ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
24 Dec 2020 - 19:04
author avatar
24 Dec 2020 - 19:04

د لاجورد کلتور او صنعت اوږد تاريخ لري. د افغانستان په بدخشان کې د لاجوردو استخراج چارې څه د پاسه شپږ زره کلن تاريخ لري. لاجورد په افغانستان، پاکستان، هند، امريکا او په څو نورو هېوادونو کې پيدا کېږي، خو د افغانستان لاجورد تر ټولو د ښه کيفيت لرونکي دي او هم ښکلي دي. د لاجوردو ښايسته اسماني رنګ د حيرانۍ استازيتوب کوي او دغه طبعي لاجوردي رنګ له افغانستان څخه ټولې نړۍ ته يوه ارزښتناکه ډالۍ ګڼل کېږي.

لاجورد زرګونه کلونه مخکې د لرغونې ورېښمو لارې باندې چين ته داخل شوي او د دغه هېواد په بېلا بېلو د امپراطورۍ په دورو کې د امپراطورانو او د دربار جګپوړو مامورينو ډېر د خوښې وړ ګرځېدلي دي. په اوسنۍ زمانه کې لاجورد د چين د قيمتي ډبرو په بازار کې زيات مينوال لري.

تاسو ته معلومه ده چې د افغانستان له لاجوردو څخه په چين کې څه ډول بېلابېل هنري توکي، اثار او زيورات جوړېږي؟

په چين کې لاجورد په سرو زرو او قيمتي ګاڼو کې کارول کېږي او خلک يې ډېر خوښوي. مشهور چينايي زرګر دوجيان يي لاجورد ډېر خوښوي او په ډېرو ښکلو ګاڼو او زيوراتو کې ترې کار اخلي، نوموړی پر ګاڼو د سرو زرو نازکې کرښې اوباسي او بیا لاجورد او د نورو قیمتي ډبرو غمي پرېږدي او په زرګرۍ کې لوی لاس لري. هغه وايي، کله چې د لاجورد اسماني رنګ له طلايي رنګ سره مل شي، نو ډېر ښکلی ښکاري، چينايان له سور، شين او ژيړ رنګونو سره ډېره مينه لري او دا يې یو تاریخي دود دی. زه په امپراطورۍ ماڼۍ کې کاريدلي تخنيک ته په کتو، پر ګاڼو د سرو زرو نازکې کرښې اوباسم او بیا د لاجورد په شمول د ډول ډول قیمتي ډبرو غمي پرې کاروم، چينايان یې له پخوا زمانو راهیسې ډېر خوښوي.

همدارنګه د دې تر څنګ د لاجورد ډبرې د بڼې له مخې ډول ډول مجسمې چې څيرې يې له چيني کولتور سره مشابهت او ټينګ تړاو لري، د هنرمندانو په لاس په هنر سره حکاکي کېږي. په چين کې د قيمتي ډبرو د حکاکي کولو په ساحه کې د ملي کچې ښوونکی او مشهور هنرمند جانګ تي چنګ په دې برخه کې څه د پاسه شل کلنه تجربه لري، له لاجوردو څخه د مجسمو په جوړولو لګيا دی او تر اوسه يې ډېرې زياتې مشهورې لاجوردي مجسمې جوړې کړې دي. هغه د لاجوردي مجسمو د جوړولو علاقه من دی او په دې اړه ژور احساسات لري.هغه وويل، ما په لومړي سر کې د قيمتي ډبرو د حکاکۍ په يوه فابريکه کې څو کاله کار کړی، خو هلته مې هېڅکله د لاجوردو حکاکي نه وه کړې. پوهېږې، ولې؟ ځکه د تيرې پيړۍ په نويمه لسيزه کې لاجورد يوه ډېره ګران بيه ډبره بلل کېده او هغو کارګرو چې اته يا لس کلنې تجربې نه درلودې، اجازه نه درلوده لاجورد حتی لمس کړي، څرنګه چې لاجورد ډېر قيمتي و او له افغانستان څخه وارد شوي وو چې په هغه وخت کې له افغانستان څخه چين ته د لاجوردو د واردولو په ترڅ کې ډېرو زياتو مشکلاتو شتون درلود.

