ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ایرلینډ سره د کرکټ سیریز او د کرکټ راتلونکی

د جعفر هاند لیکنه

ښه خبره دا وه چې افغانستان د ایرلینډ پر وړاندې سیریز وګاټه. دوو لوبغاړو مو سنچریانې وکړې او ځوان لوبغاړي ښه وځلېدل. د ټیم روحیه عالي معلومېدله او د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د ورتګ سفر ښه پيل شو. دا سفر باید د افغانستان کرکټ لپاره د مثبت تغیر او د ټیم د انتقال یو ښه سفر هم وي. د افغانستان کرکټ ټیم ډېر عجیب ترکیب لري. داسې لوبغاړي‌ هم په کې شته چې شاوخوا ۱۹ کاله کیږي کرکټ کوي، خو داسې لوبغاړي‌ هم شته چې شاوخوا ۱۹ یا ۲۰ کاله عمر لري. دلته په ځینو مسایلو خبرې کوو:

پچ او زموږ کوربه توب
افغانستان د ایرلنډ کوربه و. په نړیوالو لوبو کې معمولآ کوربانه په خپله خوښه پچ جوړوي چې مخالف لوبډلې په کې را ایسارې کړې. افغانستان د قوي سپن باولینګ د لرلو له کبله پچ ډېر (ډراې) جوړ کړی و چې ورو توپ اچوونکي په کې ښه وځلیږي. ګټه او ځلېدل ښه خبره وي، خو نباید زموږ سپن باولینګ او د کوربتوب امتیاز زموږ د لوبډلې د کمزوري بېټېنګ او فسټ باولینګ د نشتوالي لپاره پرده وي. ډېر کله کپتان او روزونکي په خپل بېټېنګ باندې د اعتماد نه لرلو او کمزوری فسټ باولینګ له کبله دا ډول ډرای پچ جوړوي. دا کار په اوږد مهال کې زموږ د بېټېنګ د ښه والي لپاره ښه نه دی او په داسې کارونو سره د فسټ باولینګ د نشتوالي ستونزه نوره هم پراخیږي. باید داسې نه وي.

د بېټېنګ او بېټېنګ ارډر ستونزه
له ایرلنډ سره په لوبو کې بیا هم د افغانستان بېټېنګ ډېر بریالی نه و. په ټول سیریز کې د ګربز، رحمت، راشد او حشمت له هغو انېنګزونو پرته زموږ نورو بیتسمینانو ښه انېنېګز ونکړ- هېڅ یو بل لوبغاړي فېفټي ونکړه. د ایرلنډ هم همدا حال و، خو بیا هم دغو ټولو مسائلو ته په کتو د افغانستان یې خلاف ښه لوبه وکړه. زموږ د بېټېنګ د نه ځلېدو یو اصلي علت ډرای پچ و چې موږ خپله جوړ کړی و.

اوپنېنګ
ګربز ځوان دی او د تیزې لوبې خپل سټایل لري، تاسو د هغه سټایل بدلولی نشئ. دا ډول لوبغاړي ‌چې تر ۱۰ ا یا ۱۵ اورونو پورې ودریږي د یو ډېر ښه هدف او سکور بنسټ ږدي. خو ژر هم سوځېدای شي او په لوبډلې فشار زیاتولی شي. له ګربز سره بل اینډ کې باید داسې اوپنر وي چې هم سټرایک بدل کړای شي، هم ګربز ته د ښو شاټونو چانس ورکړي او هم ویکټه وساتي. افغانستان له ډېر وخته د اوپنېنګ مشکل لري او په دې هیله چې دا مشکل د تل لپاره حل شي. ابراهیم ځدراڼ په اوږد مهال کې ښه اوپنر کېدای شي، هدف باید د ۲۰۲۳ نړیوال جام وي.

