Pajhwok Afghan News

افغانستان د کرکټ د سوپر ليګ سياليو په جدول کې څلورم مقام خپل کړ

کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۹۹): افغانستان له ايرلينډ څخه د کرکټ د درېيو ورځينو لوبو د لړۍ په ګټلو سره د کرکټ د نړيوالې شورا د سوپرلیګ په جدول کې څلورم ځای ونيوه.

د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ د کرکټ درې يوه ورځنۍ نړيوالې لوبې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې ترسره شوې، چې درې پر صفر د افغانستان په بريا پاى ته ورسېدې.

افغانستان په لومړۍ لوبه کې ايرلينډ ته په ۱۶ منډو، په دویمه لوبه کې په اووه ویکټو او په درېیمه لوبه کې یې بیا په ۳۶ منډو ماتې ورکړه.

د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له دغو برياوو وروسته افغانستان د سوپر ليګ په جدول کې څلورم ځای ونیوه.

د کرکټ نړیوالې شورا د سوپرلیګ په جدول کې اسټرالیا لومړی، بنګله دېش دویم، انګلستان درېیم، افغانستان څلورم، پاکستان پنځم، زمبابوې شپږم، ایرلينډ اووم، هندوستان اتم او ویسټ انډیز بیا نهم مقام له ځان سره لري.

اسټرالیا په شپږو لوبو کې څلور ګټلې، بنګله دېش په درېیو لوبو کې درې واړه ګټلې، انګلستان په شپږو لوبو کې درې ګټلې، افغانستان په درېیو لوبو کې درې واړه ګټلې، پاکستان په درېیو لوبو کې دوه ګټلې، زیمبابې په درېیو لوبو کې یوه ګټلې، ایرلنډ په شپږو لوبو کې یوه ګټلې، هندوستان درېیو لوبو کې یوه ګټلې او ویسټ انډیز بیا په درېیو لوبو کې درې واړه بایللې دي.

نیوزیلنډ، سریلانکا، سوېلي افریقا او ندرلنډ بیا تر اوسه پورې د يو ورځنيو سياليو د سوپرلیګ کومه لوبه نه ده ترسره کړې.

د سوپر ليګ سياليو په پاى کې چې ټولې لوبډلې د يو پر بل وړاندې لوبې ترسره کړي، بيا اته لوبډلې نړيوال جام ته نېغ په نېغه لاره پيدا کوي او د پاتې دوو نورو لوبډلو لپاره به بيا نورې ځانګړې لوبې ترسره شي.

Views: 128

Exit mobile version