بله خوا له لاجوردو څخه د مجسمو جوړول ډېر باريک مشکل کار دی، څرنګه چې له لاجوردو څخه د حکاکي کولو کار ډېر حساس او مشکل دی. مثلا موږ همېشه له لاجوردو څخه د چيني کولتور له مخې د مشهورو انسانانو څېرې او مجسمې جوړوو، نو لومړی بايد د اړوند شخص څيرې له مخې لاجوردي ډبره پالش او ښه صيقل شي، که په دې ترڅ کې فشار لږ او يا زيات شي، ښايي ډبره ماته او زيانمنه شي د مجسې ښکلا خرابه شي. نو د لاجوردي مجسمې جوړېدو په ترڅ کې بايد په دقت سره او په حوصلې سره کار وشي او معمولا د يوې مجسمې بشپړيدل ډېر وخت ته اړتيا لري.

د چين په لرغونې زمانه کې د لاجوردو د تعريف په اړه يوه جمله شته چې د لاجوردو رنګ اسمان ته ورته دی او ورباندې د سرو زرو ټکو کې د زرګرۍ کارونه يې داسې دي لکه په اسمان کې ستوري. د چين د لرغون پيژندنې د ريکاډ له مخې په چين کې د لاجورد د پيدا کولو او استفاده کولو تاريخ د دويمې پيړۍ د ختيځ هان امپراتورۍ دورې ته رسيږي او د چينګ امپراطوري له دورې مخکې د لاجورد سينګار د منځنۍ او په لويديځه اسيا کې له مروجو سبکونو شکلونو سره ورته و. د چينګ د امپراطورۍ په دوره کې د ختيځ او لويديځ ترمنځ د تجارت د پرمختګ سره د لاجوردو اصلي سوچه ډبرې چين ته راوړل شوې دي په هغه وخت کې چينايي هنرمندانو د چين د کلتور له مخې د غرونو، ونو، بودايانو او په لرغونو کيسو کې د مشهورو انسانانو د څيرو ډول ډول مجسمې حکاکي کړې دي.

د لاجوردو مشهور ماهر او کارو باري شوی ليان شنګ چې روان کال څلور اويا کلن دی، وايي څه د پاسه شل کلونه مخکې مې لومړی ځل لاجورد وليدل د لاجوردو شينوالي ځان ته وکاږلم او لاجوردي هنر ته مې مخه کړه. هغه هيله لري چې په دې توګه لا زيات شمېر چينايي مشتريان د افغانستان لاجورد وپيري او د لاجوردو په وسيله د چين او افغانستان ترمنځ کلتوري تګ راتګ لا پياوړتيا ومومي. شوی ليان شنګ وويل، په لرغونې زمانه کې له افغانستان څخه تر منځنۍ او لويديځې اسيا، د مديتراني سمندر او روم ته لار د لاجوردو په نامه يادېدله. د چين د هان د امپراطورۍ په دوره کې د لرغونې ورېښمو لارې استازي چانګ چيان تر مشرۍ لاندې لومړي کاروان پرې سفر کړی او پرانيستل شوې ده، له دې وروسته دا دوې لارې يو بل سره نښلول شوې، نو لاجورد هم له دې لارې چين ته داخل شوي دي. ويلی شو د لاجوردو لاره او د لرغونې ورېښمو لاره د دوو جلا کلتورونو د يو ځای کولو او پيوستون لاره ده. د چينګ امپراطورۍ دورې وروسته د ورېښمو لارې پرمختګ وکړ او مشهوره شوه او د يونګ جنګ امپراطور زيات لاجورد چين ته وارد او راوړل چې په امپراطورۍ ماڼۍ کې د امپراطورۍ کورنۍ په تېره بيا د ميرمنو او د جګپوړو مامورينو ډير د خوښ وړ شول.

