ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
29 Dec 2020 - 13:04
author avatar
29 Dec 2020 - 13:04

زمان په چټکۍ سره د تېرېدو په حال کې دی، دا دي ۲۰۲۰ کال هم د ختم په درشل کې دی او تاريخ ليکوونکي به د دې کال لوړې ژورې ثبت کړي. دې کال هم د افغانستان او هم په نړيواله کچه ډېرې نادرې پېښې درلودې چې له دې مخکې نه وې تجربه شوې.

د افغانستان لپاره په ۲۰۲۰ کال کې تر ټولو مهم خبر په قطر کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې مشروط تړون او بين الافغاني ناسته ده.

له بده مرغه له تېرو څه باندې څلوېښتو کلونو را هيسې، د هر کال په پای کې د خبرونو سرټکي دا وي چې تېر کال د افغانستان لپاره ډېر خونړی و، متاسفانه د ۲۰۲۰ کال لپاره هم همدا خبره ده، موږ يو خونړی کال تېر کړ، په دې کال کې مو په زرګونو هېوادوال له لاسه ورکړي چې په دې سره په هېواد کې د بې سرپرستو يتيمانو او غمجنو والدينو شمېر زيات شو.

د دې ترڅنګ ځينې مثبت خبرونه هم لرو او هغه دا چې په تېره څلور لسيزه جګړه کې د لومړي ځل لپاره د سولې لپاره هم په کور دننه او هم په نړيواله کچه يوه اجماع رامنځ ته شوه.

د طالبانو او امريکا ترمنځ له افغانستان څخه د بهرنيو پوځيانو د وتلو په اړه شوی توافق، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د څه باندې شپږ زره بنديانو تبادله او بين الافغاني خبرې، افغانستان کې د ۲۰۱۹ کال د جنجالي ولسمشريزو ټاکنو په نتيجه کې په ۲۰۲۰ کال د مارچ په اتمه په هممهاله توګه په ارګ او سپېدار ماڼۍ کې د دواړو مخکښو انتخاباتي ټيمونو د مشرانو له خوا ځانونه د ولسمشر په توګه اعلانول او د لوړې مراسم، د بهرنيو فشارونو او يو شمېر بانفوذه کورنيو سياسيونو له خوا د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د واک شريکېدو په اړه سياسي توافق، ملي مصالحې عالي شورا رامنځ ته کېدل، د کوويد ۱۹ ويروس بريد او بالاخره د لومړي ځل لپاره افغانستان د رېل پټلۍ له لارې له ايران سره وصلېدل  په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان مهم خبرونه دي.

۲۰۲۰ کال د نړۍ لپاره هم له ستونزو او جنجالونو ډک کال و.

په ۲۰۲۰ کال کې نړۍ  له کوويد ۱۹ ويروس سره لاس او ګرېوان وه او ياد ويروس د نړۍ په هر ګوټ کې سر راښکاره کړ، هغه ويروس چې مخکې نه و پېژندل شوی او په ټولو هېوادونو کې يې د تعريف شوي ژوند په ټولو برخو کې د پام وړ بدلونونه رامنځ ته کړل.

* د روغتيا نړيوال سازمان په مارچ کې د کرونا نوی ډول ويروس يوه نړيواله وبا اعلان کړه. د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو د دغه ناپېژندل شوي ويروس د کابو کولو لپاره بې مخينې اقدامات ترسره کړل، خپلې پولې يې وتړلې،هوايي، ځمکني او سمندري ټرافيک بند شول، د ګڼې ګوڼې عامه ځايونه تعطيل او نړيوال ټرانسپورټي فعاليټونه نهايت محدود شول، د زده کړو سيستم په لومړيو کې په ټپه ودرېد او وروسته دغه سيستم انلاين شو او ان د ښارونو ترمنځ د خلکو پر تردد کې هم محدوديتونه وضع شول.

* په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په شمول مهمې نړيوالې غونډې په غير حضوري ډول د ويډيوکنفرانس له لارې ترسره شوې.

* د کوويد ۱۹ له امله نړيوال اقتصاد هم سخت زيانمن شو، د نفتو بيې را ولوېدې، نړيوال هوايي چلند صنعت، سيلانيز شکتونه سخت زيانمن شول.

د نورو برخو تر څنګ يې ورزش هم سخت اغېزمن کړ او د توکيو ۲۰۲۰ المپيک لوبې ۲۱ کال ته و ځنډول شو.

د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې تر اوسه په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس له ۷۵ ميليون ډېرې پېښې ثبت شوې او له امله يې له يو ميليون او شپږ سوه زره ډېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

امريکا کې پر کرونا ويروس اخته کسانو شمېر د نورو هېوادونو په پرتله ډېر او  کابو ۱۷ميليون تنو ته رسېدلی، ورپسې هند، برازيل، روسيه، فرانسه، اسپانيا، انګليستان، ايټاليا، ارجنټاين او کلمبيا… هېوادونه دي.

د رسنيو د معلوماتو له مخې تر اوسه په نړۍ کې د کرونا ويروس ضد له ۲۰۰ ډېر بالقوه واکسينونه د توليد په حال کې دي چې د چين، روسيې، انګليستان او امريکا درمل جوړونکو شرکتونو له خوا جوړ شوي واکسينونه د کلينيکي ازموينې د درېيم پړاو په نهايي مرحله کې دي، په يو شمېر هېوادونو کې دغه واکسينونه تاييد شوي او عامه تطبيق مرحلې ته رسېدلي.

* په روسيه، انګليستان، امريکا او اسراييل (نيواکي فلسطين) کې په پراخه توګه خلکو ته د واکسين تطبيق پيل شوی دی.

