Pajhwok Afghan News

ولسي جرګې د کابل ښاروال څارنوالۍ ته معرفي او لاسلیک یې بې اعتباره وباله

کابل (پژواک،۱۰ مرغومی ۹۹): ولسي جرګې د کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوی څارنوالۍ ته معرفي کړ او اعلان یې وکړ چې له دې وروسته د نوموړي لاسلیک اعتبار نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ په دوشنبه ورځ ولسي جرګې د کابل ښاروال محمد داوود سلطان زوی، د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني او د چاپېریال ساتنې ادارې رییس شاه زمان میوندي دې جرګې ته د ځواب ورکولو لپاره بللي وو، خو د کابل ښاروال په لیک کې ویلي و چې د کابینې په ناسته کې ګډون کوي او نه شي کولای ولسي جرګې ته حاضر شي.

ولسي جرګې ته د کابل ښاروال نه حاضرېدو د جرګې غړي غوسه کړل او غوښتنه یې وکړه چې نوموړی دې لویې څارنوالۍ ته معرفي شي.

د دې جرګې څو غړو د روانې اوونۍ په دوشنبې ورځ د یوه لیکلي وړاندیز په اساس د سرغړونو د پنځو مواردو له امله څارنوالۍ ته د سلطانزوی د معرفي کېدو او د نوموړي د لاسلیک د بې اعتباره کېدو غوښتنه وکړه خو د نصاب د نه موجودیت له امله د غړو طرحه تصویب نه شوه او دغه طرحه نن رایې ورکولو ته وړاندې شوه.

د ولسي جرګې د غړو په وړاندیز کې چې د دې جرګې رییس میر رحمان رحماني ولوست راغلي، داوود سلطان زوی دې چاپېریالي ستونزو ته د نه رسېدو، د ناقانونه بلند منزلونو جوړېدو، غیر معیاري تعییناتو، د پرمختیايي پروژو د نه تطبیق او د دې جرګې او د جرګې د کمېسیونونو په ناستو کې د پرله پسې نه ګډون له امله څارنوالۍ ته معرفي شي.

دغه راز د جرګې غړو غوښتنه کړې چې د نوموړي لاسلیک دې بې اعتباره شي.

په ورته وخت کې ولسي جرګې دغه طرحه د جرګې نننۍ ناسته کې رایې ورکولو ته وړاندې کړه. د ولسي جرګې له ټولو ۱۳۷ حاضرو غړو څخه ۱۲۷ کسانو دې طرحې ته د تایید رایه ورکړه.

له هغه وروسته رحماني وویل، د جرګې د دې مصوبې له مخې د کابل ښاروال لویې څارنوالۍ ته معرفي شو او لاسلیک یې بې اعتباره دی.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت له دې مخکې د دې جرګې مصوبې نه دي منلې.

ولسي جرګې د ملي دسترخوان د پروګرام طرحه رد کړه خو اوس عملي کېږي. دغه راز دې جرګې پنځه نوماندان وزیران رد کړل او پرېکړه یې وکړه چې رد شوي وزیران نه شي کولای د سرپرست په توګه کار وکړي خو یاد پنځه وزیران د اړوند ادارو سرپرستي کوي او د ولسمشرۍ ریاست د عملیاتي واحد اداره هم په داسې حال کې خپل کار ته دوام ورکوي چې ولسي جرګې د نیمايي کال د بودیجې د ارزونې پر مهال د دې ادارې بودیجه رد کړې او ویلي یې و چې د ولسمشرۍ ریاست عملیاتي واحد له ولسي جرګې سره رسمیت نه لري.

Views: 1

Exit mobile version