Pajhwok Afghan News

د تېرو ٢٤ ساعتونو پر مهال د کرونا له امله نهه کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ٨ مرغومی ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٤٠ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٢١٤٧ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د مرغومي په اتمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٦٩٩ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ١٤٠ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٢١٤٧ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې ٢٧ په کابل، ٢١ په هرات، ٢٠ په کندهار، ١٩ په کاپيسا، ١٦ په تخار، ٩ په ننګرهار، پنځه په فراه، څلور- څلور په بلخ او لغمان، درې- درې ميدان وردک او هلمند، دوه- دوه پکتيا، دايکنډي، اروزګان او فارياب او يوه- يوه هم په غزني او کونړ ولايتونو کې ثبت شوې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٧٩ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٤١٦١٠ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله نهه کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢١٧٩ ته ورسېد.

د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د عامې روغتيا وزارت له خلکو په وار وار غوښتنه کړې چې د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

Views: 0

Exit mobile version