراختیا او علمي میکانیزم) وړاندې کړې ده. د هغو اجنډاوو په متن کې چې په رسنیو کې لاس په لاس کېږي خو تر اوسه په رسمي ډول نه دي تایید شوې پنځم مورد «د سولې هوکړه لیک وروستي کول» دي.

دغه راز د طالبان په ۲۴ ماده یيزه اجنډا کې چې تر اوسه په رسمي توګه نه ده تایید شوې، راتلونکي اسلامي نظام، د بشر اساسي حقونه، اساسي قانون، د اسلام او ملي عنعنو په چوکاټ کې د ښځو حقوق، د اسلام د اصولو مطابق د بیان ازادي، اوربند او نور موارد شامل دي.

لودین د افغان دولت له مرکچي پلاوی سره د ټولو دولتي بنسټونو او ټولنې د بېلابېلو قشرونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

نوموړي دغه راز وویل، د افغان دولت پلاوي په هغو لیدنو کې چې د نړی له دیني عالمانو سره یې درلودې، د دغه سازمان عالمان د هېواد د وضعیت او جزئیاتو په ورکولو دې ته مجبور کړل چې د افغانستان اوسنۍ جګړه حرامه وبولي.

نوموړي روښانه کړه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوي مشرتابه راتلونکې اوونۍ دې جرګې ته راځي او د مذاکراتو په اړه د جرګې غړو ته معلومات ورکوي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوي له دریځه د ملاتړ ترڅنګ وویل، د خلکو تصور هم دا و چې یاد پلاوی باید په یووالي او اتفاق د سولې خبرې ترسره کړي.

هغه هیله مندي څرګنده کړه چې دواړه لوري به وکولای شي د خلکو غوښتنو (سولې) ته ورسېږي.

د مشرانو جرګې رییس وویل، اوس ټولو ته روښانه شوې چې طالبان په پاکستان کې شتون لري، افغان دولت او نړیواله ټولنه باید له پاکستان سره جدي خبرې وکړي. که چېرته یاد هېواد په افغانستان کې سوله غواړي نو د سولې په بهیر کې دې مرسته وکړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version