بېټېنګ ارډر
د ښه کپتان او روزونکي دنده دا وي چې بېټېنګ ارډر یې مشخص وي، هر لوبغاړي ته خپل ځای معلوم وي او لوبغاړي د خپل ځای په اساس ځان او فکر عیار کړي. دا په کرکټ کې ډېره مهمه مسئله ده، خو د ډېرو په باور د افغانستان بېټېنګ ارډر لا هم غیر منظم بلل کیږي. لا معلومه نه ده چې کوم لوبغاړی چېرته او کله بېټېنګ ته راوځي او ډېر کله همدغه کار د ماتې/ماتو علت کیږي. اوله لوبه کې ولیدل شوه چې نبي او ګلبدین په کوم نمبر بېټېنګ ته راغلل او په نورو لوبو کې بیا په کوم نمبر؟ بله جالبه خبره دا وه چې نجیب ځدراڼ فول بیتسمین دی، خو تر الراونډرانو وروسته لوبې ته راوستل کېده؟.هغه تل دا خبره کوي چې بېټېنګ ارډر یې باید مخکې شي.

مډل ارډر
په ټاپ/مډل ارډر کې د رحمت او حشمت تر څنګ یو بل اعتمادي بیتسمین ته هم ضرورت دی او بیخي زیات ضرورت لیدل کیږي. که د نجیب بېټېنګ ارډر مخکې کیږي او کار پرې کیږي، ښه تر ښه، که روزونکی او کپتان فکر کوي چې هغه ښه ځلېدلی نشي چې شاید دا فکر سم وي او یا نه وي،‌ بیا نو د نجیب بهترین بدیل اکرام علي خیل دی. علي خیل د تخنیک، حوصلې او زغم لوبغاړی دی، ځوان دی او د لوبډلې آینده ده. د هغه په راتګ سره به یوه بله ګټه دا وشي چې کېپېنګ به مو هم لا ښه شي. اکرام تر ګربز ښه کیپر دی. البته مډل ارډر کې دروېش رسولي او ځینې نور لوبغاړي هم شته چې باید راوستل شي. په خپله کپتان اصغر افغان هم مډل ارډر بیتسمین دی، خو که افغانستان په آینده فکر کوي او هدف یې ۲۰۲۳ نړیوال جام وي، بیا شاید د اصغر په بدیل هم فکر وشي….

د دغې لیکنې په دویمې برخې کې د کپتان، یو تر ټولو سینر لوبغاړي او ځینو نورو مسایلو په اړه بحث شوی دی.
فېلډېنګ
فېلډېنګ د افغان لوبډلې یو بل دایمي ‌مشکل بلل کیږي او لا هم په نړیوال معیار برابر نه ښودل کیږي. هرې لوبې کې یو کیچ او دوه کیچ ډراپ کوي او د خراب فېلډېنګ له کبله څو اضافي منډې هم ورکوي. دا په نړیوالو لوبو کې هېڅ‌ د منلو نه دی. له ایرلنډ سره لوبو کې خو جبرانېدای شي،‌ مګر له غښتلیو ټیمونو سره یې لوبو کې جبرانول مشکل وي. فېلډینګ په کرکټ کې داسې دی لکه د یو موټر څلورم ټایر. که لوبغاړی هر څومره تکړه وي، خو چې فېلډېنګ یې خراب وي، ځان او ټیم ته یې زیان نه جبرانېدونکی دی. فټنس او پرکټس سره فېلډېنګ ښه کېدای شي. په کرکټ کې فټنس بیا د ټولو اړخونو مور بلل کیږي، باید بورډ د فټنس مسئله بابیزه ونه ګڼي.

فسټ باولینګ
افغانستان تل په ورو توپ اچوونکو لوبې ګټلې دي او ټوله تکیه یې پر همدوی وي. خو له اسیايي پچونو د باندې او په خاص ډول د اروپا او استرالیا باونسي او ګراسي پچونه د ورو توپ اچوونکو لپاره ډېر مساعد نه دي. ښه بېلګه یې موږ ته تېر نړیوال جام و. افغانستان یو یا دوه داسې بالرانو ته ضرورت لري چې ۱۴۰جمع یې د بال سرعت وي، لاین، لنت، یارکر او سوینګ ولري. ځوان بالر فضل حق او نور بالران هم شته چې باید چانس ورکړل شي او مخکې کړل شي. نور داسې بالران هم شته. دا هم متوسط او اوږدمهال پلان دی، خو ټارکیټ باید ۲۰۲۳ نړیوال جام وي. البته نوین الحق هم ځوان بالر دی او په خپلو وایرېشنونو باندې کامیاب دی،‌ خو دهغه تر څنګ یو بل تیز بالر ضرور دی. دایرلنډ سره لوبو کې دا ستونزه ډېره ښکاره وه.

