ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د واکسین په اړه څېړنو موندلې، چې تر اوسه په نړۍ کې واکسین یوازینی څیز دی چې د ډېرو انسانانو ژوند یې ژغورلی دی. واکسین په اصل کې د باکتریاوو او یا ویروسونو له کمزورو ډولونو څخه جوړ شوي مواد دي چې په تطبیق سره یې د انسان د بدن دفاعي سیستم فعالېږي او په بدن کې د ناروغیو ضد انټي باډي جوړوي.

د لومړي ځل لپاره په ۱۷مه پېړۍ کې له واکسین څخه چینایانو کار واخیست او د اتلسمې پېړۍ په پای کې د انګرېز ساینس پوه او طبیب ایډوارډ جینیر په واسطه لوېدیځ ته ولېږدول شو.

اوس مهال په بېلا بېلو طریقو واکسین جوړېږي او په نړۍ کې له شاوخوا ۲۶۰ ډوله واکسینونو استفاده کېږي. دا چې ولې نن سبا د پخوا په پرتله واکسین ژر جوړېږي، یوه داسې پوښتنه ده، چې ښایي له ډېرو هېوادوالو سره وي.

دا چې واکسین څومره ګټې لري، دا یو ډېر لوی بحث دی، خو د نړیوال روغتیایي سازمان د احصایو مطابق، واکسین په نړۍ کې هر کال په اوسط ډول لس میلیون انسانان له مرګه ژغوري او د ډېرو انټي بیوټیک د استعمالولو مخه نیسي. دغه راز که چېرې پر واکسین یو ډالر مصرف کړو، نو په حقیقت کې به د ۴۴ ډالرو د سپما سبب شي او د دغو ټولو باوجود د واکسین له امله اوس په نړۍ کې د ماشومانو مړینه کمه شوې او په لویانو کې د عمر د اوږدوالي سبب شوی دی.

یو بل بحث، چې ولې ځینې خلک واکسین نه خوښوي، ډېر علتونه لري. تر ټولو مهم علت یې د مذهبي او سیاسي کړیو له خوا په ناپوهۍ سره د داسې افواهاتو خپرول دي چې ثابتولای یې هم نه شي او پر ځای یې خپلو ټولنو ته نور درمل او لارې چارې هم ښودلای نه شي.

اوس ولې ژر واکسین تیارېږي؟

د واکسینونو د ژر تیارېدو دوه سببونه دي. لومړی دا چې د جنیتیک علم ډېر پرمختګ کړی او د هر وایروس او باکټریا جنیتیکی جوړښت په اسانۍ سره تشخیص کیږي او دوهم  دا چې د پخوا په نسبت مصنوعي ځیرکتیا یا (Artificial Intelligence) هم د واکسین جوړول ډېر چټک کړي دي.

د واکسین په اړه ډېرې څېړنې شوي او لا هم روانې دي. د واکسین او درملو جوړولو کمپنیو کوښښ دا دی چې په لنډ وخت کې داسې واکسینونه جوړ کړي، تر څو په یو ځای او یوه پېچکارۍ کې تطبیق شي. په دې کار سره به د وخت سپما شوې وي، ناروغان به هم له څو ځله ستنو وهلو نه په یو ځل فارغ او په یو ځل به د ډېرو ناروغیو مخه ونیول شي.

د کوویډ ۱۹ واکسین او اوسنۍ نړۍ

اوسمهال د کوویډ ۱۹ یا کرونا ویروس په خپرېدو سره نړۍ د ډېرو روغتیایي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ ده، خو دا ځل د جنیټیک علم د پرمختګ او مصنوعي ځرکتیا په برکت د کرونا په مقابل کې شاوخوا ۱۶ډوله واکسینونه په ډېرې چټکۍ سره جوړ شول چې اووه ډوله یې عملاً اوس استعمالېږي او پاتې نور به په راتلونکو څو اوونیو کې مارکېټ ته راووځي.

دا چې دا واکسینونه څومره د اعتبار وړ او څومره خوندي دي، دا په اصل کې د هر هېواد په طبي ټولنې چې خپل معیارونه لري او د هغو مطابق د واکسین استعمال ته اجازه ورکوي، تړاو لري.