* په سپټمبر کې په انګليستان او په ډسمبر کې په هالنډ او په دې وروستيو کې په ډېری اروپايي هېوادونو کې د کرونا ويروس د نوي ډول تثبيتېدل هم تاييد شوي چې د طبپوهانو په خبره د سرايت قدرت يې د پخواني ويروس په پرتله اوويا چنده زيات دی.

دا چې دغه ويروس لومړی په انګليستان کې تثبيت شوی، نو د اروپا په شمول ګڼ شمېر هېوادونو له ياد هېواد سره پروازونه بند کړي.

په ۲۰۲۰ کال کې په نړيواله کچه سياسي او پوځي کړکېچونه

۲۰۲۰ کال د نړيوال سياست په ډګر کې هم د ډېرو بدلونونو شاهد و چې د امريکا جنجالي ولسمشريزو ټاکنو او د دغه هېواد په ټولنه کې د مېشتو نژادونو ترمنځ اختلافونو ډېرېدل، د امريکا- چين، امريکا- روسيې، امريکا- ايران، امريکا- ترکيې، ايران- عربستان ترمنځ د اړيکو خرابېدل او دغه راز د امريکا د “پېړۍ معاملې ” طرحې په رڼا کې د اسراييل او ځينو عربي هېوادونو ترمنځ د اړيکو جوړېدل، ارمنستان- اذربايجان ترمنځ جګړه او ناګورنا قره باغ سيمه له ۲۷ کاله نيواک وروسته د ارمنستان له ولکې څخه وتل او يوځل بيا د آذربايجان برخه کېدو ته اشاره کولای شو.

* له ځينو عربي هېوادونو سره د اسراييلو رسمي اړيکو جوړېدو د ترکيې او ايران سخت غبرګونونه او مخالفتونه را وپارول.

* د امريکا- چين، امريکا- روسيې، امريکا ترکيې هېوادونو ترمنځ په مختلفو دلايلو اړيکې ترينګلې شوې.

امريکا د يادو هېوادونو پر ځينو تصديو او شخصيتونو محدوديتونه وضع کړل.

* د امريکا او چين  ترمنځ له ناندريو ډک کال و، امريکا د چين پر ځينو لويو تصديو او شخصيتونو بنديزونه ولګول او په مقابل کې يې چين هم  ورته اقدام وکړ.

* امريکا د روغتيا نړيوال سازمان له غړيتوبه ووتله او دغه راز په هاګ کې د نړيوالې جنايي محکمې پر هغو قاضيانو بنديزونه ولګول چې په افغانستان کې يې د امريکايي پوځيانو د جنګي جنايتونو په اړه د پلټنې غوښتنه وکړه.

* امريکا په عراق کې د ايران د سپاه پاسداران لوی قوماندان، جنرال قاسم سليماني وواژه، ايران يې په ځواب کې په عراق کې د امريکا پر لويه پوځي اډه توغندويي بريد وکړ.

* چين په ۲۰۲۰ کال کې  سپوږمۍ ته د اکتشافي بېړۍ واستوله او په بريالۍ توګه يې ځمکې ته له سپوږمۍ څخه خاورې او شګې راوړې.

* له دې وړاندې په ۱۹۷۶ کې پخواني شوروي اتحاد له سپوږمۍ څخه ځمکې ته د خاورو نمونې راوړې وې.

په امريکا کې جنجالي انتخابات او په ياد هېواد کې د ټولنيز او سياسي درز زياتېدل

په امريکا کې د ۲۰۲۰  ولسمشريزې ټاکنې د ياد هېواد په تاريخ کې تر ټولو جنجالي ټاکنې وې چې له امله يې په امريکايي ټولنه کې له پخوا څخه موجود درځونه لا ژور او ښکاره کړل.

دغه ټاکنې د نوامبر په درېيمه ترسره شوې او د جوزف بايډن په برياليتوب سره پای ته ورسېدې. ډونالډ ټرمپ يې مخالفت وکړ او ټاکنې يې ان د افغانستان تر ولسمشريزو ټاکنو هم بدې وبللې، د عدلي ارګانونو  دروازې يې وټکولې، خو ګټه يې ونه کړه.

نوموړي ولسمشرۍ چوکۍ له لاسه ورکړه، خو د امريکا په سياست کې يې خپل ځای له لاسه نه دی ورکړی، نوموړی هڅه کوي چې جمهوري غوښتونکی ګوند کنټرول او له دې لارې د امريکا په سياست کې اغېزمن پاتې شي.

سربېره پردې، د پوليسو د يوه سپين پوستي افسر له خوا د  جورج فلويډ په نوم يوه تور پوستي وژل کېدو له امله پراخ اعتراضونه رامنځ ته شول چې ان د امريکا تر پولو محدود نه شول، بلکې د نړۍ په ډېرو لويو ښارونو کې هم ترسره شول.

دا اعتراضونه چې د ياد هېواد د انتخاباتي مبارزو په اوج کې رامنځ ته شول، د ياد هېواد سياسي فضا يې بدله او د هغو محکومو نژادونو د اواز پورته کولو لپاره يې فرصت برابر کړ چې نژاد، رنګ او قوم په پلمه ځپل شوي او محکوم شوي دي.

د امريکا په ځينو ايالتونو کې د ډونالډ ټرمپ پرضد بې مخينې پراخ لاريونونه ترسره شول او ټرمپ يې پر توکم پالنې تورن کړ او له امله يې په امريکايي ټولنه کې موجود پخواني درځونه لا پسې ژور او په ډاګه شول.

Visits: 25

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.