Pajhwok Afghan News

د کرونا ناروغان په یوه اوونۍ کې درې نیم میلیونه ډېر شوي

کابل (پژواک، ١٣ سلواغه ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ١٠٣ ميليونه کسانو څخه اوښتى چې يواځې ٢٥ ميليونه يې په امريکا کې دي.

کرونا ويروس چې يو کال مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢٠٠ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې يې دويمه څپه روانه ده.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون معلوماتو له مخې، د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر څه باندې ١٠٣ ميليونه کسانو ته رسېدلى دى.

دې سرچينې زياته کړې چې تر اوسه څه باندې ٧٥ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي،  دوه ميليونه او ٢٣٨زره کسان يې له امله مړه شوي دي.

د خپرو شوو معلوماتو معلوماتو او ارقامو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې څه باندې ٤٥٠ زره کسان پر کرونا اخته او شاوخوا اووه زره کسان يې له امله مړه کېږي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې ٢٦ميليونه او ٧٠٠ زره کسان، په هندوستان کې لس ميليونه او ٧٢٠ زره  او په برازيل کې اته ميليونه  او ٩٢٠زره کسان پر کرونا اخته شوي دي.

سرچينې زياته کړې، په امريکا کې ٤٤٥زره، په هندوستان کې ١٥٤زره او په برازيل کې ٢٤٤ زره کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين، چيلي، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تر اوسه ٥٥١٢١ زره کسان پر کرونا اخته شوي، ٢٤٠٥کسان مړه او څه باندې  ٤٨ زره کسان بېرته روغ شوي دي.

Views: 12

Exit mobile version