Pajhwok Afghan News

بدخشان کې پر یوې امنیتي پوستې د طالبانو برید پر شا وتمبول شو

بدخشان (پژواک، ۱۸ سلواغه ۹۹): د بدخشان سیمه ییز چارواکي د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې د طالبانو ډله ییز برید له پر شا تمبولو خبر ورکړ او وايي چې له هغوی سره د نښتې په پایله کې د دې ډلې ۱۳ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بدخشان پولیسو ویاند ثناءالله روحاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا دوه بجې د دغه ولایت د بهارک ولسوالۍ د پایان­­­­          شهر کلي کې پر څو پوستو بریدونه وکړل.

هغه دې ته په اشاره چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې څو ساعته دوام وکړ، وویل چې د طالبانو له برید لږ وروسته امنیتي ځواکونه را ورسېدل او طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله او په پایله کې بریدګر شاتګ ته اړ شول.

هغه وویل چې په دې نښته کې پنځه طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي او دوه مړي یې امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

د بدخشان پولسو ویاند په وینا چې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Views: 11

Exit mobile version