لاجورد د شوی ليان شنګ لپاره يوه بله کړکۍ خلاصه کړه له تقاعد وروسته يې د ژوند د خوښې وړ يوه علاقه ترلاسه او وموندله. له لاجوردو سره د ده کيسې په ترڅ کې بايد د تيرې پيړۍ د نويمې لسيزې پيل يادونه وشي. هغه وويل، په هغه وخت کې ما د بهرنۍ سوداګرۍ په يوه دولتي شرکت کې کار کاوه او زموږ شرکت له افغانستان څخه يو ټن لاجورد وارد کړل. موږ د لاجوردو په هکله دومره زيات معلومات نه درلودل. ما د لاجوردو په اړه کتابونه مطالعه او ولوستل، له اړوندو پوهانو څخه مې هم په دې اړه پوښتنې وکړې، په دې باندې وپوهيدلم چې لاجورد ډېره ارزښتمنه قيمتي ډبره ده او د افغانستان د ملي ډبرې په توګه بلل کېږي، ځانګړی جالب رنګ لري چې د اسمان په شان صاف شين دی. په دغه يو ټن لاجوردو کې څه د پاسه اوويا سلنه ډېر ښه کيفيت درلود، ما چې کله د لومړي ځل لپاره لاجورد وليدل احساس مې وکړ چې لاجورد د اسمان او سمندر ګډ رنګ لري چې ښکلی، دروند او موزون دی.

وروسته يې په خپله يو ټن لاجورد واخيستل او په چين کې د لوړې کچې د قيمتي ډبرو د حکاکي کولو په ساحه کې له مشهورو حکاکګرو سره يې تماسونه ونيول. ويلی شو چې شوی ليان شنګ او د لاجوردو د حکاکۍ ماهر هنرمند جانګ تي چنګ يو بل ته ګټې او په دې توګه برياليتوبونه رسولي دي. جانګ تي چنګ د لاجورد د حکاکي هنر په مټ ډيرې عجيبې پنځونې کړې دي چې د ستاينې وړ دي چې لامل او سرچينه يې شوی ليان شنګ بولي. جانګ تي چنګ وويل، شوی ليانګ شنګ هيله درلوده چې زه له لاجوردو څخه په زړه پورې ظريف تزئيني هنري توکي جوړ کړم. په څه د پاسه دوه کلونو کې مې په ځانګړې توګه له لاجوردو څخه د انسانانو، حيواناتو، ګلونو، لوښو، بوتلونو په شمول ډول ډول هنري اثار جوړ کړل چې زما د حکاکې کولو او ډيزان او مهارت سويه ورسره هم ډېره لوړه شوه.

د دوی ترمنځ تل ښه همکاري وه. جانګ تي چنګ وويل، په چين کې د قيمتي ډبرو د حکاکي کولو په ساحه کې د نسل په نسل کارګرو ښکلي هنري اثار جوړ کړي دي. موږ د پخوانيو استادانو د لاجوردي بڼو او نظريو په راغونډولو سره لا کوښښ کوو چې له دغو هنري توکو څخه د کلتور او نيکمرغۍ اهميت وړاندې او څرګند کړو. لاجورد د کلتور څرګندولو یو ډير ښه بنسټ دی چې د چين کولتور د لاجوردي مجسمو پر جوړېدو اغيزه کوي او جوړې شوې لاجوردي مجسمې هم د چين کلتور خپروي.

شوی ليان شنګ وويل، زه همېشه فکر کوم چې څرنګه داسې هنري اثار جوړ کړم چې د دوه ډوله کلتورونو څرګندونه په ښه توګه وکولی شي. نو ما له جانګ تي چنګ او نورو مشهورو هنرمندانو او د دې برخې له کارګرو سره همکارۍ کړې ده او ډېرې ښې لاجوردي مجسمې او اثار مو جوړ کړي دي. زه هيله لرم چې دغسې لاجوردي مجسمې د چين او افغانستان ترمنځ د کلتوري تګ راتګ په برخه کې د لا نږدېوالي رول ولوبوي او دا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ په هنري همکاريو کې يوه څرګنده اغېزمنه لاره اوسي.

په حقيقت کې په چين کې د لاجورد د جوړېدو په ساحه کې ډېر زيات زيار ايستونکي تکړه هنرمندان شته. کله چې دغه ښکلي اسماني لاجورد د چيني تخنيکونو له لارې په هنري اثارو باندې بدل شي، د چين په بازار کې د لاجورد مينوال به نور هم ورسره ډېر زيات شي.

Visits: 28

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.