جلال اباد (پژواک، ۱۹ سلواغه ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، خوږياڼو ولسوالۍ کې د پوليسو پر پوسته موټر بم بريد شوی چې درېيو پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار ۵ بجې او ۲۰ دقيقې د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند چمتلې ښارګوټي کې د پوليسو پر يوه پوسته موټر بم بريد شوی دی.
سرچينه وايي، بريد د سراچې موټر په وسيله شوی چې په کې خپله بريدګر او يو پوليس سرتېری وژل شوي او دوه نور پوليس ټپيان دي.
د رسنيو دفتر وايي، تر بريد وروسته تازه دمي سرتېري ساحې ته رسېدلي او سيمه يې تر کنټرول لاندې ده.
عيني شاهدان وايي ، چاودنه دومره زوروره وه چې غږ يې تر جلال اباد ښار پورې اورېدل شوی دی.
د عبدالجليل جاني خېل په نوم د سيمې يو اوسېدونکی وايي، د ملا له اذانونو سره سم چاودنه شوې چې د شاوخوا کورونو ښيښې يې هم ماتې کړې دي.
د چاودنې مسووليت چا نه دی منلى.
تر دې پېښې څو ورځې وړاندې ورڅېرمه شېرزادو ولسوالۍ کې هم د عامه نظم ځواکونو پر قرارګاه د هاموې موټر په وسيله ځانمرګی بريد شوی و چې شاوخوا ۱۸ سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.
Views: 208