تر ټولو سینر لوبغاړی
محمد نبي د افغانستان د اولو ورځو لوبغاړی دی. دی د افغانستان تر ټولو مجرب لوبغاړی او دوامداره الراونډر دي. خو کریم جنت، شرف الدین اشرف،‌ عظمت الله عمرزی او ځینې نور باولینګ او بېټېنګ الراونډران هم شته چې ملي لوبډلې ته د راتلو لارې څاري، دوی نباید ضایع شي. محمد نبي دا مهال له ټست لوبو څخه استعفا کړې، خو دوه نور فارمټونه لوبوي. دی په عین حال کې د افغانستان د کرکټ بورډ غړی هم دی چې «د قانون خلاف عمل بلل کیږي، ځکه د ګټو تضاد راځي. د ځینو په باور دا یې وخت دی چې محمد نبي خپل ځای په یوې ورځنیو لوبو کې شرف الدین اشرف، کریم جنت یا کوم بل ځوان لوبغاړي ته پرېږدي او ځان دې د افغانستان او تجارتي شل اوریزو لوبو لپاره بیخي وزګار کړي. د پاکستان محمد عامر څو میاشتې مخکې همداسې کار وکړ. محمد نبي د افغانستان تر ټولو سینر لوبغاړی دی او ډېرې لوبې یې د وطن لپاره کړي‌ دي چې مینه وال یې ستايي او قدرداني یې کوي.

د کپتان مسئله
اصغر افغان هم د لوبډلې د اولو ورځو لوبغاړی دی. له شک پرته چې د افغانستان یو بریالی کپتان بلل کیږي او د ده په مشرۍ افغانستان ډېرې لوبې ګټلي دي،‌ خو دی هم د افغانستان د کرکټ آینده نه بلل کیږي. په هېڅ یوې لوبډلې کې کپتان دایمي‌ او یا د ۱۰، ۱۵ او ۲۰ کلونو لپاره نه وي. دا به د بورډ او په خپله کپتان لپاره یوه سخته پرېکړه وي چې بل کپتان یې پر ځای وټاکل شي، خو دا کار نا ممکن نه دی. که بورډ سر له اوسه یو بل ځوان کپتان ټیم او اصغر افغان ته معرفي کړي چې تر ۲۰۲۳ کال پورې یې وروزي او د واک انتقال په ښه شکل وشي، دا به یو ښه او معقول اقدام وي. د کرکټ ځینو روزونکو راته وویل چې راشد خان، رحمان الله ګربز، رحمت شاه او ځینې نور د کپتانۍ جوهر او ظرفیت لري. د افغانستان ټیم داسې ټېم نه دی چې کپتان به یې جوړوي، جوړ او مستعد ټیم دی او یوازې یو کپتان غواړي. دا شاید د افغانستان د انتقال د بهیر تر ټولو مهمه او حساسه مرحله وي، خو هدف ۲۰۲۳ دی.
اصغر افغان تر دې دمه په څه باندې ۱۱۰ یوې ورځینو لوبو کې یوازې یوه سنچري لري او اوریج یې هم شاوخوا ۲۵ دی. شاید اصغر افغان په بل فارمټ کې کپتان پاتې شي، خو ممکن په یوې ورځنیو لوبو کې ځای بل کپتان ته پرېږدي. فکر کوم چې دا اندېښنې به ډېرې سمې نه وي چې څوک ووايي افغانستان د احمد په کپتانۍ کې ښې لوبې کوي او د محمود په کپتانۍ کې یې نه کوي. ټول لوبغاړي ملي دي او باید ملي فکر وکړي. چې ډسپلین، مسولیت منل، اتفاق او حساب او کتاب وي، نتیجه تل مثبته وي. د بل ځوان کپتان په موجودیت کې به شاید افغانستان په اولو کلونو کې ځینې لوبې وبایلي، خو آینده لپاره به پخیږي او ښه کیږي. او هدف هم اینده ده.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Hits: 644

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.