ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميدان وردګو ځينو اوسېدونکو د خپلو غوښتنو نه پوره کېدو پرمهال د لارو بندولو ګواښ وکړ

د ميدان وردګو ځينو اوسېدونکو د خپلو غوښتنو نه پوره کېدو پرمهال د لارو بندولو ګواښ وکړ

author avatar
27 Jan 2021 - 19:26
د ميدان وردګو ځينو اوسېدونکو د خپلو غوښتنو نه پوره کېدو پرمهال د لارو بندولو ګواښ وکړ
author avatar
27 Jan 2021 - 19:26

کابل (پژواک ۸ سلواغه ۹۹): د میدان ښار، نرخ، جلریز او بهسودینو ولسوالیو سلګونو اوسېدونکو ګواښ وکړ که چېرې دولت د دوی مشروع غوښتنې ونه مني، نو د کابل- کندهار او کابل- باميانو لاره به د ترافیکو پر مخ وتړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ميدان وردګو ولايت کې سلګونو لاريون کوونکو د مرغومي په ۲۹مه په برېښنايي پېژندپاڼو، د موټرو په پلېټونو او نورو ټولو رسمي چارو کې د میدان وردګ ولايت د پوره نوم لیکلو غوښتنه وکړه.

لاريون کوونکو ويلي وو چې د میدان وردګو په ولايت کې پر وردګو سربېره هزاره ګان، تاجکان او نور قومونه هم ژوند کوي او اړينه ده چې د دې ولايت په الکترونیکي پېژندپاڼو، د موټرو په پلېټونو او ټولو رسمي چارو کې د میدان وردګ پوره نوم وليکل شي او دغه قومونه يواځې د وردګ قوم پورې ونه تړل شي.

لاريونوالو تر لاريون وروسته د برېښنايي پيژندپاڼو د وېش مرکز چې د دې ولايت د بشپړ نوم پر ځاى يواځې وردګ ليکل کېده، د اعتراض په توګه تراوسه تړلی دی.

نن يو ځل بيا چې د میدان ښار، نرخ، جلریز او بهسودینو ولسوالیو ولسونو سلګونو کسانو د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې د خبرې ناستې پر مهال وويل، که چېرې دولت دوی مشروع غوښتنې ونه مني، نو د کابل- کندهار او کابل- باميانو لاره به د ترافیکو پر مخ وتړي.

د غونډې ګډونوال او تحصن د خېمې ګډونوال قاري سمیع الله په نننۍ ناسته کې وویل چې د دې ولايت د میدان ښار، نرخ، جلریز او بهسودینو ولسوالیو ولسونه دې ته تيار دي چې په کلکه له خپل حق څخه دفاع وکړي.

هغه پر ولسمشر او د ميدان وردګو پر والي غږ وکړ چې: «زموږ غوښتنې ومنه او غږ مو واورئ!؛ که نه د کابل- کندهار ترانزیتي لار درباندې بندوو، بیا به دې ته اړ شې چې د نورو ولایتونو د اشخاصو غږ واورئ.»

د میدان وردګو ولایتي شورا وکیل شریف الله هوتک په نننۍ ناسته کې وويل، هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د دوی حقوق تر پښو لاندې کړي.

هغه وويل: «موږ له هېچا سره تعصب نه لرو، هېچا ته خپل حق نه ور پرېږدو، له خپل حق نه په کلکه دفاع کوو او هغه څوک چې خیانت راسره کوي، میدان څه چې په کابل کې به هم زموږ له منګولو ونه ژغورل شي.»

هوتک د ميدان وردګو والي پر دوګوني چلند تورن کړ او ويې ويل: «والي صیب! له موږ سره دوه مخیزه چلند مه کوه او غوښتنو ته مو جواب راکړه.»

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهيسې د موټرو په پلېټونو، پاسپورټونو او برېښنايي پېژندپاڼو کې د ميدان وردګو د بشپړ نوم پر ځای يواځې د وردګ نوم ليکل کېږي.

Visits: 124

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.