د کرونا اوسني واکسینونه چې تر اوسه یې چاته کوم جدي خطر هم نه دی پېښ کړی، د اوبا د کنټرول لپاره تر ټولو غوره وسیله ده. همدا دلیل دی چې ډېرو هېوادونو یې د تطبیق لپاره اجازه ورکړې ده.

د ځینو خلکو دا استدلال، چې وایي په کرونا واکسین کې داسې مواد استعمال شوي چې انسان ته په اوږد مهال کې روغتیایي زیانونه اړوي، د اوس لپاره ځکه بې اساسه او د اعتبار وړ نه دی، چې دا واکسینونه اوس جوړ شوي او د اوږد مهاله زیانونو اټکل یې بېخي له وړاندې ادعا ده. د اوس لپاره دا یوه خالي ادعا ده چې ساینسپوهان یې په هېڅ صورت نه تايیدوي.

ولې ډېر واکسینونه جوړ شول؟

اوس پر دې بحث کوو، چې ولې په یو وخت کې د یو ویروس په مقابل کې دومره ډېر واکسینونه جوړ شول، علت یې دا دی چې اوس د نړۍ نفوس نږدې ۸ زره میلیونه دی او د دومره لوی نفوس لپاره د درملو جوړولو یوه کمپنۍ نه شي کولای په دومره زیات تعداد واکسین جوړ کړي چې د ټولې نړۍ د  ټول نفوس لپاره بسنه وکړي. بل سبب یې دا دی، چې اوس هره کمپنۍ هڅه کوي، ځان د طب په ډګر کې تر خپلو سیالو شرکتونو پیاوړی وښیي او ثابته کړي چې نړۍ ته ښه درمل وړاندې کولای شی. دا په حقیقت کې د دوی مالي ګټي هم خوندي کوي.

تر دې مهاله (د لیکنې تر خپرېدو)، په نړۍ کې د کرونا ۲۵ میلیون واکسینونه تطبیق شوي، چې تر ټولو زیات یې په چین او متحده ایالاتو کې تزریق شوي دي.

اوس مهال د طبي ټولنو هدایت دا دی چې واکسین یوازې هغو کسانو ته ورکول کیږي، چې عمرونه یې ۱۸ کلن او یا ترې لوړ وي. د شکرې، زړه، او اعصابو ناروغانو لپاره دا واکسینونه د اوس لپاره خوندي دي، خو یوازې ماشومان، حامله ښځینه او د سرطان ناروغانو ته باید دا واکسین ور نه کړل شي، ځکه وخت ته اړتیا ده، تر څو په دې برخه کې نورې څېړنې هم وشي. د اوس لپاره د سر درد، د بدن درد او د ستنې وهلو په وخت کې لږ درد د کرونا واکسین جانبي عوارض بلل شوي دي.

د کرونا واکسین په اړه یوه نړیواله څېړنه ښیي، چې د چین هېواد د اوسېدونکو نظر د واکسین په اړه، د نړۍ تر ټولو هېوادونو ډېر مثبت دی او ۸۰٪ وګړو یې د کرونا واکسین د منلو هوډ کړی دی. په برتانیا کې بیا ۷۹٪ وګړو او په متحده ایالاتو کې ۶۹٪ خلکو د کرونا واکسین اخیستلو ته زړه ښه کړی دی. د فرانسې هېواد یوازې ۴۰٪ وګړو د کرونا واکسین لګولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

پر کرونا اخته ناروغان واکسین کولای شي؟

د اوس لپاره د کرونا ناروغانو ته دغه واکسین نه ورکول کیږی، یعنې که چېرې د کوم چا د کرونا ټسټ مثبت وي، نو باید په امریکا کې د ټسټ له ورځې څخه بیا تر ۹۰ ورځو پورې انتظار شي او په برتانیا کې بیا ۲۸ ورځې وروسته، تر څو د واکسین وړ وګرځي، خو دا شرایط شاید وروسته تغییر وکړي، ځکه لا هم ساینسپوهان په دې اړه یو واضح نظر نه لري.

 

 

Visits: 84

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

ډاکټر محمد شریف پوپل (MBBS, M.S, PhD)  په لندن کې اوسېږي

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.