ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لمفاټیک سېستم د حجرو سرطان دی يا د وينې سرطان چې د لمفوسايټونو د ناکنترول‌ شوې ودې له امله رامنځته کېږي. کله چې انسان په لمفوما اخته وي، نو لمفوسايټونه په غيرنارمل توګه وده کوي يا د عمر په پوره‌والي سره نه مري او په دوران کې پاتې کېږي.

د وينې سرطان په درې لویو ګروپونو باندې ويشل کېږي،چې عبارت دي له:

  1. لمفوما: لمفوسايټونه تر حملې لاندې راولي. غيرنارمل حجرې په لمف‌نوډونو يا د لمفاټيک سېستم په غړو کې وده کوي
  2. لوکيميا: د وينې سپينې حجرې تر حملې لاندې راولي، د لمفوسايټونو په شمول. چې دا غيرنارمل حجرې د هډوکي په مخ (bone marrow) يا د وينې په دوران کې وده کوي.
  3. مايلوما: دلته د وينې د سپينو کروياتو ځانګړې حجرې؛ plasma cells تر حملې لاندې نيول کېږي او دا غيرنارمل حجرې د هډوکي په مخ کې وده کوي

لمفوسايټ

د انسان د معافيتي سېستم برخه ده چې په ټول بدن کې دوران لري او د انتاناتو په وړاندې دفاعي دېوال جوړوي. درې ډوله لمفوسايټ موجود دی:

  1. T-Lymphocyte
  2. B-Lymphocyte
  3. NK-cells

د لمفوما ډولونه

د لمفوما له 60 ډېر ډولونه موجود دي، خو په لويه کې لمفوماګانې په دوو لويو ګروپونو ويشل شوي دي:

  1. Hodgkin lymphoma: په لويه کې په دوو ډلو ويشل شوي دي:
  2. Classical
  3. NLPHL
  4. Non-Hodgkin lymphoma: په لويه کې په دوو لویو ډلو ويشل شوي دي:
  5. ټکني وده کوونکې لمفوما چې low grade يې بولي
  6. چټک وده کوونکې لمفوما چې high grade يې بولي

د لمفوما اسباب او د خطر فکتورونه

عبارت دي له:

  1. په اکثر حالاتو کې يې سبب نامعلوم دی
  2. جنيټيکي تغييرات
  3. سګرټ او تمباکو‌باب
  4. عمر او جنس
  5. کورنۍ تاريخچه: ارثي ناروغي نه ده ولې کورنۍ مثبته تاريخچه خطر لوړوي
  6. د معافيتي سېستم اختلالات
  7. انتانات: ساري ناروغي نه ده ولې ځيني وايرسونه په ځينو اشخاصو کې د لمفوما سبب کېدای شي؛ لکه EBV، HTLV-1، HHV-8؛ ځينې بکترياوې لکه Pylori، chlamydia psittaci، campylobacter jejuni، borreia burgdorferi
  8. د سرطان تاريخچه: اشخاص چې د يو تداوي شوي يا ناتداوي شوي يا کنترول شوي سرطان تاريخچه ولري کولای شي د کېموتراپي يا راډيوتراپي د جانبي عارضې په شکل بل سرطان ته وده ورکړي
  9. Precursor حالات
  10. نور حالات: کېمياوي مواد، د ژوندعادت،

د لمفوما اعراض

د لمفوما معمول اعراض عبارت دي له:

  1. متورم يا پړسېدلی لمفاوي عقده يا لمف‌نوډ؛ معمولاً په اورمېږ، تخرګ او سپوغزو کې
  2. ستړتيا
  3. د وزن ناپېژندل‌شوی بايلښت
  4. شپنۍ خوله‌کېدنه
  5. خارښت
  6. تبه
  7. موضعي او سېستميک اعراض
  8. متکرر انتانات

په لمفوما کې د B Symptoms پدیده

د لمفوما B-symptoms عبارت دي له:

  1. د وزن ناپېژندل‌شوی بایلښت
  2. شپنۍ خوله‌کېدنه
  3. تبه

د لمفوما تشخيص

د لمفوما تشخيصيه workup عبارت دی له:

  1. د وينې مکمله شمېرنه (CBC): انيميا، ترومبوسايتوپينيا، نېټروپينيا
  2. Blood film
  3. Immunophynotyping, IHC, flow cytometry
  4. سيروم ايميونوګلوبولين
  5. Serum protein electrophoresis
  6. LDH, beta-2 microglobulin
  7. LFT, KFT, Viral markers
  8. صدري يا بطني اکسرۍ
  9. CT-scan
  10. PET-scan
  11. MRI scan
  12. USG
  13. Biopsy
  14. Bone marrow biopsy
  15. Lumbar puncture

د لمفوما مرحلې (stages)

څلور مرحلې يا stages لري:

  1. Stage I: لمفوما د لمف‌نوډونو په يوازې يو ګروپ کې وي، له حجاب‌حاجز لاندې يا پورته
  2. Stage II: د لمف‌نوډونو دوه يا زيات ګروپونه د حجاب‌حاجز يوې خواته؛ يا له حجاب لاندې يا پورته اخته وي
  3. Stage III: لمف‌نوډونه د حجاب‌حاجز دواړو خواوو ته (لاندې او پورته) اخته وي
  4. Stage IV: لمفوما د لمف‌نوډو سره سره يو غيرلمفاټيک غړی (سږي، ځيګر، د هډوکي مخ) هم اخته کړی وي؛ توری يا طحال او تايمس لمفاټيک غړي دي، د دوي اخته کېدل پرته له نورو غيرلمفاټيک غړيو، په stage IV کې نه محاسبه کېږي

د لمفوما درملنه

عبارت ده له:

  1. کېموتراپي
  2. راډيوتراپي
  3. جراحي
  4. انتي‌باډي تراپي
  5. ټارګېټېډ‌تراپي
  6. ايميونوتراپي
  7. بايوسېمېلر
  8. سټروئيددرملنه
  9. Stem cell transplantation
  10. CAR T-cell therapy

د لمفوما درملنې اړخيزې اغېزې يا جانبي عوارض

عبارت دي له:

  1. انيميا
  2. ترومبوسايتوپينيا
  3. نېټروپينيا
  4. د انتاناتو خطر
  5. زړه‌بدوالی او کانګې
  6. هضمي تشوشات
  7. ستړتيا
  8. د ويښتانو توئېدل
  9. محيطي نيوروپتي
  10. جلدي ستونزې
  11. د خولې پولۍ‌کېدل يا د خولې د جوف د مخاط التهاب
  12. د خوب تشوشات
  13. مؤخر عوارض
  14. له وخته مخکې مېنوپاز
  15. د القاحيت د وړتيا کمښت
  16. Chemo-brain: د کېموتراپۍ له امله دماغي شناختي تغييرات

له لمفوما سره اوسېدل

که یو شخص لمفوما لري يا يې تېره کړې وي، نو لاندې ټکي دې مراعات کړي:

  1. کوښښ دې وکړي چې صحتمن پاتې شي او د ژوند له هرې ورځې دې ګټه او خوند واخلي
  2. له خپل فزيکي او احساساتي رغېدنې سره دې مرستندويه واقع شي
  3. خپلې تغذيې ته دې جدي پاملرنه وکړي
  4. سپورت دې وکړي
  5. د سګرټ او تمباکو‌بابو پرېښودل
  6. د ډاکټر له خوا ټولې سپارښتنې دې عملي کاندي او د ډاکټر له خوا ورکړل شوی follow-up دې درست وڅاري
  7. د ناروغۍ د بېرته راستنېدنې په وخت دې خپل ډاکټر ته مراجعه وکړي
  8. روحي فشار دې کنترول کړي

 

Visits: 136

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

ډاکټر جانداد احمد وياړ مومند د سرطاني ناروغيو متخصص دی، برېشنالیک: [email protected]

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.