Pajhwok Afghan News

په کندوز کې لس امنيتي سرتېري وژل شوي

کندوز(پژواک،۲۶مرغومى ۹۹): مسوولين وايي چې د کندوز پر امام صاحب ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په بريد کې ٢٠امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کندوز کې يوې باوري سرچينې پژواک ته وويل چې تېره شپه اته بجې وسله والو طالبانو پر امام صاحب ولسوالۍ بريد وکړ چې د شپې تر يوې بجې يې دوام درلود.
سرچينې وويل چې په دغه بريد کې لس امنيتي سرتېري چې پوليس، ملي اردو، سيمه ييز پوليس او پاڅون کوونکي په کې شامل دي وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
د کندوز د ولايتي شورا يوه غړي عبدالاحد توریال کاکړ هم دغه بريد تاييد کړ او ويې ويل چې په دغه بريد کې نهه امنيتي سرتېري وژل شوي او ١١نور ټپيان دي.
د ده په خبره، که هوايي مرسته نه واى ورسېدلې د ولسوالۍ مرکز به سقوط کړى واى، خو اوس هم هلته حالت سم نه دى.
د ده په وينا چې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په دې اړه پوره معلومات نشته .
د کندوز د پوليسو وياند انعام الدین رحماني دغه بريد تاييدوي او وايي چې ياد بريد يې په شا تمبولى دى.
هغه وويل چې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په دې اړه به پوره جزييات وروسته شريک کړي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 48

Exit mobile version