جلال اباد (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، يو ځانمرګی بريدګر چې د حصارک ولسوالۍ پر پخواني ولسوال يې د بريد هوډ درلود، نیول شوی دی.
د مسوولينو په وينا، دغه ځانمرګی د جلال اباد ښار په اوومه ناحيه کې نيول شوی او پر خپل جرم يې اعتراف هم کړی دی.
د ننګرهار والي وياند عطاءالله خوږياڼي د مرغومي په ۲۳مه پژواک اژانس ته وويل، د ملي امنيت ځواکونو د جلال اباد ښار په اوومه ناحيه کې د طالبانو اړوند یو ځانمرګی موخې ته له رسېدو مخکې نيولی دی.
هغه زياته کړه، ځانمرګي پلان درلود چې د حصارک ولسوالۍ پر پخواني ولسوال او قومي مشر حاجي عبدالخالق باندې ځانمرګی بريد ترسره کړي.
دی وايي، نيول شوي ځانمرګي پر خپل جرم اعتراف کړی او اوسمهال د لا نورو څېړنو لپاره د ملي امنيت په رياست کې تر پوښتنو لاندې دی.
دی وايي، نيول شوی بريدګر محمد حضرت نومېږي او د لوګر ولايت اصلي اوسېدونکی دی.
وسله والو طالبانو په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د داعش يو ځانمرګى بريدګر نيولى چې په کابل کې يې پر امريکايي او افغان چارواکو د بريد پلان درلود.
Views: 27
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن