ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پلازما حجرو (plasma cells) سرطان دی. پلازما حجرې چې په نارمل ډول د هډوکي په مخ (bone marrow) کې پېدا کيږي او د معافيتي سېستم مهمه برخه جوړوي. لمفوسايټونه چې د وينې سپين کرويات دي، د معافيتي سېستم اساسي برخه تشکيلوي او په B او Tحجراتو باندې ډلبندي کېږي. کله چې B حجرې د انتان په وړاندې غبرګون ښيي, دا حجرې پختګۍ ته رسيږي او په پلازما حجرو (plasma cells) باندې بدليږي. پلازما حجرې انتي باډي يا ايميونوګلوبولين جوړوي, کوم چې انتان تر حملې لاندې راولي او د هغوي د مرګ سبب ګرځي. هر کله چې د پلازما حجرو وده له کنترول څخه ووځي او سرطاني بنيه ځان ته غوره کړي؛ Multiple myeloma رامنځ ته کېږي. دا سرطاني پلازما حجرې غيرنارمل انتي باډي جوړي چې د monoclonal immunoglobulin, monoclonal protein (M-protein), M-spike,يا paraprotein په نامه يادېږي.

نور ورته حالات چې د ياد پروتين لرونکي دي ولې د نورو شاخصونو د نه لرلو له مخې ورته فعال Multiple myeloma نه شو ويلای او د پلازما حجرې تشوشاتو (Plasma Cell Disorders) لاندې ډلبندي کېږي:

  1. Monoclonal gammopathy of uncertain significance (MGUS)
  2. Smoldering multiple myeloma (SMM)
  3. Solitary plasmacytoma
  4. Light chain amyloidosis
  5. Waldenstrom macroglobulinemia (WM)

مونوکلونل ګاموپتي Monoclonl_gammopathy:

​کله چې پلازما حجره د عين انتي باډي ډېرشمېر کاپيانې جورې کړي, دا حالت رامنځ ته کېږي. اشخاص چې multiple myeloma لري, مونوکلونل ګاموپتي لري ولې هر مونوکلونل ګاموپتي لرونکی شخص multiple myeloma نه لري. مونوکلونل ګاموپتي په نورو تشوشاتو کې هم رامنځ ته کېږي لکه Waldenstrom macroglobulinemia, lymphomas او monoclonal gammopathy of undetermined significance (MGUS)

پلازما_حجرې_تشوش_Monoclonal_gamopathy_of_undertermied_unsignificans_يا_MGUS

​په دې حالت کې غيرنارمل پلازما حجرې د عين انتي باډي ډېر شمېر کاپيانې جوړوي چې monoclonal protein يې بولي. په داسې حال کې چې دا حجرې د واقعي تومور او کتلې د رامنځ ته کېدا وړتيا نه لري او نه هم د multiple myeloma په څېر د مشکلاتو سبب ګرځي. MGUS د شخص روغتيا نه خرابوي او نه هم د پښتورګو مشکلات, د هډوکو مشکلات, دموي مشکلات او کلسيم ستونزې رامنځ ته کوي. دا حالت په وينه کې د monoclonal antibody د شتون له مخې تشخیص کېږي. MGUS په خپل ذات کې سرطاني حالت نه دی, ولې کولای شي بالآخره په سرطاني حالاتو باندې واوړي لکه multiple myeloma, lymphoma يا کولای شي په amyloidosis واوړي.

#پلازما_حجرې_تشوش (Solitary plasmacytoma

​د غيرنارمل پلازما حجرو وده ده چې يو سرطاني حالت دی. د multiple myeloma په پرتله چې په کې څو تومورونه په څو مختلفو موقعيتونو کې وي, دلته يوازې يو تومور موجود وي, ځکه نو د Solitary plasmacytomas په نامه يې يادوي. دا حالت اکثرآ په هډوکي کې پرمختګ کوي؛ ولې کولای شي پرته له هډوکي په نورو غړو کې هم پيدا شي لکه سږي او نور غړي چې په دې حالت کې يې extramedullary or extraosseous plasmacytoma بولي. اکثرآ Solitary plasmacytomas د راډيشن تراپۍ په واسطه تداوي کېږي؛ ځیني وختونه جراحۍ ته هم ممکن اړتيا شي. دا چې نوموړی حالت multiple myeloma لور ته پرمختګ کوي نو سپارښتنه کېږي چې ناروغ له نژدې د multiple myeloma له پاره وڅارل شي.

پلازما_حجرې_تشوش Smoldering multiple myeloma (SMM)

​غیرعرضي يا مقدمه myeloma, کوم چې هېڅ کلينيکي عرض نه رامنځ ته کوي. د SMM لرونکی شخص د multiple myeloma ځيني نښې لري لکه: ​په bone marrow کې ډېر شمېر پلازما حجرې، ​په وينه کې د مونوکلونل پروټين لوړه سويه او ​په تشو متيازو کې د light chains يا Bence Jones protein لوړه سويه.

ولې دا اشخاص نارمل پښتورګي لري, د هډوکي ستونزې نه لري, د کلسیم سويه يې نارمل وي, د وينې شمېرنه يې نارمل وي, د نورو غړو تشوشات نه لري او يا هم د amyloidosis نښې نه لري

دا اشخاص کومې مشخصې درملنې ته اړتيا نه لري, ځکه ناروغي د مياشتو او کلونو په موده کې فعال يا عرضي يا multiple myeloma حالت ځان ته غوره کوي. دا اشخاص بايد د اعراضو او فعالې multiple myeloma له پاره له نږدې وڅارل شي.

دپلازما_حجرې_تشوش Light chain amyloidosis

​د غيرنارمل پلازما حجرې د ودې تشوش دی چې په کې د multiple myeloma په پرتله په هډوکيز مخ کې لږ شمېر غيرنارمل پلازما حجرې موجودې دي. مونوکلونل پروټين له دوو متصله پروتيني زنځيرونو څخه جوړ دی؛ دوه لنډ سپک زنځيرونه او دوه طويل درانده زنځيرونه. سپک زنځيرونه (light chains) چې د غیرنارمل پروټين په بڼه په انساجو کې تشکيليږي, د amyloid په نامه ياديږي. کله چې amyloid په کوم غړي کې رامنځ ته شي, د هغې غړي د غټېدو سبب ګرځي او دندې یې مختلوي. light chain amyloidosis د AL په نامه او يا د primary amyloidosis په نامه هم يادوي. جنيټيکي تغييرات او انتانات هم د amyloidosis سبب ګرځي.

د_پلازما_حجرې_تشوش Waldenstrom macroglobulinemia (WM)

​په WM اخته کسانو کې سرطاني حجرې د multiple myeloma او لمفوما په څېر دي؛ مايلوما د پلازما حجرو سرطان دی, لمفوما د لمفوسايټونو سرطان دی؛ په داسې حال کې چې WM د دواړو, لمفوسايټونو او هم د پلازما حجرو ځانګړنې لري. WM حجرې د IgM لوی مقدار توليدوي چې د مکروګلوبولين په نامه ياديږي. هره انتي باډي يا پروتين چې د WM حجرو په واسطه توليديږي, سره ورته دي نو د مونوکلونل پروټين يا M پروټين په نامه ياديږي. د دې پروتينونو توليد د WM يو شمېر اعراض رامنځ ته کوي؛ لکه بې حده وينه بهېدنه, د ديد مشکلات او هم د مرکزي عصبی سېستم مشکلات. د WM بل نوم lymphoplasmacytic lymphoma دی. د WM درملنه د هغو درملو استعمال دی چې په مايلوما او non-hodgkin lymphoma کې استفاده کېږي.

د_multiple_myeloma_اپيډيميولوژي

​مايلوما نسبتآ غیر معمول سرطان دی. د امريکې په متحده آيالاتو کې شيوع يې 0.76% ده.

په 2021 کال کې به په امريکې کې ټولټال 34,920 پېښې ثبت شي, چې له دې جملې به 12,410 اشخاص خپل ژوند له لاسه ورکړي.

په_multiple_myeloma_کې_نوې_څېړنې

​څېړونکو موندلې ده چې د هډوکيز مخ ملاتړي انساج او د هډوکيز حجرو توليدي وده اييز فکتورونه د مايلوما حجرو وده لوړوي. او هم, مايلوما حجرې داسې مواد توليدوي کوم چې د هډوکو د تضعيف سبب ګرځي. دا موندنې څېړونکو سره مرسته کوي ترڅو داسې درمل جوړ کړي, ترڅو دا وده اييز فکتورونه بلاک کړي, د سرطان پرمختګ راټيټ او د هډوکي تخريب راکم کړي

که څه هم په Smoldering multiple myeloma اخته کسان د دې ټيټ خطر لري چې په فعالې مايلوما باندې واوړي, ولې بیا هم ځيني فکتورونه موجود دي چې د دې سبب کېږي ترڅو اشخاص په فعالې لمفوما باندې اخته شي؛ نو نوې څېړنې ښيي چې دا ډول اشخاص مخکې له دې چې په فعالې لمفوما باندې واوړي يا مخکې له دې چې منتظر پاتې شو, نو ښه ده چې تداوي شي

حالت چې په کې وروسته له درملنې په هډوکيز مخ کې يو څه مايلوما سرطاني حجرې موجودې وي, د Minimal residual disease په نامه ياديږي. اشخاص چې وروسته له درملنې په هډوکيز مخ کې پاتې شونې حجرې نه لري د هغوي په پرتله چې کم مقدار حجرې ولري؛ د بقآ يا survival لوړ رېټ لري. نوې ټېکنالوژي په دې کار کوي چې په ميليون نارمل حجرو کې يوه سرطاني حجره پيدا کړي.

ځانګړې درملنه: Chimeric antigen receptor (CAR) T-cell therapy: په سرطان درملنې کې نوی اميدورکوونکې درملنه ده چې په دې درملنه کې T معافيتي حجرو ته په لابراتواري شکل تغيير ورکول کېږي او د دې سبب ګرځي چې سرطاني حجرې تر حملې لاندې راولي. نوي مطالعات ښيي چې CAR T-cell therapy له BCMA پروتين سره يوځای د مايلوما سرطاني حجرو په له منځه وړلو کې چې مخکې د نورو درملو په واسطه تداوي شوی وي, اغېزمنه ثابته شوې ده

د_multiple_myeloma_د خطر فکتورونه:

هر هغه عامل چې د شخص چانس د ناروغيو د وقوع په وړاندې لوړوي, د خطر فکتور په نامه ياديږي. ولې دا هم بايد وويل شي چې د خطر فکتور د هر شي معنا ده, په دې مفهوم, هغه اشخاص چې د خطر فکتور ونلري هم کولای شي, په سرطاني ناروغۍ اخته شي. او دا هم بايد يادونه وشي چې شخص د خطر فکتور ولري نو حتمن به په ناروغۍ اخته کېږي, بلکه داسې نه ده. د مايلوما د خطر فکتورونه عبارت دي له:

​عمر: د عمر په زياتېدو سره شخص د مايلوما په وړاندې ډېر حساس کېږي. له يوې سلنې څخه ټيټ اشخاص چې عمر يې له 35 کلنۍ څخه ځوان وي, په مايلوما اخته کېږي. د عمر په لوړېدو سره خطر لوړيږي. د اخته کېدو اوسط عمر 65 کلنۍ عمر دی.

جنسیت: نارينه د ښځينه وو په پرتله يو څه ډېر پرې اخته کېږي

​تورپوستي د سپين پوستو په پرتله دوه چنده ډېر پرې اخته کېږي؛علت يې نامعلوم دی.

کورنۍ تاريخچه

چاغښت

د نورو plasma cell تشوشاتو تاريخچه

د مايلوما اسباب:

​دقيق سبب یې نامعلوم دی

جنيټيکي تغييرات (د بېلګې په توګه په MYC, RAS او p53 جن کې ميوټېشن)

کروموزومي تغييرات (د بېلګې په توګه د chromosome 17 deletion؛ چې دا حالت د دې باعث ګرځي ترڅو مايلوما يو aggressive او تهاجمي حالت ځان ته غوره کړي او د درملو په وړاندې مقاومت وښيي او هم ټرانسلوکېشن په مايلوما کې ليدل کېږي)

د IL-6 لوړ مقدار: IL-6 د نارمل پلازما حجرې د ودې له پاره اړين دی. د دې مادې د ډېر مقدار موجوديت د پلازما حجرې د تشوش د پرمختګ له پاره يو مهم فکتور شمېرل کېدای شي

د multiple_myeloma مخنيوی

​دا چې د مايلوما ځینې پېښې د خطر فکتورونو سره اړيکه لري, نو د خطر فکتورونو کنترول او مخنيوی, د مايلوما د مخنيوي باعث کېدای شي. څېړونکي په دې لټه کې دي چې د smoldering multiple myeloma لوړ خطر لرونکي اشخاص که تداوي شي نو د فعالې لمفوما مخنيوی به وکړای شي

 کولای شو مايلوما په وخت سره تشخیص_کړو؟

​دا به ډېره ستونزمنه وي چې مايلوما په وخت سره او په مقدم ډول تشخیص کړو. اکثرآ, مايلوما مخکې له دې چې پرمختللې مرحلې ته داخله شي, کوم خاص اعراض له ځانه نه ښيي. تصادفآ, ځیني وختونه د وينې د ټسټ په ترسراوي سره چې که معالج ډاکټر پوهه ولري, کولای شو نوموړی حالت په وخت سره تشخيص کړو.

د  multiple_myelomaنښې

دمايلوما ځیني ناروغان په ټوله کې کوم ځانګړي اعراض له ځان څخه نه ښيي؛ ولې په ټوله کې د مايلوما معموله کلينيکي لوحه عبارت ده له:

​د هډوکو ستونزې: د هډوکو درد (معمولا ملا, سرين, او جمجمه), د هډوکو کمزوري, او د هډوکو کسر

د وينې د حجراتو کمښت: انيميا, لوکوپينيا, ترومبوسايتوپينيا

هايپرکلشیمیا يا په وينه کې د کلسیم د سويې لوړوالی؛چې شخص دا اعراض پيدا کوي: ډېره تنده, ډېرې تشې بولې, ډیهايدرېشن, د پښتورګو ستونزې حتی د پښتورګو عدم کفايه, د ګېډې درد, شديد قبضیت, بې اشتهایي, ضعفيت, ګنګسیت

د پښتورګو ستونزې: د پښتورګو ستونزې چې د پښتورګو د عدم کفايې سبب هم ګرځي؛ دا حالت د ځينو اعراضو سبب ګرځي لکه: ضعفيت, د تنفس لنډښت, خارښت, د پښو پړسېدل

د مرکزي عصبي سېستم ستونزې: که مايلوما د نخاع هډوکي د تضعيف خوا ته بوځي, نو دا د دې سبب کېږي چې نخاع او عصب تر فشار لاندې راولي او د spinal cord compression سبب شي. چې د ناروغ له خوا د قطني ناحيې د شدید درد, عضلاتي ضعفيت او د پښو د شدید درد او بډۍ توب سبب ګرځي؛ دا يو بېړنی حالت دی او بايد په دې وخت کې د نخاع او هډوکو متخصص ته مراجعه وشي, که اصلاح شي د دايمي فلج سبب ګرځي

محیطي نيوروپتي يا peripheral neuropathy: د سرطاني حجرو له لوري د غيرنارمل پروتين توليد د عصب له پاره زهري او توکسیک حالت چې شخص په پښو او لاسونو کې د بډۍ توب, سوزش او ستنې وهنې احساس کوي چې دا حالت peripheral neuropathy نوميږي

فرط لزوجيت يا hyperviscosity: د سرطاني حجرو په واسط غيرنارمل پروټينونه د وينې د ضخيم کېدو سبب ګرځي چې د hyperviscosity په نامه ياديږي. دا سبب کېږي چې دماغ ته په پوره پېمانه وينه و نه رسيږي او شخص د کنفيوژن, ګنګسیت او سټروک لور ته پرمختګ وکړي. که ناروغ دې حالت ته ورسېد بايد سمدستي مداخله صورت ونيسي او له وينې څخه اضافي ابنارمل پروتينونه د plasmapheresis په واسطه لرې کړای شي؛ دا حالت د وينې رقيق کوونکو يا blood thinners په واسطه نه تداوي کېږي.

​د انتاناتو لوړ خطر

د light chain amyloidosis نښې نښانې: د زړه ستونزې, هپاټوميګالي, د ژبې غټوالی, جلدي ستونزې, کليوي ستونزې, Carpal tunnel syndrome

 د_multiple_myelomaتشخيصه ازمايښتونه اومعاينات:

​د وينې مکمله شمېرنه (CBC): عمده لابراتواري شاخص یې انيميا دی

د پښتورګو ټسټ: په مايلوما کې د پښتورګو عدم کفايه ليدل کېږي

د ځيګر ټسټ: په مايلوما کې د وينې البومين سويه ټيټه وي

د وينې د الکترولايتونو سويه: په مايلوما کې د کلشیم سويه لوړه وي

د وينې د LDH سويه: يو مهم انزاري يا prognostic ټسټ دی؛ لوړه سويه یې راښيي چې مايلوما پرمختللې او بد انزار لري

د ادرارو ټسټ: د 24 ساعته ادرارو ټسټ؛ urine protein electrophoresis (UPEP) او urine immunofixation

د ايميونوګلوبولينونو کميتي ټسټ: د IgA, IgD, IgE, IgG, او IgM معاينه کوونه؛ په مايلوما کې يو له دوی لوړ او پاتې نور يې ټیټ وي

د مونوکلونل انتي باډي ټسټ: د Serum protein electrophoresis (SPEP) په نامه ياديږي چې په وينه کې د مونو کلونل انتي باډي سويه معلوموي؛ چې دا مونوکلونل پروټين د monoclonal immunoglobulin, monoclonal protein (M protein), M spike, يا paraprotein په نامه يادوي.

په وينه کې د light chain د سويې معلومول يا serum free light chain: د مايلوما په هغو نادرو پېښو کې ډېر مرستندويه دی چې M protein د SPEP په واسطه پيدا نه شي

د وينې ټسټ Beta-2 microglobulin: دا ټسټ هم يو اړين انزاري ټسټ دی؛ لوړه سويه يې راښيي چې مايلوما پرمختللې مرحله کې ده او بد انزار له ځانه سره لري.

د هډوکيز مخ يا bone marrow اسپايرېشن او بايوپسي: د نمونې لېږل د immunohistochemistry او flow cytometry, او chromosome analyses, په شمول د karyotype او fluorescent in situ hybridization FISH)

د کتلې يا تومور بايوپسي

د هډوکې اکسرۍ چې bone survey يا skeletal survey يې بولي

تصويري معاينه CT scan

تصويري معاينه MRI scan

تصويري معاينه PET scan.

د multiple_myelomaتشخيصيه کرايټريا

مايلوما معمولا په لابراتواري معايناتو, اعراضو او د ناروغ په فزیکي معاينې سره تشخیص کېږي. تشخیص يې قطعي کېږي په:

​د بايوپسي په واسطه ثابت شوی plasma cell تومور يا په هډوکيز مخ (bone marrow) کې حداقل 10% د پلازما حجرې او جمع يو له دوي:

​هايپرکلشیمیا

انيميا

د پښتورګو ناقصه دنده

مثبت تصويري معاينه په CT/MRI/PET سکن کې

په يو لايټ چېن کې لوړوالی

په هډوکيز مخ کې 60% يا ډېر پلازما حجرې

د_multiple_myeloma_مرحلې يا سټېج او انداز

د سرطانونو په علم کې د سرطان مرحله معلوونه ډېر مهم شمېرل کېږي؛ ځکه staging موږ ته راښيي چې سرطان په کومه اندازه په بدن کې دی او په کوم ډول بايد تداوي شي. د multiple myeloma د سټېجېنګ له پاره تر ټولو ډېر استعمالېدونکی سېستم Revised International Staging System (RISS) دی؛ په دې سېستم کې د مرحله ګذارۍ له پاره څلور فکتورونه په نظر کې نيول کېږي او د همغې له مخې مايلوما مرحله ګذاري کېږي چې عبارت دي له: 1. په وينه کې د البومين سويه؛ 2. په وينه کې د beta-2-microglobulin مقدار؛ 3. د LDH سويه او 4. د سرطان سايتوجينيټيک.

​سټېج I: سيروم beta-2 microglobulin له 3.5 (mg/L) څخه کم, او د البومين سويه 3.5 (g/dL) يا له دې څخه لوړه, او سايتوجنېټېک په لوړ ریسک کې نه وي او د LDH سويه هم نارمل وي

سټېج II : نه سټېج I وي او نه سټېج III

​سټېج III: سيروم beta-2 microglobulin له5.5 (mg/L) يا له دې څخه ډېر, او سايتوجنېټېک په لوړ ریسک کې وي او د LDH سويه هم لوړه وي

د_multiple_myeloma_انزار_او_outcome

مهم انزاري فکتورونه عبارت دي له:

​سايتوجنېټېک: سايتوجنېټېک چې له لوړ ريسک او بد انزار سره يوځای وي؛ chromosome 17, او د chromosomes 14 او 16 ټرانسلوکېشن, او د کروموزوم 4 او 14 ټرانسلوکېشن؛

عمر: ډېر عمر لرونکي ښه انزار نه لري

بېتا دو مايکروګلوبولين

د وينې LDH

د پښتورګو ناقصه دنده

روغتيايي حالت: د زړه ناروغۍ او شکري ډيابت بد انزار له ځانه سره لري

د multiple myeloma پنځه کلن نسبي سروايول رېټ 53 سلنه دی

دmultiple_myeloma_درملنه

په ټوله کې په دوو لويو کتګوريو ويشل کېږي:

​موضعي درملنه

سېستميک درملنه

موضعي درملنه

​راډييشن تراپي: راډييشن تراپي د لوړ-انرژي لرونکو شعاعو يا پارټيکل په واسطه سرطاني حجرې وژني. دا درملنه معمولآ د هغو هډوکو د درملنې په پار استفاده کېږي چې د مايلوما له خوا مصاب شوي وي, او نورو کېمياوي درملو په مقابل کې ځواب نه وي ويلای يا د مايلوما له امله د هډوکو د درد د موضعي تسکين په پار استفاده کېږي. دا درملنه د solitary plasmacytomas اساسي درملنه ده. راډييشن درملنه چې معمولآ په دې حالاتو کې استفاده کېږي, له external beam radiation therapy څخه عبارت ده. د راډييشن تراپۍ عمده جانبي عوارض عبارت دي له: جلدي ستونزې, ستړتيا, خوابدي, کانګې, نس ناستی او د وينې د کروياتو کمښت

جراحي: ځيني وختونه د واحد plasmacytomas د درملنې په پار استفاده کېږي, ولې د مايلوما له پاره نادرآ ترې کار اخستل کېږي. د مايلوما له امله د spinal cord compression په وخت بېړنۍ جراحي ته اړتيا پېښیږي.

سېستميک درملنه

د multiple myeloma د سېستميک درملنې په پار له لاندې درملو څخه کار اخستل کېږي:

​کېموتراپي: درمل چې په مايلوما کې استفاده کېږي, عبارت دي له:

Melphalan

Vincristine (Oncovin)

Cyclophosphamide (Cytoxan)

Etoposide (VP-16)

Doxorubicin (Adriamycin)

Liposomal doxorubicin (Doxil)

Bendamustine (Treanda)

  1. کورټيکوسټېرايدونه: معمولآ dexamethasone او prednisone استفاده کېږي
  2. ايميونموډولېټېنګ عوامل يا Immunomodulatin: عبارت دي له: Thalidomide, Lenalidomide, Pomalidomide
  3. د پروټېزوم نهې کوونکي يا Proteasome inhibitors: عبارت دي له؛ Bortezomib, Carfilzomib, Ixazomib
  4. د Histone deacetylase نهې کوونکي: عبارت دي له؛Panobinostat
  5. د CD38 په وړاندې انتي باډي ګانې: عبارت دي له؛ Daratumumab, daratumumab او hyaluronidase اشتراک, Isatuximab,
  6. د SLAMF7 په وړاندې انتي باډي ګانې: عبارت دي له؛ Elotuzumab
  7. مونوکلونل انتي باډي Antibody-drug conjugates: عبارت دي له: Belantamab mafodotin-blmf
  8. د Nuclear export نهې کوونکي: عبارت دي له؛ Selinexor

يادداښت: پورتني درمل د پروټوکولونو په شکل په اشتراکي ډول استفاده کېږي.

  1. د هډوکي اصلاح کوونکي درمل: د هډوکو د تقويې او اصلاح په خاطر دا درمل استفاده کېږي: pamidronate, zoledronic acid , او denosumab
  2. د مايلوما له پاره Stem Cell Transplant: په Stem Cell Transplant کې کېموتراپي په لوړ ډوز سره ورکول کېږي او په هډوکيز مخ کې د سرطاني حجرو د مرګ سبب ګرځي.

په_multiple_myeloma_کې ملاتړيزه يا حمايوي درملنه

​د انتاناتو په وړاندې د مجادلې په پار د زرقي ايمينوګلوبولينونو استعمال يا Intravenous immunoglobulin (IVIG)

د سرو کروياتو, سپينو کروياتو او پلېټلېټ کمښت په صورت کې تقويتي درملنه د دموي محصولاتو څخه په استفادې

د فرط لزوجيت په صورت کې له وينې څخه د اضافي پروتينونو د لرې کولو په پار د Plasmapheresis استفاده

د_multiple_myeloma_دمنجمنټ ټيم

مايلوما منجمنټ له پاره لاندې کاري ټيم ته اړتيا ده:

​طبي سرطان پېژندونکی يا medical oncologist

راډييشن انکولوجسټ يا radiation oncologist

د هډوکيز مخ د پيوند متخصص يا bone marrow transplant specialist

د اورتوپيډي متخصص orthopedic surgeon

 

Visits: 120

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

ډاکټر جانداد احمد وياړ مومند د سرطاني ناروغيو متخصص دی، برېشنالیک: [email protected]

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.