Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان بانک : اجمل احمدي پر بانکنوټونو د لاسليک لپاره پولينډ ته نه ځي

کابل (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٩) : د افغانستان بانک وايي چې د بانک سرپرست اجمل احمدي پر نويو چاپېدونکو بانکنوټونو دلاسليک لپاره پولينډ ته سفر لغوه کړى دى.

تر دې مخکې د ولسي جرګې ځينو غړو ادعا کړې وه، چې اجمل احمدي غواړي په نويو بانکنوټونو چې ټاکل شوې ده، په پولينډ کې چاپ شي، دلاسليک لپاره دغه هېواد ته ولاړ شي.

خو د افغانستان بانک لخوا د سلواغې په ١٤مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د نويو بانکنوټونو د چاپولو قرارداد پخوا شوى او د بانک پخواني مرستيال واحدالله نوشېر پرې لاسليک کړى دى.

سرچينې زياته کړې چې د بانک اوسني سرپرست پر بانکنوټونو هېڅ لاسليک نه دى کړى.

د افغانستان بانک وايي، ټاکل شوې وه، چې سرپرست اجمل احمدي د نويو بانکنوټونو د چاپ له پروسې څخه دليدنې پر موخه پولينډ ته ولاړ شي ، نه پر نوټونو دلاسليک لپاره.

په خبرپاڼه کې راغلي، وروسته له هغه چې په دې اړه د ولسي جرګې يو شمېر غړو اندېښنې څرګندې کړې، نو اجمل احمدي پولينډ ته خپل سفر لغوه کړ.

د ولسي جرګې وکيلانو ويلي وو، چې د افغانستان بانک اوسنى سرپرست له ولسي جرګې څخه د باور رايه نه ده ترلاسه کړې، نو ځکه پر بانکنوټونو د لاسليک صلاحيت نه لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.